تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیلو کې د امریکا سفیر ته ولې اسلامي نړۍ غوسه ده؟
په اسرائیلو کې د امریکا سفیر مایک هکابي د هغه څرګندونو له امله د اسلامي هېوادونو له سخت غبرګون سره مخ شوی چې په کې یې ویلي وو، اسرائیل حق لري چې د منځني ختیځ د لویې برخې کنټرول ترلاسه کړي. خو له غبرګونونو وروسته نوموړي هڅه کړې چې دا ټوله موضوع له دسیسهيي نظریو سره وتړي.
ترکیې او ۱۳ نورو اسلامي هېوادونو د امریکايي سفیر دغه څرګندونې وغندلې. هکابي ویلي وو، که اسرائیل د نېول شوي لوېدیځې غاړې او د نورو عربي هېوادونو تر واک لاندې سیمې هم ونیسي نو په دې کې کومه ستونزه نشته.
خو اصلي کیسه څه ده او امریکايي سفیر ولې دا ډول څرګندونې وکړې؟
د مایک هکابي هغه څرګندونې چې اسلامي هېوادونو کې یې اندېښنه راپارولې
مایک هکابي د شنبې پر ورځ د ښي اړخي سیاسي فعال او شنونکي ټکرکارلسن سره په یوه مرکه کې وویل:
"اسرائیلو ته د منځني ختیځ د یوې لویې برخې د کنټرول حق په اسماني کتابونو کې ورکړل شوی دی."
د مرکې پر مهال کارلسن له هکابي وپوښتل چې ولې یې د عیسویانو د سپېڅلي کتاب " پخوانۍ عهد نامه " د "پیدایښت" کتاب ته اشاره وکړه او ایا هغه باور لري چې منځنی ختیځ د اسرائیلو حق دی؟
هکابي په ځواب کې وویل: "که هغوی هر څه ونیسي نو په دې کې کومه ستونزه نشته."
کارلسن وویل، هکابي د "پیدایښت" کتاب ۱۵م څپرکي ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي خدای له ابراهیم (ع) سره ژمنه کړې وه چې د هغه اولاد به د فرات له سیند (چې اوسنی عراق او سوریه ترې تېرېږي) تر د نیل سیند (په مصر کې) پورې د ځمکې وارثان وي.
کارلسن بیا پوښتنه وکړه: "تاسو د جنسیس یا د پیدایښت ۱۵م باب ته اشاره کوئ چې له نیل تر فرات پورې ځمکې یادوي. په دې کې اوسنی اسرائیل، اردن، سوریه، لبنان، ان د سعودي عربستان او د عراق ځینې برخې هم راځي. نو ایا تاسو باور لرئ چې اسرائیلو ته د دې ټولې سیمې واک ورکړل شوی؟"
هکابي وویل، هغه نه پوهېږي ایا دا ټول هېوادونه په کې شامل دي که نه خو دا یوه ډېره لویه سیمه ده.
کارلسن بیا وپوښتل: "نو ایا خدای دا ځمکه یهودیانو ته ورکړې وه که نه؟ تاسو وایئ چې ورکړې یې ده. دا څه معنا لري؟ ایا هغوی پر دې ځمکه حق لري؟"
هکابي یو ځل بیا وویل: "که هغوی ټولې سیمې ونیسي، نو کومه ستونزه نشته."
مایک هکابي یو انجیلي عیسوی دی او هغه د اسرائیلو سخت ملاتړی بلل کېږي.
"فلسطین یا کومه بله اشغال شوې عرب ځمکه د اسرائیل حق نهدی"
د امریکايي سفیر د څرګندونو په غبرګون کې اسلامي هېوادونو ویلي، دا ډول خبرې د سیمې د امن او ثبات لپاره جدي خطر پېښولی شي.
سعودي عربستان، ترکیه، قطر، پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډون ۱۴ اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاریو سازمان، عرب لیګ او د خلیج همکاریو شورا په یوه ګډه اعلامیه کې د امریکايي سفیر څرګندونې په کلکه وغندلې او پرې یې ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
په اعلامیه کې ویل شوي: "ټول هېوادونه باید دا ډول خطرناکې او پاروونکي څرګندونې په ښکاره رد کړي. دا خبرې نه یوازې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو ښکاره سرغړونه ده، د سیمې د امنیت او ثبات لپاره هم جدي ګواښ بلل کېږي."
اسلامي هېوادونو دا هم ویلي چې:
"دا ډول څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه ټولیز پلان سره په ټکر کې دي چې د غزې د شخړې د پای ته رسولو لپاره وړاندې شوی او په کې د فلسطیني ولس لپاره د یوه خپلواک دولت د جوړېدو ضمانت ورکړل شوی."
په اعلامیه کې ټینګار شوی: "پر اشغال شوي فلسطین یا بلې هرې اشغال شوې عربي خاورې د اسرائیلو هېڅ حق نشته."
اسلامي هېوادونو دا هم روښانه کړې چې دوی د لوېدیځې غاړې د اسرائیلو له لوري د الحاق هره هڅه، له غزې تړانګې یې د جلا کولو پلان، په نیول شویو فلسطیني سیمو کې د مېشت ځایونو (ابادکارۍ) پراخېدل او د عربي هېوادونو د حاکمیت پر ضد هر ډول ګواښ په ښکاره ردوي.
د امریکايي سفیر وضاحت
- د اسلامي هېوادونو له سخت غبرګون وروسته، مایک هکابي پر اېکس (پخوانی ټویټر) یوه لیکنه خپره کړه. هغه وویل، ده تمه نه لرله چې ټکرکارلسن به ترې دومره اوږدې پوښتنې وکړي او په خبرو کې داسې ښکاره شي لکه وایي چې "د نن زمانې یهودیان د بایبل له یهودیانو سره توپیر لري."
هکابي وویل، اشکنازي یهودي کورنۍ له پېړیو راهیسې په اروپا کې مېشتې دي خو بیا هم دوی د اسرائیلو د یهودي نفوس لږکي جوړوي او سفاردي او مزراحي یهودیان تر هغوی ډېر دي.
هغه زیاته کړه، ټکرکارلسن یو داسې "دسیسهيي نظریه" خپروي چې د انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو له لارې پیل شوې ده. د امریکا سفیر ادعا وکړه چې دی مخکې له دې له دغه نظریې نهو خبر.
هکابي وویل، دا "دسیسهيي نظریه" ظاهراً په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو اسلامي حسابونو له لارې پیاوړې کېږي چې د "پاکستان او ترکیې په څېر له هېوادونو" چلول کېږي.
ده دا ادعا هم وکړه چې دغه نظریه د یهودیانو د ناقانونه ښودلو او د هغوی د تاریخي حقونو د انکار لپاره د وسیلې په توګه کارول کېږي.
هکابي وویل: "زه نه پوهېږم چې ټکر ولې دې موضوع ته دومره پاملرنه کوله او زه هېڅ ادعا نه کوم چې هغه د دې دسیسهيي نظریې له پیله خبر و. نه زه پوهېږم چې د هغه په زړه کې څه وو او نه دا چې هغه څه فکر کاوه."
له نیل سینده تر فرات د "لوی اسرائیل" تصور
د صهیونیزم بنسټګر تېودور هرتسل په اند، د "وعده شوې ځمکې" یا لوی اسرائیل په نقشه کې هغه سیمې شاملې دي چې مصر کې د نیل له سینده د عراق فرات سیند پورې غځېدلې دي. د دې تصور له مخې فلسطین، لبنان، اردن، عراق، ایران، سوریه، مصر، ترکیه او سعودي عربستان هم د لوی اسرائیل برخه بلل کېږي.
په ۱۹۴۷م کال کې ملګرو ملتونو د فلسطین د وېش پرېکړه تصویب کړه او دا سیمه یې په دوو جلا یهودي او عربي دولتونو ووېشله او بیت المقدس یې نړیوال ښار اعلان کړ.
وروسته د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر مناخم بېګن ویلي وو:
"د فلسطین وېش ناقانونه دی. بیت المقدس زموږ پلازمېنه وه او تل به وي او د اېرېتس اسرائیل پولې به د تل لپاره بېرته ورغول شي."
د "صهیونیزم ۲.۰: د نړیوال تمدن د بیا جوړولو موضوعات او وړاندیزونه" کتاب لیکوال اېډرین سټاین اسرائیل ټایمز ورځپاڼې کې لیکي چې د لوی اسرائیل معنا د بېلابېلو ډلو لپاره جلا جلا ده.
د هغه په وینا، په اسرائیلو او له هېواده بهر مېشتو یهودیانو لپاره د لوی اسرائیل اصطلاح عموماً تر لوېدیځې غاړې (د اردن سیند تر کرښې) پورې د اسرائیل حاکمیت ته ویل کېږي. په دې کې د تورات له مخې یهودیه او سامره او هغه سیمې هم شاملې دي چې د ۱۹۴۸م جګړې وروسته نېول شوې وې. همداراز سینا، شمالي اسرائیل او د ګولان لوړې هم په کې شمېرل کېږي.
له بيبيسي سره په پخوانۍ مرکه کې، د منځني ختیځ چارو څارونکې او په واشنګټن کې مېشته پالېسي شنونکې تقی نصيرات ویلي وو:
"د لوی اسرائیل تصور د اسرائیلي ټولنې په دننه کې ژور رېښې لري او له حکومت نېولې تر پوځ پورې د ټولنې ګڼ عناصر یې ملاتړي دي."
نوموړې وایي، ډېر اسرائیلیان باور لري چې د تورات او تاریخي حوالو له مخې دوی نه یوازې "له سینده تر سمندر"، بلکې "له سینده تر سینده پورې" د ځمکو حق لري؛ معنا له فرات تر نیل پورې او د دواړو ترمنځ ټولې سیمې.
خو د هغې په وینا، که څه هم د لوی اسرائیل تر شا اصلي تصور همدا کېدای شي، خو د ننني اسرائیل په سیاسي واقعیت کې یو عملي لیدلوری دا دی چې په کې هغه سیمې شاملې دي چې اسرائیل له اوږدې مودې راهیسې تر ولکې لاندې ساتلې دي، لکه لوېدیځه غاړه، غزه او د ګولان لوړې.
بل لور ته، د بریتانیا د برمنګهم پوهنتون د منځني ختیځ چارو کارپوه او د "کېنګ فیصل د څېړنو او اسلامي مطالعاتو مرکز" همکار عمر کریم د لوی اسرائیل نظریه "یوازې یو افسانوي تصور" بولي.
هغه بيبيسي ته ویلي، د یهودي مذهب له مخې لوی اسرائیل هغو لرغونو سیمو ته ویل کېږي چې په منځني ختیځ کې د عثماني امپراتورۍ برخه وې او یهودیان پکې اوسېدل.
د ده په وینا:
"کله چې بني اسرائیل له مصر راووتل، نو د هغوی مرکز فلسطین و او هلته مېشت شول."
نوموړی زیاتوي، اسرائیلي حکومت نن هم دغه سیمه د یهودیه ولایت برخه ګڼي او لوی اسرائیل ته هغه ټولې سیمې شاملېږي چې یهودیان په کې مېشت وو.
عمر کریم باور لري چې لوی اسرائیل یو ناعملي سوچ دی، خو زیاتوي چې په صهیونستي سیاست کې یې ډېر یادونه کېږي. د هغه په وینا، عملي سیاست کې اسرائیل هغه اشغال شوې سیمې، لکه لوېدیځه غاړه او غزه، خپل قلمرو ګڼي؛ خو که یوازې د "خیالي نقشې" خبره وشي نو لوی اسرائیل کې د عربي ټاپووزمې ځینې برخې، د نني سعودي عربستان، عراق، اردن او مصر ځینې سیمې هم شاملې بلل کېږي.
د "ژمنه شوې ځمکې" په اړه عمر کریم وایي، د حضرت یوسف (ع) په زمانه کې چې یهودیان په مصر کې مېشت وو، د هغوی اغېز او نفوذ له فلسطین تر بلاد شام (اوسنی سوریه) او د فرات تر ځینو سیمو پورې رسېده. هغه مهال عربي دولتونه موجود نه وو، نو د دوی اغېز پر پراخو سیمو خپور و. د ده په وینا، د لوی اسرائیل تصور هم له همدې تاریخي روایتونو سرچینه اخلي "چېرته چې د بني اسرائیلو اولاد اوسېدلی او لوی شوی، هغه ټولې سیمې زموږ د هېواد برخه دي."
خو هغه ټینګار کوي چې دا نظریه عملي کېدونکې نهده او نن سبا د لوی اسرائیل اصطلاح تر ډېره هغو اشغال شوو سیمو ته کارول کېږي چې فلسطین، لوېدیځه غاړه او غزه په کې شامل دي.