د نړیوالو مشرانو د وژلو دسیسه شنډوونکې جاسوسه ومړه

گوهر وارطانیان

د عکس سرچینه، Tarikh Irani

د عکس تشریح، ګوهر وارطانیان له خپل مېړه ګیورګ وارطانیان سره ایران کې د "متفقین" شورا غونډه کې د پخواني شوروي اتحاد جاسوسان وو

د روسیې د بهرنیو استخباراتو سازمان ویاند په ایران کې د پخواني شوروي اتحاد د جاسوسې ګوهر وارطانیان چې په مستعار نوم "انیتا" مشهوره وه، د مړینې خبر خپور کړی دی.

د روسیې تاس خبري اژانس د راپور له مخې، اغلې وارطانیان په ۹۳ کلنۍ کې مسکو کې مړه شوې ده.‌

ګوهر وارطانیان له خپل مېړه ګیورګ وارطانیان سره څه باندې دېرش کاله مخکې د پخواني شوروي اتحاد لپاره د ایران په ګډون بهر کې جاسوسي کوله.‌

د دوی تر ټولو مهم ماموریت تهران کې و، چې په ۱۳۲۲ کال یې درې میاشتې تهران کې د روسیې سفارت کې د "متفقین" په نامه د شورا امنیت نیولو چارې مخته وړلې.‌

د پخواني شوروي اتحاد پخواني مشر جوزف سټالین، د امریکا پخواني ولسمشر فرانکلین روزولټ او د برتانیا پخواني لومړي وزیر وینسټن چرچل په هغه کنفرانس کې ګډون درلود،‌ چې اغلې وارطانیان او د هغې مېړه یې د امنیت نیولو دنده لرله.

پوتين او ګوهر وارطانیان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پوتين او ګوهر وارطانیان

دا کنفرانس په محرمانه ډول جوړ شوی و،‌ تهران کې ددغه کنفرانس موخه د نړۍ د راتلونکې او دویمې نړیوالې جګړې ختمولو په اړه د "متفقین" شورا د ګډونوالو ترمنځ خبرې وې.‌

ګوهر وارطانیان او د هغې مېړه وتوانېدل چې ددغو تېرو یادو شویو مشرانو د وژلو لپاره د نازي المان طرحه شنډه کړي.

له ښۍ خوا: د برتانیا لومړی وزیر، د امریکا ولسمشر او په تهران کې د پخواني شوروي اتحاد د سفارت یو چارواکی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ښۍ خوا: د برتانیا لومړی وزیر، د امریکا ولسمشر او په تهران کې د پخواني شوروي اتحاد د سفارت یو چارواکی

اغلې وارطانیان په ارمنستان کې زیږېدلې، خو ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللې وه.‌

هغه په شپاړس کلنۍ کې له "شوروي فاشیزم ضد" ډلې سره یوځای شوه او له خپل راتلونکي مېړه سره یې،‌ چې هغه وخت د شوروي اتحاد پوځي مامور و،‌ وپېژندل.‌ ښاغلی وارطانیان لس کاله مخکې مړ شوی.

د وارطانیان او د هغې د مېړه ماموریت د تهران له کنفرانس لس کاله وروسته هم دوام وکړ.‌هغه په ۱۳۶۳ کال متقاعد شول.‌

د روسیې د بهرنیو استخباراتو سازمان ویاند سرګي ایوانوف ویلي، ګوهر وارطانیان له تقاعد وروسته د متخصصو روسي ځوانانو روزنې ته دوام ورکړ او له هغوی سره یې خپلې تجربې شریکولې.‌