تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په "مناسب وخت" کې د ځواب ویلو ګوتڅنډنه کړې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په ننګرهار او پکتیکا ولايتونو کې پر "ملکي سيمو" د پاکستان وروستي بریدونه چې په وینا یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکيانو ته په کې مرګژوبله اوښتې، غندلي او په "مناسب وخت" کې د ځواب ويلو ګوتڅنډنه یې کړې ده. د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت وړاندې په افغانستان کې د بریدونو په تړاو ویلي وو، "د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو او د دوی د متحد اسلامي دولت خراسان ډلې سره تړلو وسله والو اووه پټنځایونه په نښه کړي دي."

لنډیز

  • پاکستان وايي په افغانستان کې یې د "ترهګرو پټنځايونه" په نښه کړي دي
  • په افغانستان کې ځايي سرچينې وايي، بریدونه په پکتيکا او ننګرهار ولايتونو کې شوي
  • ويل کېږي د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ، د ننګرهار ولایت په خوګياڼو، بهسودو او غني خېلو ولسواليو کې بریدونه شوي
  • په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد وايي د ښځو او ماشومانو په ګدون لسګونه کسان وژل شوي

ژوندی پوښښ

  1. د ننګرهار ګردي‌کڅ کې د پاکستان له هوايي‌ برید وروسته وضعیت

  2. وروستی, د ننګرهار ګردي‌کڅ کې د پاکستان هوايي برید؛ د ۵ کسانو لټون لا روان دی

    د ننګرهار د بهسودو په ګرډي‌کڅ کې تېره شپه پر یوه کور د پاکستان په هوايي برید کې د ۱۳ وژل شویو کسانو جنازه او د ښخولو چارې روانې دي.‌

    په افغانستان کې د بي‌بي‌سي خبریال یما بارز وايي،‌ د دې کورنۍ د ۵ نورو غړو لټون لا روان دی.

    چارواکو ویلي، په دغه برید کې د یوې کورنۍ ۱۸ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.‌

    پر بهسودو سربېره د ننګرهار په خوګیاڼیو او غني خېلو او همدا راز د پکتیکا په برمل او اورګون کې هم تېره شپه هوايي بریدونه شوي، خو ویل کېږي هلته مرګژوبله نه دی اوښتې.

  3. ډاکتر عبدالله: بریدونه "د بې ثباتۍ او د کړکیچ د پراختیا لامل ګرځي"

    د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رئیس ډاکتر عبدالله پر خپله ایکس پاڼه خپاره کړي پیغام کې لیکلي: "پر افغانستان، د پاکستان له لوري د تېرې شپې ترسره شوي بریدونه د ژورې اندېښنې وړ بولو او په کلکه یې غندو."

    هغه زیاته کړې چې "دا ډول اقدامات د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف دي، چې د بې ثباتۍ او د کړکیچ د پراختیا لامل ګرځي."

    ښاغلي عبدالله لیکلي: "بمبارد، د ملکي وګړو هدف ګرځول او تاوتریخوالی د حل لاره نه ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل غوره لاره خبرې اترې دي."

  4. وروستی, حامد کرزی: د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندم

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي او دا یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې ده.

    د ښاغلي کرزي له خوا پر فېسبوک یوه پوسټ کې لیکل شوي، "د شهيدانو کورنیو ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او زخميانو ته د سملاسي روغتيا دعا کوي."

    حامد کرزي یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې "د افغانستان په هکله خپلو پالیسو باندې بیاکتنه وکړي او د ښه ګاونډیتوب او متمدن لاره اختيار کړي."

  5. ننګرهار کې د پاکستاني پوځ د تېرې شپې بریدونو ځينې عکسونه

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي پر ننګرهار او پکتيکا ولایتونو د پاکستان بریدونو کې لسګونه "ملکي کسانو" ته مرګژوبله اوښتې ده.

    د ځايي چارواکو په وینا يوازې د ننګرهار ولایت په بهسودو کې پر یوه کور برید کې ۱۷ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

    پاکستان بيا وايي، "د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو او د دوی د متحد اسلامي دولت خراسان ډلې سره تړلو وسله والو اووه پټنځایونه یې په نښه کړي دي."

  6. د ننګرهار په بهسودو کې پر یوه کور برید کې ۱۷ تنه وژل شوي

    د افغانستان ختيځ ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په يوه کور د پاکستان هوايي برید له کبله د لږترلږه ۱۷ تنو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

    د طالبانو حکومت د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست امر قريشي بدلون وايي، په وژل شویو کې ۱۱ تنه ماشومان دي، پاتې شپږ تنه مېرمنې او نارينه دي.

    ويل کېږي، د استوګنې کور په بشپړه توګه له منځه تللی اوس د مړو ايستلو هڅې روانې دي.

    د ښاغلي بدلون په وینا پنځه تنه ټپيان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

  7. وروستی, پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په "مناسب وخت" کې د ځواب ویلو ګوتڅنډنه کړې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په ننګرهار او پکتیکا ولايتونو کې پر "ملکي سيمو" د پاکستان وروستي بریدونه چې په وینا یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکيانو ته په کې مرګژوبله اوښتې، غندلي او په "مناسب وخت" کې د ځواب ويلو ګوتڅنډنه یې کړې ده.

    د یاد وزارت د ویاند عنايت الله خوارزمي له خوا پر اېکس خپره شوې اعلامیه کې راغلي، "د ملي دفاع وزارت د افغانستان د ملي حريم دغه ښکاره نقض او جنايت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړيوالو قوانينو، د ګاونډيټوب اصولو او اسلامي ارښتونو ښکاره سرغړونه بولي".

    په اعلاميه کې ويل شوي چې "د ملي دفاع وزارت د هېواد حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسوليت ګڼي او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي".

    د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت وړاندې په افغانستان کې د بریدونو په تړاو ویلي وو، "د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو او د دوی د متحد اسلامي دولت خراسان ډلې سره تړلو وسله والو اووه پټنځایونه په نښه کړي دي."

  8. وروستی, عبدالسلام ضعيف د پاکستان بریدونه له "نړيوالو اصولو سرغړونه او جنايت بللی"

    په پاکستان کې د طالبانو حکومت د تېرې دورې سفیر عبدالسلام ضعيف د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه "د اسلام، ګاونډيتوب، نړيوالو اصولو سرغړونه او جنایت"بللی دی.

    نوموړي پر اېکس خپاره کړي پوسټ کې لیکلي، "د ننګرهار په بهسودو او د هېواد په نورو سيمو کې پر ملکي خلکو د پاکستان بمباري چې د هېواد ګڼ شمېر ښځې، ماشومان او سپين ږيري په کې شهيدان شوي د هېواد پر حريم د تجاوز سره سره ناروا، کرغېړن او بزدلانه عمل دی".

    ښاغلي ضعيف ليکلي، پاکستان د خپلې ناکامۍ او دننه ستونزو په بدل کې "بېګنا خلک" په نښه کوي.

  9. وروستی, پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونه؛ مجاهد وايي د پاکستان پوځ "امنیتي کمزوري په همداسې جنایاتو جبرانوي"

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي بريدونه غندلي دي. نوموړي پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلي، "پاکستانۍ خاصې نظامي حلقې یو ځل بيا پر افغان خاوره تجاوز وکړ".

    مجاهد ليکلي، "تېره شپه یې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې زموږ ملکي هېوادوال بمبار کړل، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لسګونه کسان شهيدان او ټپيان کړل".

    نوموړي ويلي، "پاکستاني جنرالان په خپل هېواد کې امنیتي کمزوري په همداسې جناياتو جبرانوي."

    پاکستان تېره شپه د افغانستان په پکتيکا او ننګرهار ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل. د دغه هېواد د اطلاعاتو او نشراتو د وزارت له مخې پوځ یې "په سرحدي سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو او د دوی د متحد اسلامي دولت خراسان ډلې سره تړلو وسله والو اووه پټنځایونه په نښه کړي دي."

    د یاد وزارت لخوا پر اېکس کې خپرې شوې اعلامیې د پاکستان وروستيو بریدونو ته اشاره کړې او ادعا شوې چې، "پاکستان قوي شواهد لري چې وسله وال دا ترهګریز بریدونه په افغانستان کې د دوی د مشرتابه او د هغوی د سرپرستانو په امر ترسره کوي."

  10. وروستی, ننګرهار کې د مرګژوبلې خبرونه

    د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار کې ولایتي چارواکو بي بي سي ته ویلي، د بهسودو ولسوالۍ ګردي کڅ سیمه کې د شهاب الدین په نوم د یوه کس کور په نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا شل تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.

    د دغه کورنۍ یو غړی وايي، "هرڅه مې ولاړل، بچې مې ولاړل، ورور او وېندار مې ولاړل او پېغلې لوڼې مې مړې شوې."

    عیني شاهدانو ویلي ماښام ناوخته دغه کور د هوايي برید نښه وګرځېد.

    د بهسودو تر څنګ د ننګرهار ولایت په خوګياڼو او غني خېلو ولسواليو کې هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي.

  11. پکتيکا کې څه پېښ شوي

    په پکتیکا کې د طالبانو حکومت يوه سرچینه وايي، د شپې شاوخوا يوولس نیمې بجې د دغه ولایت د برمل ولسوالۍ په يوه ديني مدرسه هوايي برید کې د ودانۍ ځينو برخو ته زيان اوښتی دی.

    دغه کس وايي، د روژې مياشتې له کبله مدرسه رخصت وه چې له همدې امله په کې چا ته ځاني زيان نه دي اوښتی.

    بي بي سي ته په رسېدلو ویډيوګانو او پر ټولنيزو رسنیو خپرو شويو عکسونو کې ښکاري چې د مدرسې د يوې برخې تر څنګ کتابونو ته هم زيان اوښتی دی.

  12. د افغانستان په دغو سيمو کې په داسې حال کې بريدونه شوي چې د شنبې په ورځ د خيبرپښتونخوا په بنو کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګي برید کې د يوه ډګرمن په ګډون دوه تنه ووژل شول.

    پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې پر پاکستان بریدونه له افغان خاورې پلانېږي خو د طالبانو حکومت په ځلونو دا تورونه رد کړي او وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

    په دې وروستيو کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ په ظاهرا له همدې کبله اړیکې ترینګلې شوې دي.

    پاکستان د تېر کال اکتوبر میاشتې لومړیو کې په کابل او پکتیکا کې هوايي بريدونه وکړل چې موخه یې د پاکستاني طالبانو په نښه کول ياد کړي وو.

    طالبانو دغو بریدونو ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو په بریدونو ځواب ورکړ.

    د دواړو خواو ترمنځ نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته او له هغه راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ سودارګري په ټپه درېدلې ده.

  13. وروستی, پاکستان وايي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې په افغانستان کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

    د دغو بريدونو په تړاو د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ويلي، پوځ یې "په سرحدي سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو او د دوی د متحد اسلامي دولت خراسان ډلې سره تړلو وسله والو اووه پټنځایونه په نښه کړي دي."

    د یاد وزارت لخوا پر اېکس کې خپره شوې اعلامیې د پاکستان وروستيو بریدونو ته اشاره کړې او ادعا شوې چې، "پاکستان قوي شواهد لري چې وسله وال دا ترهګریز بریدونه په افغانستان کې د دوی د مشرتابه او د هغوی د سرپرستانو په امر ترسره کوي."

    د بیان له مخې، "پاکستان په مکرر ډول د افغان طالبانو له حکومت غوښتي چې د ترهګرو ډلو او بهرنیو نيابتي عناصرو لخوا په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي لپاره د پاموړ ګامونه پورته کړي، خو ، د افغان طالبانو حکومت د دوی په وړاندې کوم اغېزمن اقدام نه دی کړی."

    په تېر کې هم پاکستان د پلازمېنې کابل په ګډون په يو شمېر ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي چې په وینا یې په دغو بریدونو کې یې هغه کسان په نښه کړي چې په پاکستان کې په بریدونو کې لاس لري.

    د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي تل داسې تورونه لګولي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي او د پاکستان حکومت تورنوي چې د داعش خراسان ډلې ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

  14. وروستی, د افغانستان په څو سيمو کې هوایي بریدونه شوي دي

    د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار ولايتونو کې د طالبانو حکومت ځايي سرچينې وايي، پاکستاني پوځ له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د دغو ولايتونو په يو شمېر سيمو کې هوايي بریدونه کړي چې په وینا یې ملکي کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

    سرچينو بي بي سي ته ويلي، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ، د ننګرهار ولایت په خوګياڼو، بهسودو او غني خېلو ولسواليو کې بریدونه شوي دي.

    د سرچينو په وینا په بهسودو ولسوالۍ کې د مرګژوبلې وېره ډېره ده. په غني خېلو ولسوالۍ کې يو کور په نښه شوی چې ویل کېږي هلته هم مرګژوبله اوښتې ده.

    د مرګژوبلې کره شمېر لا نه دی معلوم. په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو لا په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ويلي.