تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانوۍ امپراتورۍ څنګه د عکاسۍ په مرسته هند طبقهبندي کړی و؟
په هند کې د بریتانوي امپراتورۍ لپاره د ۱۹مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې عکاسي د پېژندنې او طبقهبندۍ له تر ټولو اغېزناکو وسایلو وګرځېده.
یو نوی نندارتون چې "ټایپکاسټینګ: د هند د خلکو عکاسي (۱۸۵۵–۱۹۲۰)" نومېږي او د ډیلي مېشتې هنري ګالرۍ ډاګ لهخوا جوړ شوی، نږدې ۲۰۰ بېساري انځورونه یې سره راټول کړي دي. دا هغه دوره وه چې کامره د ټولنو د وېشلو، د هویتونو ټاکلو او د هند پر پېچلو ټولنیز توپیرونو د پوهېدو لپاره استعماري حکومت د پوهېدو په موخه کاروله.
دا نندارتون د هغه وخت ۶۵ کلنه موده رانغاړي، د هند پراخه انساني جغرافیه انځوروي: لکه په شمال ختیځ کې د لیپچا او بهوتیا له ټولنو تر شمال لوېدیځ اپریدي قبیلو پورې؛ په نیلګیري غرونو کې د ټودا له خلکو تر لوېدیځ هند د پارسي او ګوجراتي اشرافو پورې.
نندارتون همداراز هغو کسانو ته هم پام وراړوي چې د استعماري ټولنیز جوړښت په ټیټو پوړونو کې حساب شوي وو، لکه نڅاګرې ښځې، کرنیزکارګران، نایان او مارنیوونکي.
دې انځورونو یوازې د هند رنګارنګي نه ثبتوله، بلکې د خلکو د ژوند بدلونونه او جریانونه یې ثبت کړل.
دا نندارتون د تاریخپوهې سودهېشنا ګوها لهخوا ترتیب شوی او په ځانګړي ډول له لویو پاڼو ګټه اخلي چې همدا پخواني تصویرونه پرې لګول شوي دي.
دا یوه اغېزناکه اته جلدي د عکاسي سروې وه چې د ۱۸۶۸ او ۱۸۷۵ کلونو ترمنځ خپره شوې وه. له همدې مرکزي ټولګې نندارتون پراخېږي او د هغه وخت د مشهورو عکاسانو لکه سموئل بورن، لالا دین دیال، جان برک او د شېپرډ او رابرډسن Shepherd & Robertson (د هغې زمانې د عاکسۍ سټوډیو) د البومېن او سلور-جیلاتین چاپونه هم پکې شامل دي. د دغو عکاسانو انځورونو د هغه وخت د بصري ژبې په جوړولو کې غوښنه برخه درلوده.
د ډاګ اجرایوي مشر اشیش انند وایي:
"دا ټولګه په ګډه د اتنوګرافیک عکاسۍ (د قومونو د څېړنې لید) تاریخ او پر بریتانوي ادارې او هندي وګړو د هغې اغېز بیانوي. دا یوه داسې پروژه ده چې د اندازې او ژورتیا له پلوه تر دې وړاندې هېڅکله هم په هند کې نهده لیدل شوې."
د همدې نندارتون له انځورونو یې ځېنې دلته لېدلی شئ: