تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له افغانستانه د تورخم له لارې ۲۸ پاکستاني محصلانو ته د اوښتو اجازه ورکړل شوه
لږ تر لږه ۲۸ پاکستاني محصلانو ته نن اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې پاکستان ته واوړي. دا لومړۍ جوپه ده او ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې نور هم د تورخم له لارې واوړي.
دغو محصلانو بيبيسي ته ویلي چې نن تورخم ته تللي وو او طالب چارواکو هم منلې چې دې محصلانو ته اجازه ورکول شوې ده.
د طالبانو حکومت کې د سرحدي پولیسو ویاند بيبيسي ته ویلي، د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو په اړه اوازې بېبنسټه دي او یوازې د کوزې پښتونخوا هغو محصلانو ته چې افغانستان کې بند پاتې وو، خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شوې ده.
عابدالله فاروقي وايي، "د تورخم د دروازې وضعیت د پخوا په شان دی. تر اوسه نهده خلاصه شوې، له ټولو مساپرو او هېوادوالو هیله کېږي چې تورخم ته دې د اوښتو په هیله نه ورځي."
د پاکستاني محصلانو یوه استازي هم ویلي چې دوی ته له دروازې د اوښتو اجازه ورکړل شوې ده.
دغه محصل وايي، "دا مهال په تورخم کې ولاړ یو، د افغانستان د دولت له خوا موږ ته اجازت راکړل شوی دی. د پاکستان لوري ته د اوښتو تلاشۍ ته ولاړ یو چې خیبر پښتونخوا ته واوړو."
یوه اونۍ وړاندې، افغانستان کې یوشمېر ایسارو پاکستاني محصلانو ویلي وو، چې د ژمي رخصتۍ کې دوی افغانستان کې بند پاتې دي او پاکستان کې خپلو کورنیو ته د ستنېدو لپاره یې د اوښتو لارې تړل شوې دي.
افغانستان کې ایسار پاکستاني محصلانو ویلي وو، مخکې به له ازموینو وروسته خپلو کورونو ته تللی شول، خو اوس درې میاشتې کېږي چې د تګ-راتګ لارې تړل شوې او دوی یوازې پر انټرنېټ له خپلو کورنیو سره اړیکه نیولی شي.
۲۵ کلن شاهفیصل چې د طب محصل دی، ویلي وو مور او پلار یې ډېر یادېږي او هیله لري چې د ژمي رخصتیو کې پاکستان کې خپلې کورنۍ ته ولاړ شي.
پاکستان د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۱۱مه د طالبانو حکومت سره له نښتو وروسته پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ ټولې لارې وتړلې.
له پاکستان سره تېر کال د افغانستان راکړه ورکړه ۴۰ سلنه کمه شوې
دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي وو، د تېرو دوو کلونو پرتلیز ارقام ښيي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه کمه شوې ده.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت (د جنورۍ پر لسمه) ویلي وو، چې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه ۴۶۱ میلیارد ډالرو ته رسېده، خو تېر کال (۲۰۲۵) کې ۱ اعشاریه ۷۶۶ میلیارد ته راکښته شوې ده.
د دغو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د ټیټېدو تر ټولو لوی لامل پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ لارو تړل کېدل ښودل شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي وو چې افغانستان ۲۰۲۴ کال کې پاکستان ته د ۸۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او برعکس د ۱ اعشاریه ۶۴۴ میلیارد ډالره واردات درلودل، خو تېر کال د افغانستان صادارت ۵۰۵ میلیون او واردات ۱ اعشاریه ۲۶۱ میلیارد ډالرو ته راکم شوي دي.
یوه ورځ ورمخکې پاکستاني رسنیو د رسمي شمېرو په حواله ویلي و چې د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمايي کې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۴ کال د همدې مودې پرتله ۵۳ سلنه غورځېدلې ده.
دې نېشن پاکستانۍ ورځپاڼې تېره ورځ د "رسمي سرچینو" په حواله خپاره کړي رپوټ کې ویلي وو چې د ۲۰۲۴ کال دویمه نیمايي کې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ راکړه ورکړه ۱ اعشاریه ۲۶ میلیارد ډالرو ته رسېده، خو په ۲۰۲۵ کال کې ۵۹۴ میلیون ډالرو ته راکښته شوې.
پاکستاني چارواکو هم د دغه کمښت لامل پر ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ او تګ راتګ لارو تړل کېدل بللي.
پاکستان د خپل تېر مالي کال لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د ۷۵۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې سږکال ۳۳۶ میلیون ډالرو ته کم شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تېره اونۍ اعلان وکړ چې "له ستونزو او [له پاکستان سره] د سوداګریزو لارو له تړل کېدو" سره سره، په ۲۰۲۵ کال کې د دغه هېواد سوداګري "غوړېدلې" ده.