د طالبانو حکومت وايي‌ پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې او ځورول د "کرکې او نفرتونو لامل" ګرځي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او له هغوی سره ناوړه چلند غندلی دی.

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني‌ وايي، "پاکستان پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ تنګه کړې، او په دې ساړه ژمي کې یې هم د دوی د اجباري ایستلو لړۍ جاري ساتلې ده."

هغه دا څرګندونوې په دې وروستیو کې پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کېدو کچې د لوړېدو او همدا راز د افغان کډوالو پر ځینو پنډغالو د برېښنا، اوبو او نورو خدماتو د بندیدو رپوټونو په تړاو د بي‌بي‌سي د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي.

یو شمېر کډوالو شکایت کړی چې د ماشومانو ښوونځي‌ نور ښوونیز مرکزونه یې هم تړل شوي.

ښاغلی حقاني وايي،‌ دا کړنې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او د دواړو ملتونو ترمنځ د "کرکې او نفرتونو لامل" ګرځي.

هغه کډوالو او پناغوښتنونکو لپاره د ملګرو ملتونو پر ادارو هم له دې کبله نیوکه وکړه چې ګوندې د افغان کډوالو د حقونو خوندیتابه لپاره یې کارنده ګامونه نه دي اخیستي.

نوموړي وویل،‌ پنا غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سازمان "قانونآ د کډوالو د حقونو د دفاع مسوولیت لري،" خو د افغان کډوالو اړوند د دوی رول "تر ډېره محدود، ورو او غیر موثر ښکاري."

ښاغلی حقانی زیاته کړه‌، دغو سازمانونو که څه هم په ځینو برخو کې له راستنېدونکو کډوالو سره بېړنۍ مرستې کړې، خو د دوی غوښتنه دا ده چې "چا ته اجازه ورنه کړي چې په څرګند ډول د مهاجرینو نړیوال حقوق تر پښو لاندې او نړیوال قوانین نقض کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د پنا غوښتونکو عالي کمېشنرۍ (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) او د دغه سازمان د کډوالو نړیوالې ادارې (ای‌او‌ایم) په خپل ګډ رپوټ کې چې جنورۍ ۱۵مه خپور شوی ویلي، پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو کچه لوړه شوې ده.

په رپوټ‌ کې ویل شوي، چې د روانې جنورۍ میاشتې له ۴مې تر ۱۰ نېټې پاکستان کې له ۱۷۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي او دا شمېر ښيي چې پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کېدو کچه د ورتېرې اوونۍ پرتله ۱۸ سنله لوړه شوې ده.

د دوی له ډلې نږدې ۱۵۰۰ تنه په بلوچستان او څه باندې ۴۰۰ پلازمېنه اسلام اباد کې نیول شوي.

د یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار او ای‌او‌اېم رپوټ وايي، په همدې موده کې ۱۹ زره ۶۶۶ افغان کډوال د تورخم، چمن، غلام خان، بهرامچې او نورو لارو افغانستان ته اړول شوي دي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې تېر (۲۰۲۵) کال پاکستان کې له ۱۳۰ زرو ډېر افغان کډوال او پناغوښتونکي نیول شوي دي.

ملګري ملتونه له پاکستان او ایرانه د میلیونو افغان کډوالو ایستل کېدل، د اوږدې وچکالۍ او د نړیوالو مرستو د کمېدو ترڅنګ د افغانستان یو لوی کړکېچ او ننګونه ګڼي.

د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو او کډوالو ادراې وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵ چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو اعلان کړی، د روان ۲۰۲۶م کال د جنورۍ تر لسمې له دغه هېواد له یو میلیون او ۹۶۷ زرو ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه او یا په زور ایستل شوي دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد‌الله همدا تېره ورځ د دوی د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یوې غونډې ته وویل، چې یوازې تېر کال له ګاونډیو هېوادونو دوه اعشاریه اته میلیونه افغانان په "نامناسب حالت کې په جبري توګه" راستانه شوي دي.

د ای‌او‌ایم په وینا تر هغې ورمخکې د ۲۰۲۳ کال له سپتمبره د ۲۰۲۴ کال تر پایه هم ۲ اعشاره ۴ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه ایستل شوي وو.

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي،‌ د دوی موندنې ښيي چې د راستنو شویو کډوالو له ډلې تر نیمایي ډېر اړین اسناد نه لري او یوازې ۱۱ سنله د بشپړ وخت کار کوي.‌