د بیت المقدس حرم شریف ته د اسراييلو د یوه‌ وزیر سفر فلسطینیان په غوسه کړي

د اسراییلو د کابینې نوی ښي اړخی وزیر اتامور بن ګویر د بیت المقدس حرم شریف ته په سفر تللی دی چې فلسطینیان یې په غوسه کړي‌ دي.

ښاغلي ګویور ته په دغه سفر کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو. د نوموړي دغه سفر د فلسطینیانو سربېره عربي متحده اماراتو هم غندلی دی.

هغه بیت المقدس کې سپیڅلي ځای ته چې یهودانو یې د "معبد غزه" په نامه او مسلمانان یې د حرم شریف په نامه پېژني، تللی و.‌

دا ځای چې د مسلمانانو، یهودانو او عیسویانو لپاره سپیڅلی دی، د بیت المقدس په زاړه ښار کې موقعیت لري چې د الاقصی جومات پکې پروت دی.‎

مسلمانان پکې لمونځ او عبادت کوي خو نامسلمانانو ته هم اجازه شته چې لیدو ته یې ورشي.

د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ د اسراییلو د ښي اړخي حکومت له جوړېدو سره، د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ کړکېچ زیات شوی نو ځکه حرم شریف ته د نوموړي سفر هم ناندیز شوی.

د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو یوه اوونۍ وروسته دا د ښاغلي بن ګویر لومړنی اقدام دی چې غندل شوی.

اوس مهال یوازې مسلمانان حرم شریف کې د عبادت کولو اجازه لري، خو د "یهودي ځواک" ګوند مشر ایتامور بن ګویر چې د فلسطنیانو پر ضد د سخت دریځۍ له کبله مشهور دی، تل غوښتنه کړې چې یهودانو ته دې هم دغه ځای کې د عبادت اجازه ورکړل شي.

نوموړي په یوه خپور شوي ټوېټ کې لیکلي: "د معبد غر د ټولو پر مخ پرانیستی دی خو که حماس فکر کوي چې زما په ګواښلو ما له دې کار واړوي، باید پوه شي چې وخت بدل شوی دی، په بیت المقدس کې اوس یو حکومت جوړ شوی دی."

فلسطیني چارواکو د ښاغلي بن ګویر دا کار پارونکی بللی او د اردن حکومت چې د سپیڅلي ځای څارنه کوي دا کار په اقصی جومات باندې د برید په مانا یاد کړی.

د حماس ډلې د فلسطیني غورځنګ یوه ویاند چې د غزې تړانګي واک په لاس کې لري، د ښاغلي بن ګویر دغه اقدام "جنایت" یاد کړی او فرانسې خبري اژانس ته یې ویلي چې"دا ځای به همداسې د فلسطینیانو، عربانو او اسلام پالو ځای پاتې شي."

د ۲۰۲۱ کال په می میاشت کې په اقصی جومات کې تاوتریخوالی رامنځته شو، چې د بیت المقدس په لور د حماس د راکټونو د ویشتل او اسراییلو سره د ۱۱ ورځنۍ جګړې د پیل لامل شو.