څه شی د سفر پر مهال د زړه بدوالي لامل کېږي؟

    • Author, غدا ناصف
    • دنده, بي بي سي نړیوال سرویس

د دې لپاره چې پوه شو، ولې د سفر پر مهال د زړه بدوالي ناروغي رامنځ ته کېږي، ښه ده چې پر دې وپوهېږو زموږ ماغزه له بدنه تر لاسه شوي حسي سیګنالونه څنګه پروسس کوي.

دماغ د بدن د حرکتونو او موقعیتونو په اړه په عضلاتو کې د داخلي خوځښتونو، ساه اېستلو یا تنفس او مفصلونو کې دوامداره حسي سیګنالونه ترلاسه کوي. داخلي سینګنالونه د توازن مرکز او د شبکې برخه ده چې د ویستیبولر سیسټم په نوم یادېږي.

په دې سیسټم کې درې جوړې نیمه حلقوي کانالونه او دوه کڅوړې شاملې دي چې ساکول او یوټریکل نومېږي. دوی دماغ ته د بدن د حرکت او موقعیت په اړه معلومات لېږي.

نیمه دایروي کانالونه یوه مایع یا اوبلن مواد لري چې د سر په حرکت سره خوځېږي. دغه مایع د سر حرکت، لکه پورته یا ښکته، ښي یا کیڼ لور ته خوځېدل تشخیصوي خو که ستاسو سترګې یو شی وویني، ستاسو عضلات بل احساس کوي، او ستاسو داخلي سیګنالونه بل څه احساس کړي، دماغ ګډ وډ پیغامونه ترلاسه کوي. همدا حسي ګډوډي د زړه بدوالي ناروغۍ لامل کېږي.

د بېلګې په توګه، داسې وګڼئ ، تاسو په موټر کې سپاره یاست: شیان ستاسو د لید کرښې ته راځي او بیا له لیده تېرېږي، دا لامل کېږي چې سترګې مو ستاسو دماغ ته پیغام واستوي چې تاسو د حرکت په حال کې یاست، خو ستاسو داخلي عصبي ریښې، او ستاسو په عضلاتو او بندونو کې د اعصاب ریښې، احساس کوي چې تاسو لاهم ناست یاست او ګډوډي له همدې ځایه پیلېږي.

خو په الوتکه یا کښتۍ کې، حالت برعکس وي، ستاسو داخلي سیګنالونه او عضلات ښيي چې تاسې د حرکت په حال کې یاست، خو بهر ښکاري چې تاسو ثابت یاست او حرکت نه معلومېږي، په داسې حالت کې یو حس حرکت درک کوي او بل یې نه چې په پایله کې د زړه بدوالي، سر درد او عمومي نا ارامي او بې نظمۍ لامل کېږي.

د زړه بدوالي ناروغۍ نښې څه دي؟

د زړه بدوالي ناروغي بېلابېلې نښې له ځان سره لري. دغه ناروغي معمولا ورو پیلېږي او که هغه حرکت چې د دې ناروغۍ لامل کېږي که مخه یې ونه نیول شي حالت لا پسې خرابیږي. نښې یې دا دي:

  • سرخوږی، د سر د ګنګس والي احساس، بې توازني یا سر ګرځېدل
  • د ناروغۍ احساس
  • کانګې کول
  • سر درد
  • د پوستکي سره کېدل
  • خوله کول
  • د ستړیا احساس

په ټولیز ډول، د نښو ورکېدل شل دقیقې وخت نیسي، یا هم دا چې پښې مو بېرته ځمکې ته ورسېږي خو سختې نښې ښايي تر ۲۴ ساعتونو دوام وکړي.

کوم کسان د زړه بدوالي احتمالي ناروغۍ سره مخ کېدای شي؟

هر څوک کېدای شي د زړه بدوالي په ناروغۍ اخته شي، خو ځینې کسان یې پر وړاندې د نورو پرتله ډېر حساس دي، لکه د دوه او ۱۲ کلونو ترمنځ ماشومان، مېندواره مېرمنې او هغه خلک چې د میګرین ناروغي مخینه لري.

د لندن د وېسټ منسټر په پوهنتون کې د عملي ارواپوهنې پروفیسور جان ګولډینګ وايي، په زړه پورې خبره دا ده چې ماشومان تقریبا په بشپړ ډول د زړه بدوالي له ناروغۍ خوندي دي خو په دوی کې د دې ناروغۍ یو لامل ښايي دا وي، چې د دوی د سترګو او غوږونو ترمنځ اړیکه په دماغ کې لا پیاوړې شوې نه ده.

ارث هم په دې ناروغۍ کې رول لوبوي. پروفیسور ګولډینګ وايي، تر ۶۵ ٪ خلک چې د زړه بدوالي په ناروغۍ اخته دي، دا حالت په میراثي توګه ورته رسېدلی دی.

څنګه یې نښې راکمې کړو؟

له سفر مخکې

  • له ډېر خوراک او یا د مساله لرونکو خوړو له خوړلو ډډه وکړئ
  • د کافین او شرابو څښاک کم کړئ
  • ډیر خوب وکړئ

د سفر پر مهال:

  • خپله څوکۍ په دقت سره وټاکئ
  • د موټر په مخکېنۍ څوکیو کې کېنئ، په کښتۍ یا اورګاډي کې کړکۍ ته نژدې څوکۍ او هغه چې د حرکت لوري ته مخامخ وي غوره کړئ
  • بهر وګورئ
  • د سر له ناڅاپي خوځولو ډډه وکړئ
  • که امکان یې وي، یوه کړکۍ پرانیزئ، چې تازه هوا در ورسېږي
  • لوستل مه کوئ، فلمونه مه ګورئ او برېښنایی وسایل مه کاروئ
  • خپل ځان په یو فعالیت بوخت کړئ، لکه یو څه اورېدل
  • سترګې وتړئ
  • ډیرې اوبه وڅښئ

ادرک یا جېنجر

ځینې څېړنې وړاندیز کوي چې ادرک - د ګولیو، بیسکېټ یا چای په توګه خوړل کېدلی شي کانګې او سرخوږی کم کړي. پروفیسور ګولډینګ وايي، په دې تړاو څېړنې توپیر لري.

هغه زیاتوي، د ادرک یا زنجبیل مرسته ښايي، دا وي چې دا "فعال ماده د کولمو په آرامولو کې مرسته کوي. نو دا په مخامخ ډول د خوځښت ناروغۍ مخه نه نیسي، بلکې تاسو ته یې په اړه ښه احساس درکوي".

درمل

د زړه بدوالي ناروغۍ ضد درمل د درملنې پر ځای د دغې ناروغۍ د نښو له مخنیوي سره کار لري. هر ډول درمل باید یو څه مخکې وخوړل شي، معمولا د سفر له پیله ۳۰ تر ۶۰ دقیقې مخکې. د دې لپاره چې د وینې جریان کې مو جذب شي.

پروفیسور ګولډینګ وايي، د زړه بدوالي ناروغي د معدې د ورو حرکت کولو لامل کېږي، کله چې معده د خپلې زېرمې تشولو کې ډېر وخت ته اړتیا لري، که تاسو د ناروغۍ احساس پر مهال درمل وخورئ، نه جذبېږي، او له همدې امله به لږ اغېز ولري.

د سفر پر مهال د زړه بدۍ او ګنګسیت ترمنځ توپیر څه دی؟

د زړه بدوالي ناروغي او سرګنګسۍ تر منځ کله تېروتنه کېږي ځکه دواړه ورته نښې لري: دواړه د سر درد ، زړه بدۍ او کانګو لامل کېږي خو ځينې توپیرونه یې په دې ډول دي.

سرګنګسي کېدلی شي پرته له دې چې تاسو په موټر کې چېرې ځئ که نه، رامنځ ته شي. ان که څملاستلي هم یاست.

ګنګسیت یو سخت، ناسم او کاذب احساس رامنځ ته کوي او هرکله چې خپل سر وخوځوئ کېدای شي درته پېښ شي. دا معمولا لنډه موده او ښايي د څو ثانیو لپاره دوام وکړي.د لوړ عمر کسانو ترمنځ ډېره عامه وي.

دا معمولا د غوږ په دنننۍ برخه کې د مایعاتو پر ستونزو متمرکز وي، چې د بدن په توازن کې مهم رول لوبوي. غوره ده چې تل چمتو اوسئ، او خپله د خوځښت ناروغي نښې له مخکې سمبال کړئ.