تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فشار مو پر بدن څه اغېزه کوي او څنګه یې د ځان په ګټه اړولی شو؟
ډېری لویان په پرله پسې ډول له سر دردۍ نیولې تر اضطراب پورې د ذهني فشار بېلابېلې نښې او بڼې تجربه کوي.
ځینې فشارونه ګټور زبادېدای شي خو اوږدمهاله فشارونه پر بدن ویجاړونکی اغېزې ښندي.
روغتیايي کارپوهان وايي اوږدمهاله ذهني فشارونه نېغ په نېغه د بېلابېلو رواني او فزیولوژیکي اختلالاتو د لامل برخه ګرځېدای شي، چې دا بیا رواني او فزیکي روغتیا ته زیان رسوي او د ژوند کیفیت کموي.
خو ځیني ذهني فشارونه د کنټرول وړ دي او د پرېشانۍ پر ځای د مقاومت پر سرچینې اوښتی شي.
دا چې څنګه دلته یې لولو:
فشار څه شی دی او موږ یې ولې تجربه کوو؟
فشار یو طبیعي غبرګون دی چې بدن د ننګونو او غوښتنو ځواب ویلو ته چمتو کوي.
دا د هورمونونو د افرازېدو لامل کېږي چې بدن له پېښېدونکي ستونزمن حالت سره مخامخېدو ته چمتو کړي.
په لنډمهاله ډول دا غبرګون کولی شي تمرکز زیات او فعالیت ښه کړي.
خو د امریکا د رواني روغتیا ټولنې په وینا، اوږدمهاله فشار د خپګان، زړه ناروغیو او د دفاعي سیستم د کمزوري کولو په ګډون د جدي روغتیايي اندېښنو لامل ګرځي.
له کار، مالي ستونزو او شخصي اړیکو په څېر د عواملو له اړوندو فشارونو ځان ساتل اکثرآ ممکن نه وي، خو مهم توپیر پکې دا دی چې دغه ډول فشار څومره اوږد دوام کوي. شدید فشار لنډمهاله وي او کېدای شي ګټور ثابت شي، په داسې حال کې چې اوږدمهاله فشار پر بدن باندې تلپاتې اغېزه پرېباسي.
حاد او اوږدمهاله فشار
ریچل وورا، چې یوه رواني معالجه او د بریتانیا د رواني درملنې او مشورو ټولنې(BACP) غړې ده، بيبيسي ته وویل: "حاد یا شدید فشار یو ځانګړې وضعیت ته لنډمهاله غبرګون دی او په ځینو مواردو کې ګټور زبادېدای شي."
هغه زیاتوي دا ډول فشار "د خرپ یا ترپ غبرګون رامنځته کوي، اډرینالین او کورټیسول ازادوي، چې کولی شي تمرکز ګړندی کړي او د وجود دفاعي سیستم ته لنډمهاله قوت ورکړي."
که شدید فشار په سمه توګه اداره شي، دایمي زیان نه رامنځ ته کوي او کولای شي له افرادو سره مرسته وکړي چې ناڅاپي ننګونو ته په کارنده توګه ځواب ووايي. خو اوږدمهاله فشار پر بدن باندې اوږدمهاله اغېزه پرېباسي.
وورا وايي کله فشار د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي، نو د فشار د هورمونونو لوړوالی د زړه ناروغۍ خطر زیاتوي، د معافیت سیستم کمزوری کوي او د تحریک وړ کولمو سنډروم (IBS) او ټپونو په څېر د هاضمي مسلو لامل کېږي.
اوږدمهاله فشار همدا راز له اضطراب او خپګان، د ادراکي فعالیت له خرابیدو، د خوب ګډوډۍ او د بدن له ژر زړېدو سره ټینګ تړاو لري.
د وورا په وینا [د فشار] په موده او حل لاره کې دا بنسټیز توپیر د اوږدمهاله فشار لامل کېږي چې په تدریجي ډول د بدن ډېرو سیستمونو ته زیان رسوي.
فشار څنګه په بدن اغېزه کوي؟
د بریتانیا د روغتیا ملي خدمات (اېناېچاېس) وايي چې فشار په بنسټیزه توګه د کورټیسول او اډرینالین په څېر د هورمونونو د خوشې کولو له کبله د اوږدمهاله فزیکي غبرګونونو لړۍ رامنځ ته کوي. په دغو غبرګونو کې لاندې موارد شامل دي:
- د زړه ضربان او د وینې فشار لوړیدل، دا ډاډ ترلاسه کول چې پر اکسیجن بډایه وینه ژر ژر عضلاتو ته رسېږي.
- د وینې د شکر کچې لوړېدل چې په سملاسي ټوګه د انرژۍ زیاتېدو لامل کېږي
- د هاضمې او معافیت فعالیت کمېدل ځکه د بدن انرژي د هغې پر ځای له عاجلو ننګونو سره مقابلې ته راګرځوي.
خو اوږدمهاله فشار کېدای شي زیان اړوونکی شي. اوږدمهاله فشار ته د وجود غبرګونونه څه داسې دي:
- د کورټیسول د دوامداره لوړې کچې له کبله د وزن زیاتوالی، په ځانګړې توګه د خېټې شاوخوا.
- د فشار له هورمونونو سره د اوږدمهاله تقابل پایله کې د حافظې او تمرکز ستونزې.
- د خوب ګډوډي، چې د بدن لخوا د ځان رغولو او ترمیم وړتیا ګډوډوي.
اېناېچاېس خبرداری ورکوي چې دوامداره فشار کولی شي د زړه ناروغیو، هاضمې اختلالاتو او د اضطراب او خپګان په څېر د رواني روغتیا ستونزو رامنځ ته کېدو کې نقش ولري.
ایا فشار ګټور پرېوتی شي؟
په اروین کې د کالیفورنیا پوهنتون د څېړنې مرستیاله استاده ګلناز طبیبنیا وايي: "مقاومت یوازې داسې شی نه دی چې یو کس یې لري یا یې نه لري - دا یو مهارت دی چې د وخت په تېرېدو سره رامنځ ته کېدای شي."
هغه زیاتوي له ننګونو څخه په څنګ د تېرېدو پر ځای له هغو سره په فعاله توګه ښکېلتیا د مقاومت رامنځ ته کولو سره مرسته کوي.
ډاکتره طبیبنیا پر دې نظر ده چې کله خلک فشار د زیان اړونکې پدېدې پر ځای ګټوره ښکارنده ګڼي، نو د دوی د فزیولوژیکي فشار غبرګون کمېږي. ذهنیت کې یو ساده بدلون کولی شي چې حیرانوونکی کار وکړي، اضطراب راکم او ادراکي فعالیت ته وده ورکړي.
نوموړې زیاتوي: "د دې پر ځای چې په غیر فعال ډول د فشار مخنیوی وشي، له هغه سره په فعاله توګه مقابله کول دماغ د راتلونکو فشارونو ښه اداره کولو ته چمتو کوي... دا په جېم (د بدن د ښکلا کلب) کې د سپورت په څېر دی: د وزن پورته کول فشار راوړي، خو پیاوړي کوي مو هم."
د فشار او اضطراب ترمنځ څه توپیر دی؟
بيبيسي له "اېنګزایټي یوکې" ادارې څخه چې بریتانیا کې یوه ملي خیریه موسسه ده او د اضطراب پر اختلالاتو د اخته اشخاصو ملاتړ کوي، د فشار او اضطراب ترمنځ د مهمو توپیرونه پوښتنه وکړه.
دوی ځواب راکړ چې فشار د کار قرارداد د پای ته رسېدو، د موټر چلولو د لیسانس امتحان، یا کومې بلې ازموینې په څېر د بهرني وضعیت پر وړاندې غبرګون دی. دا وړ فشار له ننګونې سره تړلی او کله چې مسله حل شي نو ورکېږي.
خو اضطراب بیا ان له کوم پېژندل شوي لامل پرته هم دوام موندی شي. اضطراب که څه هم یو عادي احساس دی چې د خطرناکو شرایطو پر مهال د خلکو په بیدار ساتلو کې مرسته کوي، خو هغه وخت لانجمنېږي چې ډېر شي یا د ورځني ژوند د ګډوډۍ لامل ګرځي.
فشار او اضطراب دواړه سمپاتیک عصبي سیستم فعالوي چې د بدن د "خرپ او ترپ" غبرګون مسوولیت لري او ګواښونو ته ځواب ویلو لپاره انرژي او بیداري زیاتوي.
دا په دې مانا ده چې دواړه به د زړه د ضربان زیاتېدو، خوله کېدو او لړزېدو په څېر علایم هم رامنځ ته کوي، خو د اضطراب اختلالات زیات او ډېر دوامداره وي.
'اېنګزایټي یو کې' د اضطراب او ویرې د شدیدو حملو اداره کولو لپاره د ساه اخیستلو تمرین وړاندیز کوي. په دې کې یو ساده خو ډېر اغېزناک تخنیک دا دی چې د ژورې ساه اخیستلو پر ځای اوږده ساه (بهر) وکښل شي. دا بدن ته د ارامۍ سېګنال ورکوي او عصبي سیستم په چټکۍ سره اراموي.
فشار څنګه په اغېزناک توګه اداره کړو؟
علمي څېړنو پر بدن باندې د فشار د زیان رسوونکو اغېزو کمولو لپاره د اغېزناک چلندي او کړنو اهمیت روښانه کړې دی.
مالومه شوې چې فزیکي تمرین د فشار هورمونونه کموي او د انسان طبعیت جوړوي، د حواسو تمرکز او مراقبه کولی شي له مغزو سره د ارامۍ بیا موندلو کې مرسته وکړي، او څېړنې ښيي چې ټولنیزه ډاډینه د عاطفي مقاومت په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.
ډاکتره طبینیا د پاملرنې، مننې او مهربانۍ پر اهمیت ټینګار کوي. هغه وايي د دې ترڅنګ د فزیکي تمرین، بهر وخت تېرولو او له کورنۍ او ملګرو سره د ټولنیزې راشه درشې په څېر هغه تګلارې هم مهمې دي چې له عملي پلوه یې ملاتړ دی دی.
لندن کې د تمرکز یوه روزونکې او د "7Breath '' بنسټ اېښودونکې یوکي د جامع چلند پر اهمیت ټینګار کوي.
هغه وايي: "د فشار مدیریت یوازې ارامي نه ده. دا د ژوند د یوه داسې بڼې رامنځ ته کول دي چې ستاسو د رواني او فزیکي هوساینې ملاتړ کوي. کله چې تاسو خپلې روغتیا ته لومړیتوب ورکړئ، نو د فشار اداره کول اسانېږي."
یوکي پاملرنه، خوب، حرکت او تغذیه د فشار د مدیریت اړینې برخې بولي.
نوموړې وايي "ستاسو د کولمو مایکروبیوم د فشار په اداره کولو کې پام وړ رول لوبوي. د صحي خوړو غوراوي ته لومړیتوب ورکول ټولیزې روغتیا لپاره ډېر مهم دي."
د یوکي په وینا د فشار مدیریت چټک حل نه دی - دا ورځني عادتونه دي چې د مقاومت ملاتړ کوي.
فشار څنګه پر ځواکمنتیا اړولی شو؟
زموږ کارپوهان وايي چې فشارونه د ژوندانه برخه ده خو دا حتمي نه ده چې څوک دې ترې خامخا رنځ یوسي.
مطالعاتو موندلي هغه اشخاص چې ذهنیت یې له ډېرېدونکي فشار سره عیار کړی، ښه غبرګون ښيي او غوره عاطفي هوساینه تجربه کوي.
د 'هارورډ بزنس ریویو' مجلې د څېړنې له مخې فشار ته د ګواښ پرځای د ننګونې په سترګه کتل کولی شي پر بدن باندې د هغه اغېزې پاموړ بدلې کړي.
ډاکټر طبیبنیا وايي: "کله چې څوک فشار د زیان رسوونکي پر ځای ګټور وګڼي، د دوی د فیزیولوژیکي فشار غبرګون کمېږي. "
د نوموړې په وینا "افراد په شعوري ډول د فشار په اړه د خپل لید په بدلولو سره کولی شي ننګونې شخصي ودې او مقاومت لپاره پر فرصتونو واړوي."