تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا او ایران کړکېچ: تهران ښايي د 'تسملېدو' پر ځای جګړه غوره وګڼي
- Author, عامر اعظمي
- دنده, بي بي سي فارسي
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
په منځني ختيځ کې د امریکا د پوځ زياتوالی اوس لږ د سياسي پيغام رسولو په معنی ښکاري او تر ډېره د چمتووالي نښه بلل کېږي.
د ایران اوبو ته د ابراهام لېنکن بېړۍ چې جنګي الوتکې لېږدوي لا له وړاندې يو مهم ګام ګڼل کېږي.
د جېرالډ ار فورډ په نامه بله الوتکه وړونکې بېړۍ هم د جبل طارق تنګي ته نژدې شوې او ختيځ لور ته روانه ده چې د امریکا د احتمالي عملياتو پر مهال ترې کار واخيستل شي. د دې سربېره نور پوځي تجهيزات هم سيمې ته لېږدول شوي دي. له دې دا انګېرنه لا پیاوړې کېږي چې واشنګټن غواړي څو غوراوي په لاس کې ولري.
د وسايلو دا ډول ځای پر ځای کول په ډېپلوماسۍ کې د فشار وسیلې په توګه هم کارول کېږي خو که هر څه ته وکتل شي ښايي داسې معنی هم ورکړي چې د تهران او واشنګټن تر منځ غیرمستقيې خبرې اترې له خنډ سره مخامخ شوې دي، داسې خنډ چې که دواړه خواوې خپل دريځ بدل نه کړي، ښايي پوځي اقدام ورسره مل وي.
دا يوه بنسټيزه پوښتنه راپورته کوي چې ولې د ایران مشران لږترلږه په ښکاره ډول د نړۍ د تر ټولو ځواکمن پوځ او په منځني ختيځ کې د هغه تر ټولو پياوړي سيمه ييز متحد پر وړاندې لا هم بدګومانه ښکاري؟
ځواب د خبرو اترو لپاره د واشنګټن په اعلان شويو شرطونو کې نغښتی دی.
د امریکا شرطونو ته د تسليمۍ په سترګه کتل کېږي
د تهران له نظره دا شرطونه د خبرو اترو مانا نه لري، بلکې د تسليمۍ په معنی دي. په دې کې د يورانيمو د بډاينې درول، د بالسټيک توغنديو واټن کمول چې اسرائیلو ته ګواښ پېښ نه کړي، په سيمه کې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس اخيستل او لکه څنګه چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو ويلي، د ایران له لورې د خپلو وګړو سره د ناوړه چلند ختمول هم شامل دي.
د ایران د مشرتابه لپاره دا دویمه پاليسي نه ده، بلکې دا هغه څه دي چې دوی یې د خپل امنيتي جوړښت اصلي ستنې بولي.
د پياوړو متحدينو د نشتوالي له کبله تهران لسيزې ولګولې چې د دوی په ټکو د "مقاومت محور" جوړ کړي.
دا د متحدو وسله والو ډلو شبکه ده، موخه یې د ایران له پولو د جګړې لرې ساتل او فشار اسرائیلو ته څېرمه لېږدول دي.
د تهران د بالستيک توغنديو پروګرام د هغوی د زاړه هوایي ځواک او محدودې ټکنالوژۍ پر وړاندې بديل بلل کېږي.
ايران خپل اټومي پروګرام که څه هم په رسمي ډول سوله ييز بولي خو په پراخه کچه دفاعي او د نورو د وېرولو لپاره هم بلل کېږي.
ان که په وسله هم بدل نشي دغه پروګرام داسې زېربناوي رانغاړي چې يوازې د يوې سیاسي پرېکړې په کولو سره پوځي کارونې ته اړول کېدی شی. همدا پټه وړتيا خپله د فشار وسيله ګرځي.
د تهران له نظره د دغو عناصرو لرې کول به د دوی د د فاعي بنسټونو د له منځه وړلو په معنی وي.
د ایران روحاني مشر لپاره ګواښونه
د ایران د روحاني مشر علي خامنه اي له نظره د دغو شرطونو منل کېدی شي د ډونلډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې له امریکا سره د يوې محدودې جګړې له ګواښه ډېر خطرناکه وي. که څه هم پوځي نښته به ډېر لګښت ولري، ښايي د بقا وړ وبلل شي خو بشپړ ستراتېژيک شاتګ به ښايي د زغملو نه وي.
خو په دې محاسبه کې نغښتي خطرونه ژور دي او يوازې ایران پورې محدود نه دي. هر امریکایی پوځي برید ښايي په لومړي پړاو کې لوړپوړي مشران په نښه کړي. که خامنه ای ووژل شي دا به نه يوازې د دریو لسيزو اوږده واکمنۍ ختمه کړي بلکې د یوه حساس پړاو پر مهال به د ځايناستي بهير هم بې ثباته کړي.
د اسلامي انقلاب د ساتونکو یا سپاه پاسداران او نورو امنيتي بنسټونو پر ضد بريدونه هم کولی شي هغه اداره کمزورې کړي چې په دې وروستيو کې یې د ایران په تاريخ کې له تر ټولو خونړيو تاوتريخجنو ځپنو وروسته بېرته کنټرول ټينګ کړی دی.
هغه لاريونوال چې په وروستيو اوونيو کې سړکونو ته راوتلي وو او یوازې د سخت ځواک تر کارولو وروسته په شا شول لا هم ژوره ناخوښي لري. که د دولت د زور کارونې ماشین ناڅاپه سخت ګوزار وويني، ښايي کورنی توازن په نه اټکل کېدونکې توګه بدل شي.
تهران ښايي دا انګېرنه ولري چې د واشنګټن موخې به يوازې د اټومي او توغنديزو وړتياوو کمزوري کول وي خو جګړې ډېرې کمې د لومړنيو اټکلونو له مخې پر مخ ځي. د هدفونو، وخت يا سياسي پايلو په اړه هر ناسم حسابونه کولای شي شخړه ژر پراخه کړي.
اقتصادي فشارونه خطر لا زياتوي. د ایران اقتصاد چې له وړاندې د بندیزونو، انفلاسيون او د پېرلو د ځواک کمېدو له کبله تر فشار لاندې دی، ښايي د نورو ټکانونه د زغملو وړتيا ونه لري. د تېلو د صادراتو ګډوډي يا د زېربناوو زيان به عامه غوسه لاپسې زياته کړي.
واشنګټن ته ګواښونه
د واشنګټن لپاره ګواښونه هم کم نه دي.
پر کاغذ د امریکا پوځ دا وړتيا لري چې که ترينګلتيا زياته شي د پوځ د مشر موخې به پوره کړي. خو جګړې پر کاغذ نه کېږي، بلکې د غلطې محاسبې، تاوتریخوالي زياتېدو او ناپلان شويو پايلو له کبله پراخېږي.
له اسرائیلو سره وروستۍ ۱۲ ورځنۍ جګړې د ایران د قوماندې په جوړښت او پوځي زېربناوو کې کمزورۍ جوتې کړې خو په عين حال کې یې د بېرته چمتو کېدو، دا چې څه ډول بریدونه وزغمي، بيا تنظم شي او تر فشار لاندې ځواب ورکړي، درسونه هم ورکړل.
يوه پراخه نښته ښايي داسې پايلې وزيږوي چې هېڅ لوری یې نه غواړي. په تهران کې د مرکزي واک کمزوري کېدل به مخامخ د لوېديځ په ګټه نه وي. د واک تشه کولی شي، نوې ستونزې يا توندلاري وزېږوي چې دا به سيمه ييز توازن ګډوډ او د واشنګټن او د هغه د متحدينو لپاره به د خوښۍ وړ نه وي.
ايت الله خامنه ای له ډېرو مناسبو غوراويو سره مخامخ نه دی. د واشنګټن د شرطونو منل د رژيم د دفاع ستراتيژي له منځه وړي او ردول یې په داسې مهال د نښتې احتمال زیاتوي چې کورنی حالت نازک دی.
د نوموړي پر وړاندې ښايي "تر ټولو بد" غوراوی؛ ستراتيژیکه تسليمي او په "بدو کې يو څه ښه" غوراوی محدوده خو مهارېدونکې جګړې وي، تهران لږترلږه په ښکاره ډول دويم غوراوي ته مايل ښکاري.