بیت المقدس کې یوې لارۍ اسرايیلي سرتېري لاندې کړي

بیت المقدس کې د یوې لارۍ چلوونکي موټر پر یوه ډله اسراييلي سرتېرو وروستلی چې څلور کسان یې وژلي. پولیس پېښه ترهګریز برید بولي.

د روغتیاپالو په وینا په دې برید کې درې ښځې او یو سړی چې ټولو تر شلو کلونو لوړ عمرونه درلودل، وژل شوي او لږ تر لږه ۱۳ نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې ۳ ښځې او یو سړی دی.

پولیس وايي لارۍ چلوونکی د اسراییلي سرتېرو له خوا په ډزو وژل شوی.

په تېرو ۱۵ میاشتو کې څو ځلې فلسطینیانو پر اسراییلي سرتېرو بریدونه کړي چې له چړې، ټوپک او موټر یې پکې کار اخیستی دی.

د بس موټر یوه چلوونکي چې پېښه په خپلو سترګو لیدلې اسراییلي راډیو ته وویل، موټر چلوونکي لارۍ پر سرتېرو وروستله او وروسته بیا په شا راغی.

رپوټونه وايي چې لارۍ چلوونکی د ختیځ بیت المقدس له عرب مېشتو سیمو دی.

عکسونو کې لیدل کېږي چې د لارۍ د مخې هنداره په مرمیو لګېدلې.

فلسطینۍ حماس ډلې د برید ستاینه کړې ده او د دغې ډلې ویاند عبدالطیف قانو پر فلسطینیانو غږ کړی چې "مقاومت وکړي ".

تر دې وروستي برید وړاندې، د ۲۰۱۵ کال له اکتوبر راهیسې ۳۵ اسراییلیان د فلسطینیانو او یا هم عربو اسراییلیانو له خوا په چړې، ټوپک او موټر وژل شوي.

اسراییل وايي دوی هم په همدې موده کې تر ۲۰۰ ډېر فلسطینیان چې ډېری یې برید کوونکي ول وژلي.