کرېکټ: افغانستان په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې وېسټ انډیز ته په ستر توپیر ماته ورکړه

د افغانستان او وېسټ انډیز تر منځ د شل اوریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان وېسټ انډیز ته د ۳۸ منډو په لوی توپیر ماته ورکړه.

افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه چې وېسټ انډېز ونشوی کړی پوره یې کړې او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۱۴۳ منډې وکړې.

دروېش رسولي د ۸۴ منډو په جوړولو او دریو کچونو په اخیستو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د افغانستان لپاره ضیا الرحمان دری، راشد خان، مجیب ځدراڼ او نور احمد هر یوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په لومړي بال رحمن الله ګربز رن‌اوټ شو.

په همدې اوور کې د افغان لوبډلې د منډو پیل د ابراهیم ځدراڼ په څلوریزه وشو.

په دریېم اوور کې صدیق الله اتل په دوو منډو وسوځېده. دا مهال د افغان لوبډلې په ۱۹ منډو دوه لوبغاړي سوځېدلي دي. افغان ملي لوبډلې ته ښه پیل نه و.

افغان لوبډلې د لومړیو شپږو اوورنو له لوبولو وروسته ۵۱ منډې ترسره کړې.

د لوبې تر نیمايي (لسم اووره) افغان ملي لوبډلې د دوو ویکټو په زیان ۸۱ منډې لرلې. دا مهال ابراهیم ځدراڼ ۴۲ او دروېش رسولي په ۳۴ منډو سره توپ‌وهنې ته ولاړ و.

پیلییز توپ‌وهونکي ځدراڼ په ۱۲م اوور کې په ۳۷ توپونو نیمه‌سلیزه پوره کړه او دورېش هم نیمه‌سلیزه په ۳۶ توپونو پوره کړه.

تر دې مهاله د دورېش او ځدراڼ ترمنځ د منډو ملګرتیا ۸۹ ته ورسېده.

دلته دواړو توپ‌وهونکو لوبه نوره هم چټکه کړه او تر ۱۷م اوور یې د افغان لوبډلې منډې یې ۱۴۳ ته ورسولې. دروېش په ۵۸ توپونو د ۸۴ منډې وکړې او د لوبې په وروستي بال وسوځېده.

ابراهیم ځدراڼ په ۵۶ توپونو ۸۷ وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

په دې سره د ویسټ‌انډیز لپاره ۱۸۲ هدف ورکړل شو.

د شل اووریز لوبو دغه لوبلړۍ یوه لوبه نن، دویمه د روانې جنورۍ میاشتې په (۲۱) او دریېمه د همدې میاشتې په (۲۲) نیټه ترسره کېږي

دغه دوه اړخېزه شل اوویز جام د دوبۍ پر نړیوال کرېکټ لوبغالي کېږي.

د همدې لوبو وړاندې کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې نوین الحق ټپي شوی او پرځای به یې ضیاالحق شریفي د لوبغاړو لېست کې شامل کړ او نن به لومړۍ ملي شل اووریزه لوبه ترسره کړي.