تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ داسې پیاوړی کمپیوټر چې د هېوادونو او شرکتونو د بریا او ناکامۍ وړاندوینه به وکړای شي
- Author, فیصل اسلام
- دنده, د بيبيسي نړیوالې څانګې د اقتصاد برخې اډېټور
دا بې مثاله کمپیوټر به ډېرو ته معما وي، خو څه چې ویل کېږي دا به نه یوازې د نړۍ یو ځيرکه او پیاوړی کمپیوټر وي بلکې هغه ټکنالوژي ده چې د اقتصادي امنیت، بېټ کواین، حکومتي رازونو، نړیوال اقتصاد او نورو برخو لپاره ډېر مهم دی.
دا کمپیوټر (کوانټم کمپیوټېنګ) د عامو کمپیوټرونو پرتله ډېر چټک دی. ویل کېږي دا کمپیوټر به د دې وړاندوینه هم وکولی شي چې په ۲۱مه پېړۍ او راتلونکي وختونو کې به کوم هېوادونه او شرکتونه بریالي او کوم هغه به یې له ستونزو سره مخ وي.
' ولو' نومي دا کمپیوټر د امریکا په کلیفورنیا کې له ځمکې د یو متر پر واټن اېښودل شوی.
د دغې کمپیوټر کتلو پر مهال به متوجې شئ چې د هولوګراف کامرې یا د دماغو لوستونکي چېپونه خو لېرې خبره ده دلته ان کوم سکرین یا کيبورډ هم نشته.
(ولو) د تېلو د یوه بېلر په څير د ګړدو ډېسکونو یوه مجموعه ده چې د سلګونو تیاره کنټرولیدونکو تارونو په واسطه له یوه بل سره تړل شوي.
له نږدې نه یې چې ګورې د اتیایمې لسیزې په څېر ښکاري خو که د کوانټم طرح هسې چې یې پلان دی په حقیقت بدله شي نو دلته ایښودل شوي تارونه او ډېسکونه به نړۍ بدله کړي.
د دغې حیرانونکي کمپیوټر کتلو لپاره چې کله موږ له ډېرو امنیتي پلټنو تېر شوو نو د ګوګل کوانټم مشر هارټمټ نیون راته وویل ' زموږ د کوانټم اې ای خونې ته په خیر راغلئ.'
د ښاغلي نیون هڅه ده چې د فزیک ټولې نظریې د فعاله کمپیوټري حساب برخه وګرځوي او وايي "باید هغه مسایل حل شي چې په عام ډول د حل وړ نه ښکاري."
د نوي ساینس پټ مرکز
زموږ د خبرو ډېر تمرکز په داسې شیانو و چې په دې لابراتوار کې مو یې د فلم اخیستلو اجازه نه لرله. د ټکنالوژۍ په دې مهم مرکز ډېر نظرونه دي او داسې ښکاري چې دا په سوداګریزو او مالي برخو کې د غوړېدا د هڅو یو مرکز دی.
ښاغلي نیون د ګوګل تر ټولو د نوي کوانټم چېپ ( ولو) په اړه وویل چې دا کمپیوټر خپلو دوو مهمو پرمختګونو ته رسېدلی او په ټکو یې دې چېپ دا بحث د تل لپاره ختم کړ چې ایا کوانټم کمپیوټر به هغه کار وکړای شي چې عادي او کلاسیک کمپیوټرونه یې نه شي کولی؟
اټکل کېږي چې ( ولو) به هغه ستونزې هم څو دقیقو کې حل کړي چې د نړۍ نور غوره کمپيوټرونه یې ښايي په حلولو زرګونه کاله یا ټول عمر ولګوي.
دا نظر په دې وروستیو کې د کوانټم ایکو په الګورېتهم وازمایل شو چې د نورو کمپیوټرونو لپاره ناممکنه دی. دې نوې کمپیوتر د مالیکولونو د جوړښت او څرنګوالي په اړه کومک کړی او د هغې لپاره یې له هماغې ټکنالوژۍ ګټه اخیستې چې د اېم آر آی په ماشینونو کې کارېږي.
ښاغلی نیون د ځینو نورو هغو ګټو وټو یادونه هم کوي چې په ټکو یې "ولو چېپ به بشر ته په ورپېښو ډېرو مسایلو کې ګټور تمام شي."
دی وايي " دا به د درملو د لا ښې اغېزمنتیا په اړه خلکو ته ګټور معلومات ورکړي، دا به د خوړو په اړه هم ګټور معلومات ولري، د انرژۍ د تولید او ساتلو او همداراز به د چاپېریالي ستونزو او انسانانو د لوږې په شان مسایلو په حل کې ګټور رول ولوبوي."
د ولو کمپیوټر په اړه ویل کېږي چې "دا نوی کمپیوټر به د کایناتو په اړه زموږ پوهه لا زیاته کړي او د فطرت په ځینو رازونو له پوهېدو سره به موږ ته د نورو داسې ټکنالوژیو دروازې پرانېزي چې زموږ ټولو ژوند ښه کولی شي."
د ساینس یو شمېر څيړونکي وايي چې د ټکنالوژۍ اصلي ځیرکتیا یوازې د کوانټم له لارې ممکنه ده.
د یوه عادي کمپیوټر ډېټا (معلومات) یوازې په دوه حالتونو کې خوندي ده او پروسېس کېږي چې هغه (صفر او یو) دي دې ته په کمپیوټري ژبه بېټس وايي.
خو د کوانټم لرونکي کمپیوټرونه په څو حالتونو کې ډېټا خوندي او پروسېس کولی شي. د بېټس په شان د کوانټم کمپیوټېنګ د معلوماتو برخې ته کیوبېټس اصطلاح کارېږي.
د دغې ټيم غړو چې د کیوبېټس په اړه یې څېړنې کړې د نوبل جایزه هم ګټلې.
په ( ولو) چېپ کې ۱۰۵ کیوبېټس دي- د مایکروسافټ په کوانټم ټکنالوژۍ کې اته کېوبېټسه دي چې په یوه بېله طریقه کارېږي.
نړۍ اوس هڅه کوي چې د (یوه یوټیلیټي سکېل ماشین) تر یو میلیون کیوبېټسه ورسوي چې د کوانټم او دوا جوړولو په څېر کارونه له کومې وړې تېروتنې پرته وکړي. په دې مانا چې دا ډېره نازکه او حساسه ټکنالوژي ده.
دلته په دې مرکز کې چې هر څه کېږي نړۍ کې یې د ډېرو پام ځانته اړولی.
د کوانټم ټکنالوژۍ د پروګرامونو د بورډ یو مشر پروفیسر پېټر نایټ وايي "ولو نوې دروازې پرانېستې."
نوموړی وايي "ټول ماشینونه لا هم په لومړنيو پړاوونو کې دي، ځینې تېروتنې هم شته چې اصلاح ته اړتیا لري- د ترمیم پر مهال ولو ثابته کړې چې خپلې غلطۍ او تېروتنې په چټکۍ سمولی شي."
دا ټکنالوژي په داسې لور روانه ده چې نږدې ټول کارونه په سمه بڼه کوي پخوا اټکل کېده چې دا کار ښايي دوه لسیزې وخت ونیسي خو اوس ښايي اوو یا اتو کالو ته اړتیا وي.
دا څرنګه کار کوي؟
فکر وکړئ تاسې په زرګونو بندو خونو کې د کوم توپ د پیدا کولو هڅه کوئ، کلاسیک کمپیوټرونه به د هرې خونې دروازه په خپل وار درته خلاصوي خو د کوانټم کمپیوټر ټولې دروازې یو ځای پرانیزي او دا جوتوي چې کار مو څومره اسانېږي؟
یا په عامه اصطلاح که عادي کمپیوټرونه د سلو دروازو پرانیستلو لپاره تاسې ته سل کیلۍ درکوي د کوانټم کمپیوټر په یوه کیلي سملاسي ټولې دروازې خلاصوي.
دا ماشینونه به هر چېرې او هر چاته د لاسرسي وړ نه وي خو په دې هم سترګې نه شي پټېدای چې د دې کمپیوټرونو ځواک په چټکۍ ډېرېږي او هر څوک به پکې یو نه یو ډول خپله ګټه ویني.
تمه کېږي چې راتلونکی نسل به له دې ټکنالوژۍ ډېره ګټه پورته کړي.
په دې اړه مهم پرمختګونه داسې مهال اعلانېږي چې نړۍ کې د ټکنالوژۍ په ډګر کې سیالي پراخه او چټکه شوې. بریتانیا یو له هغو هېوادونو دی چې دغه ساینسي مرکز کې فعاله برخه لري. په اصل کې بریتانوي ساینسپوهان د هغې ډلې فعاله برخه وه چې په 'سوپر کنډکټېنګ کیوبېټس' یې لومړنۍ څېړنې پیل کړې وې.
خپله بریتانیا کې په دې اړه لسګونه شرکتونه فعاله دي او څېړنې کوي. تمه کېږي چې د بریتانیا حکومت به په څو راتلونکو اونیو کې په دې برخه کې د پام وړ پانګونې اعلان وکړي.
دا ټکنالوژي د اقتصادي پرمختګ، د پوځي ځواک استعمال او جغرافیوي سیاست لپاره ډېره مهمه بلل کېږي او اټکل کېږي چې بریتانیا به په دې برخه کې درېیم مخکښ او پیاوړی هېواد وي.