تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړیوالو مشرانو د وژلو دسیسه شنډوونکې جاسوسه ومړه
د روسیې د بهرنیو استخباراتو سازمان ویاند په ایران کې د پخواني شوروي اتحاد د جاسوسې ګوهر وارطانیان چې په مستعار نوم "انیتا" مشهوره وه، د مړینې خبر خپور کړی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس د راپور له مخې، اغلې وارطانیان په ۹۳ کلنۍ کې مسکو کې مړه شوې ده.
ګوهر وارطانیان له خپل مېړه ګیورګ وارطانیان سره څه باندې دېرش کاله مخکې د پخواني شوروي اتحاد لپاره د ایران په ګډون بهر کې جاسوسي کوله.
د دوی تر ټولو مهم ماموریت تهران کې و، چې په ۱۳۲۲ کال یې درې میاشتې تهران کې د روسیې سفارت کې د "متفقین" په نامه د شورا امنیت نیولو چارې مخته وړلې.
د پخواني شوروي اتحاد پخواني مشر جوزف سټالین، د امریکا پخواني ولسمشر فرانکلین روزولټ او د برتانیا پخواني لومړي وزیر وینسټن چرچل په هغه کنفرانس کې ګډون درلود، چې اغلې وارطانیان او د هغې مېړه یې د امنیت نیولو دنده لرله.
دا کنفرانس په محرمانه ډول جوړ شوی و، تهران کې ددغه کنفرانس موخه د نړۍ د راتلونکې او دویمې نړیوالې جګړې ختمولو په اړه د "متفقین" شورا د ګډونوالو ترمنځ خبرې وې.
ګوهر وارطانیان او د هغې مېړه وتوانېدل چې ددغو تېرو یادو شویو مشرانو د وژلو لپاره د نازي المان طرحه شنډه کړي.
اغلې وارطانیان په ارمنستان کې زیږېدلې، خو ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللې وه.
هغه په شپاړس کلنۍ کې له "شوروي فاشیزم ضد" ډلې سره یوځای شوه او له خپل راتلونکي مېړه سره یې، چې هغه وخت د شوروي اتحاد پوځي مامور و، وپېژندل. ښاغلی وارطانیان لس کاله مخکې مړ شوی.
د وارطانیان او د هغې د مېړه ماموریت د تهران له کنفرانس لس کاله وروسته هم دوام وکړ.هغه په ۱۳۶۳ کال متقاعد شول.
د روسیې د بهرنیو استخباراتو سازمان ویاند سرګي ایوانوف ویلي، ګوهر وارطانیان له تقاعد وروسته د متخصصو روسي ځوانانو روزنې ته دوام ورکړ او له هغوی سره یې خپلې تجربې شریکولې.