تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بیت المقدس اخ و ډب کې تر ۲۰۰ ډېر فلسطینیان ټپیان شوي
په بیت المقدس کې د فلسطینيانو او اسراییلي امنیتي ځواکونو ترمنځ اخ و ډب کې تر ۲۰۰ ډېر فلسطینیان ژوبل شوي. ډېری اخ و ډب د اقصی جومات په انګړ کې شوی او اسراییلي پولیسو ربړي مرمۍ او وېروونکي ګرنېټ کارولي دي، خو قهرېدلو فلسطینیانو پر پولیسو د ښیښو او ډبرو ګوزارونه کول.
ملګرو ملتونو او امریکا پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې، ایران بیا دغه تاوتريخوالی غندلی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د خپلې پرېکنده دندې له مخې د دغه جنګي جنایت پر وړاندې ګام واخلي.
په وروستیو څو اونیو کې شیخ جراح ښار کې یو شمېر فلسطیني کورنۍ له کورنو وویستل شوې چې په ډېر ګمان راپورته شوې ناندرۍ هم له همدې امله زیاتې شوې دي.
تېره شپه اسرایيلي پولیس په الاقصی جومات او د شرقي بیت المقدس په یو شمېر سیمو کې له فلسطنیانو سره ونښتل او هڅه یې وکړه د ربړي مرمیو او غږيزو بمونو په وسیله راټول شوي خلک خواره کړي.
د روژې میاشتې په وروستیو ورځو کې په زرګونو فلسطنیان د الاقصی جومات په انګړ کې راټول شوي وو.
امریکا په دغه سیمه کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې. د جو بایډن دولت په اسراییلو فشار راوړی چې فلسطیني کورنۍ له خپلو کورونو ونه باسي. اسراییل وایي "د قانون او نظم منځ ته راوړلو لپاره" یې له زوره ګټه اخیستې.
فلسطیني چارواکي د ارامۍ غوښتنه کوي. رویټرز خبري اژانس ویلي د نښتې پر مهال د جومات چارواکو د لاوډ سپېکر په مرسته له اسراییلي پولیسو غوښتي چې د ربړي مرمیو او غږیزو بمونو کارول ودروي.
ملګرو ملتونو ویلي، اسراییل باید له خپلو کورونو د فلسطینیانو ایستل ودروي او د معترضانو خلاف د زور کاریدو کې ډېر زغم وښیي.
سره صلیب د ټپیانو درملنې په موخه د جومات په محوطه کې یو روغتون جوړ کړی. الاقصی جومات د بیت المقدس په یوه پخوانۍ برخه کې پروت دی چې مسلمانان یې له مکې او مدینې وروسته خپل دریم مقدس ځای بولي او یهودیان یې هم د معبد غره په نوم یادوي او وایي له دې وړاندې دوه نور معبدونه هم همدلته وو.
د بیت المقدس وروستی نا امنۍ د شیخ جراح سیمې پر سر راپورته شوي.
یهودیان د فلسطنیانو څلورو کورونو پر ځمکو د مالکیت دعوه لري. فلسطنیان وایي، د تېرې پېړۍ له ۵۰ مو کلونو راهیسې یې په شیخ جراح کې ژوند کړی، خو په ښارګوټو کې مېشت یهودیان وایي دوی دغه ناندریزې ځمکې له دوه یهودي بنسټو څخه په قانوني ډول پېرلې چې هغوی سل کاله وړاندې اخیستې وې.
فلسطنیان وایي، دغه ځمکې یې د اردن له چارواکو اخیستي چې له ۱۹۴۸ تر۱۹۶۷کال پورې یې د شرقي بیت المقدس کنترول په لاس کې و.
د اردن دولت د فلسطنیانو د ادعاوو په ګټه اسناد وړاندې کړي. فلسطینیان غواړي چې ختیځ بیت المقدس دې د راتلونکي خپلواک فلسطین پلازمېنه وي. اسراییلو ختیځ بیت المقدس عربو سره د ۱۹۶۷ کال جګړه کې لاندې او په ۱۹۸۱ کال له خپلې خاورې سره ضمیمه کړ.
خو یو شمېر هېوادونه پر دغه ښار د اسراییلو حاکمیت په رسمیت نه پېژني.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د یو ناندریز ګام په پورته کولو سره بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده او د ۲۰۱۸ کال په پسرلي کې د امریکا سفارت له تل ابیب دغه ښار ته ولېږدول شو .