تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له کلونو وروسته د هغو سېلانیانو لپاره لومړنی لارښود کتاب خپور شو، چې افغانستان ته سفر کوي
پامیر غرونو ته له ختلو، نیولې بیا د واخان په لوړو کې له قرغیز کوچيانو سره د غرني مزل، بامیان ولایت کې د لرغونو مجسمو له لیدنې بیا په غور ولایت کې د جام مینار تر نندارې پورې رسېدل او لازمې لارښوونې هغه څه دي، چې د افغانستان سفر لېوالتیا لرونکو سېلانیانو لپاره د 'براد' په نامه خپرندویې ټولنې په یوه تازه خپاره کړي لارښود کې یې ژمنه شوې.
دا په تېرو شلو کلونو کې لومړنی ځل دی چې یوې معتبرې نړیوالې خپرندویې موسسې افغانستان ته ځانګړی سفرلارښود خپور کړی. همدې موسسې په ۲۰۰۳ کال کې د کابل لپاره د سفر لارښود هم خپور کړی و، چې د دوی په وینا هغه مهال د ګرځندویانو له تود هرکلي سره مخ شوی و.
سره له دې چې برېتانیا، د امریکا متحده ایالات او یو شمېر نورو هېوادونو د امنیتي اندېښنو له امله افغانستان ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی، یادې خپرندویې موسسې ویلي چې نوی لارښود ''ښځینه او نارینه مسافرو ته افغانستان ته د خوندي سفر زمینه برابروي.''
دغه ۳۰۰ مخیز کتاب چې ''افغانستان'' نومېږي، د فبرورۍ په ۲۰مه خپور شو. د کتاب لومړۍ برخه د افغانستان په اړه عمومي معلومات او عملي لارښوونې وړاندې کوي. دویمه برخه یې د کابل او نورو ولایتونو، په ځانګړي ډول د پامیر سیمې تاریخي ځایونه، لرغوني آثار او طبیعي منظرې معرفي کوي.
په دې لارښود کې د سیاحتي ځایونو ته د رسېدو لارې، د استوګنې او ژوند، ژواک ډول او له ځایي خلکو سره د اړیکو نیولو څرنګوالی په تفصیل سره بیان شوي دي.
براد سفر لارښودونو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا لارښود د مسلکي سلا مشورو او د سفر برخې د فعال لیکوال جیمز ولکاکس په همکارۍ چمتو شوی او دغه راز د سفر د برخې بل لیکوال دانا فاساروس نوم هم د دې کتاب د لیکوالانو په نوملړ کې شامل دی.
جیمز ولکاکس، چې د افغانستان چارو کارپوه بلل کېږي، لومړی ځل په ۲۰۰۸ کال کې افغانستان ته لاړ. ده له هغه وخته راهیسې تر اوسه سلګونه کلتوري سفرونه افغانستان ته تنظیم کړي او شاوخوا ۴۰ ځله یې دې هېواد ته سفر کړی دی.
دی د انټمډ بارډرز په نوم د سیاحتي شرکت بنسټګر دی. د دې شرکت په رسمي وېبپاڼه کې راغلي چې ولکاکس په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان ته د لومړي ډلهییز سکي سفر بنسټ کېښود. شرکت دغه راز ویلي چې نوموړی د افغانستان ماراتن بنسټګر هم و. دغه ماراتن د شپږو کلونو لپاره ترسره شو او تر اوسه په هېواد کې یوازینۍ ګډه 'د ښځو او نارینه وو' ورزشي سیالي بلل کېږي.
د افغانستان ښکلاوې، چې د اسانتیاو د نشتون له کبله ناليدلې پاتې دي
براد انسټیټیوټ په افغانستان کې د ګرځندوی ننګونو ته په اشارې سره وايي چې سېلانیان باید د امنیتي خطرونو د مخنیوي لپاره افغانستان ته له سفر کولو مخکې د امنیتي کارپوهانو سره مشوره وکړي: "له هغه شهرت سره سره چې افغانستان یې د امنیت لپاره لري، دا هېواد په نړۍ کې د ځینو خورا مېلمه پالو او هرکلی کونکو خلکو کور هم دی."
شرکت سېلانیانو ته مشوره ورکوي چې په افغانستان کې ډېر وخت تېر کړي، چې د دې هېواد له ټولنیزو او امنیتي شرایطو سره ځان بلد کړي او تطابق وکړي.
د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت د پراختیا لپاره د خپل چمتووالي په اړه خبرې کړې او بهرنیانو ته یې بلنه ورکړې چې هېواد ته سفر وکړي. حکومتي چارواکي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سېلانیانو لپاره هیڅ خطر نه شته.
که څه هم د بهرنیو نارینه او ښځینه سیلانیانو لوی شمېر له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي، افغانستان ته سفر کړی، د دوی شمېر هغومره لوړ نه دی لکه څنګه چې تمه کېده.
د طالبانو د حکومت دشمېر له مخې، په ۲۰۲۴ کې ۹۰۰۰ سېلانیانو افغانستان ته سفر وکړ او د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۳۰۰۰ نور سېلانیانوهلته تللي.
د دې بهرنیو سېلانیانو ډېری ویډیوګانې او تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي، چې پکې دوی د خپلو ښو او بدو تجربو په اړه خبرې کوي.
ځینو ښځینه سېلانیانو په هغو ویډیوګانو کې چې دوی شریکې کړې دي په افغانستان کې د خپل خوندیتوب په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.