په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد وايي د ښځو او ماشومانو په ګدون لسګونه کسان وژل شوي
ژوندی پوښښ
وروستی, د ننګرهار ګرديکڅ کې د پاکستان هوايي برید؛ د ۵ کسانو لټون لا روان دی
د عکس سرچینه، BBC
د ننګرهار د بهسودو په ګرډيکڅ کې تېره شپه پر یوه کور د
پاکستان په هوايي برید کې د ۱۳ وژل شویو کسانو جنازه او د ښخولو چارې روانې دي.
په افغانستان کې د بيبيسي خبریال یما بارز وايي، د دې
کورنۍ د ۵ نورو غړو لټون لا روان دی.
چارواکو ویلي، په دغه برید کې د یوې کورنۍ ۱۸ کسان وژل
شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
پر بهسودو سربېره د ننګرهار په خوګیاڼیو او غني خېلو او
همدا راز د پکتیکا په برمل او اورګون کې هم تېره شپه هوايي بریدونه شوي، خو ویل کېږي هلته
مرګژوبله نه دی اوښتې.
وروستی, پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په "مناسب وخت" کې د ځواب ویلو ګوتڅنډنه کړې
د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په
ننګرهار او پکتیکا ولايتونو کې پر "ملکي سيمو" د پاکستان وروستي بریدونه چې په وینا یې د ښځو او
ماشومانو په ګډون لسګونه ملکيانو ته په کې مرګژوبله اوښتې، غندلي او په "مناسب وخت" کې د ځواب ويلو ګوتڅنډنه یې کړې ده.
د یاد وزارت د ویاند عنايت الله خوارزمي له خوا پر اېکس
خپره شوې اعلامیه کې راغلي، "د ملي دفاع وزارت د افغانستان د ملي حريم دغه ښکاره نقض
او جنايت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړيوالو قوانينو، د ګاونډيټوب اصولو او اسلامي
ارښتونو ښکاره سرغړونه بولي".
په اعلاميه کې ويل شوي چې "د
ملي دفاع وزارت د هېواد حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل
شرعي او ملي مسوليت ګڼي او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری
ورکوي".
د
پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت وړاندې په افغانستان کې د بریدونو په تړاو ویلي وو، "د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو او د دوی د
متحد اسلامي دولت خراسان ډلې سره تړلو وسله والو اووه پټنځایونه په نښه کړي دي."
وروستی, عبدالسلام ضعيف د پاکستان بریدونه له "نړيوالو اصولو سرغړونه او جنايت بللی"
د عکس سرچینه، Getty Images
په پاکستان کې د طالبانو حکومت د تېرې دورې سفیر عبدالسلام ضعيف د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه "د
اسلام، ګاونډيتوب، نړيوالو اصولو سرغړونه او جنایت"بللی دی.
نوموړي پر اېکس خپاره کړي پوسټ کې لیکلي، "د ننګرهار په بهسودو او د هېواد په نورو سيمو کې پر ملکي خلکو د پاکستان
بمباري چې د هېواد ګڼ شمېر ښځې، ماشومان او سپين ږيري په کې شهيدان شوي د هېواد پر
حريم د تجاوز سره سره ناروا، کرغېړن او بزدلانه عمل دی".
ښاغلي ضعيف ليکلي، پاکستان د خپلې ناکامۍ او دننه ستونزو
په بدل کې "بېګنا خلک" په نښه کوي.
وروستی, پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونه؛ مجاهد وايي د پاکستان پوځ "امنیتي کمزوري په همداسې جنایاتو جبرانوي"
د عکس سرچینه، Reuters
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد
د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي بريدونه غندلي دي. نوموړي پر اېکس يوه پوسټ
کې ليکلي، "پاکستانۍ خاصې نظامي حلقې یو ځل بيا پر افغان خاوره تجاوز
وکړ".
مجاهد ليکلي، "تېره شپه یې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې زموږ ملکي هېوادوال بمبار
کړل، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لسګونه کسان شهيدان او ټپيان کړل".
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې پر پاکستان بریدونه له افغان خاورې پلانېږي خو د طالبانو حکومت په ځلونو دا تورونه رد کړي او وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.
په دې وروستيو کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ په ظاهرا له همدې کبله اړیکې ترینګلې شوې دي.
پاکستان د تېر کال اکتوبر میاشتې لومړیو کې په کابل او پکتیکا کې هوايي بريدونه وکړل چې موخه یې د پاکستاني طالبانو په نښه کول ياد کړي وو.
د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي تل داسې تورونه لګولي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي او د پاکستان حکومت تورنوي چې د داعش خراسان ډلې ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.