تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه سړی چې ایران کې پر "ملي انټرنېټ " جوړولو پښېمان دی
ایران کې د ملي انټرنېټ په نوم د شبکې یو جوړوونکی انجینر له بي بي سي سره خبرو کې وايي، دې پروژه کې د خپل رول او اوس ترې د کار اخیستلو له امله خواشینی دی.
د هغه په خبره، دوی دا کار د دې لپاره وکړ چې د هېواد امنیت وساتي، نه دا چې د خلکو وژلو لپاره وکارول شي.
دا سړی چې له ایران بهر ژوند کوي د ځانخوندیتوب لپاره یې په بدل نوم اندره یادوو.
نوموړی ایران کې د حکومت له خوا د انټرنېټ نړیوال جال سره د خپلو وګړو د اړیکو پرېکولو ته په اشارې وايي: "ډېر خپه یم ".
د تېلو بیې ګرانېدو پسې د پراخو مظاهرو له امله ایران کې له نږدې پنځو ورځو راهیسې خلک انټرنېټ نه لري.
د انټرنېټ د دې پرېکولو له امله د ایران کورنۍ شبکې ته د اطلاعاتو د تبادلې لېږدول ممکن شوي دي.
اندره له بي بي سي سره مرکه کې زیاتوي: موږ د دې لپاره دا کار وکړ چې د هېواد امنیت ټینګ کړو، نه د اچې زموږ لاسته راوړنه د خلکو د وژلو لپاره وکارېږي.
د ایران حکومت د ملي اطلاعاتو شبکې جوړولو طرحه له سایبري بریدونو د خوندیتوب، د بیو د کموالي او د انټرنېتي کار روزګار د زیاتېدو دلیل باله.
یوازې ایران نه دی چې کورنۍ شبکه لري او د خبرونو سانسور هم یوازنۍ انګېزه نه ده چې د دې شبکې جوړولو لامل وبلل شي.
د کورنیو اطلاعاتو او سوداګریزو رازونو د امنیت خوندیتوب او د دې امکان مخنیوی چې امریکا اطلاعات ترویت کړي، هغه نورې انګېزې دي چې د ملي شبکې جوړول توجیه کړي.
خو ډېری څارونکي وايي، ایران کې د اطلاعاتو ملي شبکه د سانسور لپاره جوړه شوې ده.
اندره د انټرنېټ پرې کېدو او له ملي انټرنېټ د کارېدنګ په هکله وايي: دا سړی ډېر ناراموي.
د ایران د ملي انټرنېټ پروژې دا پخوانی انجینر په دې باور دی چې پخواني همکاران یې هم ورته نظر لري:
"دوی هم دا احساس لري او غواړي له هېواد ووځي، دوی هم نه غوښتل چې ایران کې پاتې شي ".