په هرات کې د شوروي مهال جګړو پاتې شوی "۵۰۰ کیلوګرامه بم موندل شوی او له منځه وړل شوی دی"

په افغانستان کې د طالبانو حکومت "له طبیعي پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې" ويلي چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې "له تېرو جګړو پاتې شوی ۵۰۰ کیلوګرامه بم" کشف او شنډ کړل شوی دی.

یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د جنوري ۱۹مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ويلي، بم وروسته له هغه وموندل شو چې خلکو "د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام رياست" بېړني شمېرې سړه اړيکه ونيوه او د بم په اړه یې معلومات ورسره شریک کړل.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د اړینو پلټنو وروسته، د نړیوالې موسسې هیلو ټرسټ تخنیکي او عملیاتي ډلو "بم په خوندي ډول له اصولو سره سم ولېږداوه او په یوه غیر استوګنیزې سیمه کې یې په بشپړ ډول له منځه يوړ."

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې زیاته کړې چې "دا لوی بم" هغه مهال وموندل شو چې د سيمې یو اوسېدونکی د استوګنې کور په جوړولو بوخت و او د کيندنې پر مهال یې له ځمکې راويست.

دغې ادارې ټینګار کړی چې "د مسؤلو ادارو ترمنځ په وخت اقدام او همغږۍ د احتمالي بشري فاجعې مخه ونیوله."

پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل سره تړلی ځواکمن هوايي بم

د بي بي سي پلټنې ښيي چې دا د شوروي د یرغل پر مهال یو لوړ ځواکمن هوايي (اېف اې بي) بم دی، چې د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ د افغانستان جګړې پورې تړاو لري.

ټول وزن یې له ۲۵۰ کیلوګرامه څخه تر ۵۰۰ کیلوګرامه پورې او د چاودېدونکو توکو اندازه له ۱۰۰ کیلوګرامه څخه تر ۳۰۰ کیلوګرامه پورې اټکل شوې ده.

په افغانستان کې د وخت په تېرېدو سره، لا هم دا ډول ناچاوده خطرناک بمونه پاتې دي.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې اوس هم ماینونه او چاودېدونکي توکې پکې شته دي. څو میاشتې وړاندې، هیلو ټرسټ وویل چې اوس اوکرایین په دې برخه کې له افغانستانه مخکې شوی دی.

د افغانستان شاوخوا ۲۰ سلنه نفوس (نژدې شپږ نیم میلیونه خلک)، یا په هرو پنځو کې یو، د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له خطر سره مخامخ دي، دغې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې ماشومان د قربانیانو ۸۰ سلنه جوړوي.

د طالبانو حکوړمت د طبیعي پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې څو میاشتې وړاندې بي بي سي ته ويلي وو چې په افغانستان کې هره میاشت له ۵۰ تر ۶۰ پورې کسان د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له امله وژل کېږي، او په ۲۷۰ ولسوالیو کې له ۱۱۰۰ کیلومتره مربع زیاته ځمکه لاهم په دې توکو پوښلې ده.