تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډونلډ ټرمپ د سولې بورډ ولې لانجمن شوی؟
- Author, لویس باروچو
- دنده, بيبيسي
- د لوستلو وخت: ۹ دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سولې جوړ شوي بورډ په واشنګټن کې خپله لومړنۍ رسمي غونډه وکړه.
د امریکا ولسمشر د دغه بورډ په غونډه کې وویل، څو غړو هېوادونو یې غزې لپاره "مرستندویه ټولګې" سره له ۷ میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
دا غونډه د امریکا سولې انسټیټیوټ کې ترسره شوه.
تر هغه وروسته چې د امریکا اوسني حکومت د ۲۰۲۵ پیل کې د دغه بنسټ کنټرول ترلاسه کړ، د هغه د اداري پلاوي ډېر غړي او کارکوونکي یې له دندې ګوښه کړل او په ډسمبر کې یې نوم "د ډونلډ جی. ټرمپ د سولې انسټیټیوټ" ته واړول شو.
د سولې بورډ څه شی دی؟
دا نوښت لومړی ځل د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر وروستیو کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د دوه کلنې جګړې پای ته رسولو او د غزې د بیارغونې څار لپاره د ډونلډ ټرمپ لخوا د سولې ۲۰ مادهیيز پلان د یوې برخې په توګه وړاندیز شو.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم وروسته د یوه پریکړهلیک له لارې د دغه پلان منښته او هرکلی وکړ. دغه نوښت د تېرې جنورۍ ۲۲مه، په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې رسمآ په کار پیل وکړ.
خو د دغه په بورډ منشور کې په زغرده د غزې یا فلسطیني سیمو یادونه نه ده شوې او دې دا اندېښنې راپورته کړې چې ښايي لمن یې پراخه او په هغو دندو کې هم ورښکېل شي، چې په دودیز ډول د ملګرو ملتونو لخوا ترسره کېږي.
د اوسني جوړښت له مخې یې ډونلډ ټرمپ د دایمي مشر په توګه فعالیت کوي او نوموړي ته د پرېکړو پراخ واکونه ورکړل شوي دي.
د امریکا ولسمشر په پرلپسې توګه دغه بورډ د یوې داسې نوې نړیوالې ادارې په توګه معرفي کړی، چې د شخړو پر هواري به تمرکز کوي.
هغه پر خپله خواله رسنۍ تروټسوشیل یوه خپاره کړي پيغام کې لیکلي: "د سولې بورډ به زباد کړي چې په تاریخ کې تر ټولو اغېزناک نړیوال بنسټ دی او زه ویاړم چې د هغه د مشر په توګه خدمت کوم."
چا په کې د ګډون هوکړه کړې؟
سپینې ماڼۍ ۶۰ هېوادونو ته د دغه بورډ د غړیتوب بلنه ورکړې او د هغوی له ډلې تر اوسه د اسراییل، پاکستان، تورکیې، قطر، سعودي عربستان او مصر په ګډون له ۲۰ ډېر پکې شامل شوي دي.
خو د بریتانیا او فرانسې په ګډون د امریکا له مهمو اروپايي متحدانو یو هم تر اوسه نه دی ورسره یو ځای شوی.
له دوی څو هېوادونو اندېښنې ښودلې چې دغه نوښت ملګري ملتونه څنډې ته کولی شي.
نورو هېوادونو بیا لا تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړی.
ډونلډ ټرمپ ویلي چې د بورډ له دایمي غړو څخه د غزې بیارغونې لپاره یو - یو میلیارد ډالر غوښتل کېږي.
هغه پر تورټ سوشیل یو بل پیغام کې لیکلي چې غړو هېوادونو د جګړه ځپلې غزې بیارغونې لپاره د ۵ میلیارد ډالرو ژمنه کړې او د دې ټټر یې هم وهلی چې د نړیوالو ځواکو په اډانه کې به دې تراړې ته د پولیسو یوه ځواک جوړولو لپاره زرګونه سرتېري استوي.
هغه دا مشخص نه کړه چې کومو هېوادونو د څومره بودېجې یا سرتېرو ژمنه کړې.
یوازې اندونیزیا ویلي، دوی به تر جون میاشت پورې شاوخوا ۸۰۰۰ سرتېري چمتو کړي، په غزه کې د احتمالي بشري او سوله ساتي ماموریت په چوکاټ کې ځای پر ځای شي.
دا تر دې دمه دغه احتمالي ماموریت لپاره د ځواکونو تر ټولو لویه ژمنه ده.
د سولې بورډ به څنګه کار کوي؟
د سولې د اصلي بورډ تر څنګ دوه نور بنسټونه هم جوړ شوي دي.
د دغه جوړښت زړی یا هسته "بنسټګر اجرائیوي بورډ" جوړوي، چې د دیپلوماسۍ د پانګونې پرېکړو په تړاو اصلي مسؤلیت لري.
د "غزې اجرائیوي بورډ" به د "غزې د ادارې ملي کومېټه" څاري. دا کومېټه یو ټکنوکراتیک فلسطینی بنسټ دی چې د لنډمهالې حکومتولۍ مشري او په سیمه کې د بیارغونې هڅو د همغږۍ مسؤلیت ورسپارل کېږي.
سپینې ماڼۍ ویلي، غړي به هڅه کوي "کارنده حکومتولي او په لوړه کچه د خدماتو ترسره کېدل ډاډمن کړي چې د غزې خلکو لپاره سولې، ثبات او سوکالۍ ته وده ورکوي."
ډونلډ ټرمپ به د اووه کسیز بنسټګر اجرائیوي پلاوي مشري کوي او
- د امریکا بهرنیو چارو وزیر - مارکو روبیو
- منځنيختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی – سټیف ویټکاف
- د ډونلډ ټرمپ زوم – جارډ کوشنر
- او د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلېیر
د دغه پلاوي غړي دي.
دغه پلاوي کې د ټوني بلېیر پر موجودیت له دې کبله نیوکه کېږي چې ګوندې نوموړي په ۲۰۰۳ کال کې د ډلهییزې وژنې وسلو ته د صدام حسین حکومت د لاسرسي د ادعا له مخې، چې وروسته غلطه ثابته شوه، بریتانیا د عراق جګړه کې ورښکېله کړه.
سپینې ماڼۍ ویلي، هر غړی به د غزې ثبات لپاره "مهم مسؤلیت" پر غاړه ولري.
د "غزې اجرائیوي بورډ" او د "غزې د ادارې ملي کمېټې" یوه کې هم فلسطینی استازی نشته.
ایا دا هڅې غزه رغولی شي؟
د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک لخوا تېر کال د اوښتو زیانونو او اړتیاو د ارزونې له مخې، د غزې بیارغونه ښايي کلونه وخت واخلي او له ۷۰ میلیارد ډالرو ډېر لګښت وغواړي.
ملګري ملتونه وايي د غزې شاوخوا ۸۰ سلنه ودانۍ ویجاړې او یا زیانمنې شوې دي، چې اټکل کېږي ۶۱ میلیون ټنه کثافات یې رامنځته کړي دي. بلخوا بې ځایه شوې کورنۍ لا هم د ژمي له سختو شرایطو، محدودې سرپناه او د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.
اسرائیلو او حماس د تېر اکتوبر ۱۰مه د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه وکړه او په دې توګه غزه کې دوه کلنه جګړه ودرېده.
له هغې را وروسته که څه هم سختې نښتې او لوی بریدونه درېدلي، خو د رپوټونو له مخې اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونه جاري ساتلي او وخت ناوخت تر خپل کنټرول لاندې سیمو ته څېرمه پر فلسطینانو ډزې هم کوي.
جارېډ کوشنر، چې پخوا یې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند په خبرو کې مرسته کړې وه، تېره میاشت د سویس په داووس کې د هوکړې د لاسلیک مراسمو پر مهال غزې لپاره د ماسټر پلان طرحه تشریح کړه.
په دغه پلان کې د اسمان څکو ودانیو، نوو ښارونو او سیل لپاره د ساحلي سیمې یادونه شوې.
کوشنر د املاکو کاروباري او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم دی.
هغه وویل، رغنیزې چارې ښايي دوه یا درې کاله وخت واخلي، لږترلږه ۲۵ میلیارد ډالرو پانګونې ته اړتیا ولري او دا چې سملاسي بشري مرستې لومړیتوب لري.
بلخوا ډونلډ ټرمپ بیا ټینګار وکړ چې حماس باید بې وسلې شي، چې د امریکا په منځګړیتوب د شوي تړون بنسټي شرط دی.
هغه پر تروت سوشیل شبکه ولیکل، "خورا مهمه ده چې حماس د بشپړ او سملاسي بې وسلې کېدو په تړاو پر خپله ژمنه ولاړ پاتې شي."
خو حماس ویلي، دوی به یوازې د یوې داسې پراخې هوکړې په چوکاټ کې، بې وسلې کېدو ته غاړه کېږدی، چې پایله کې فلسطین هېواد رامنځته کېږي.
بلخوا اسرائیل، چې ځمکني ځواکونه یې د غزې ډېره برخه کنټرولوي، ویلي، دوی به هغه وخت وځي چې حماس بې وسلې شي.
د سولې بورډ ولې لانجمن شوی؟
دغه نوښت د مشروعیت په اړه له اندېښنو رانیولې د استازولۍ تر مسئلې پورې د بېلابېلو ملحوظاتو له کبله د پاموړ نیوکو سره مخامخ شوی دی.
په داسې حال کې چې ډونلډ ټرمپ دا بورډ په راتلونکې کې د احتمالي شخړو د منځګړي په توګه معرفي کوي، د امریکا ګڼو متحدینو خبرداری ورکړی، چې په دې توګه ملګري ملتونه او د دغه سازمان امنیت شورا کمزورې کېدلی شي.
امنیت شورا چې د نړیوالې سولې د تامین او د بندیزونو لګولو مسؤلیت لري، ۱۵ غړي لري.
د ښاغلي ټرمپ ادارې ملګرو ملتونو لپاره د امریکا بودېجه کمه کړې ده.
هغه د روان کال پیل کې یو یادښت لاسلیک کړ چې له مخې یې متحد ایالتونه د ملګرو ملتونو له ۳۱ ادارو او سازمانونو وځي.
نوموړي ویلي وو دغه ادارې "د متحدو ایالتونو د ملي ګټو پر ضد کار کوي".
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس، دغه بورډ د ښاغلي ټرمپ شخصي وسیله وبلله چې فلسطینیانو یا ملګرو ملتونو ته ځواب ویونکی نه دی.
هغې مونیخ امنیتي کنفرانس ته په خبرو کې وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا تصویب شوي پرېکړه لیک کې غزې لپاره د سولې لنډمهاله بورډ کې د فلسطینیانو حضور او دې اشغال شوې سیمې ته واضح اشارې شوې وه، خو بورډ منشور کې دا عناصر له پامه غورځول شوي دي.
اغلې کایا وویل: "نو زه فکر کوم چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک شته، خو د سولې بورډ یې نه منعکسوي،"
د دغه بورډ په اجرائیوي ارګانونو کې د فلسطینیانو نشتوالی د لانجې بله سرچینه ده.
فلسطیني سیاستوال مصطفی برغوثي د بيبيسي نړیوال سرویس سره په یوه وروستۍ مرکه کې وویل: "داسې ښکاري چې له ځینو نړیوالو عناصرو سره، چورلټ یو امریکایی بورډ دی."
هغه زیاته کړه چې فلسطینیانو د "ډېر پراخ استازیتوب" تمه درلوده.
هغه وویل چې دا په قاهره کې د سولې خبرو اترو پر مهال د فلسطیني اداري رول تصویب شوی، خو تر اوسه نامشخص پاتې دی، دا "ستونزه جوړوي".
هممهاله د غزې د اجرائیوي بورډ یو غړی اسرائیلی دی. یاکر ګبي، چې اوس په قبرس کې مېشت دی، د املاکو میلیاردر دی.
بلخوا په دغه بورډ کې د قطر او تورکیې د جګپوړو سیاستوالو حضور بیا د اسرائیلي سیاستوالو نیوکې راپارولې دي.
تورکیه او قطر په غزه کې د اسرائیلو پر کړنو نیوکې کوي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، د اجرائیوي بورډونو جوړښت "له اسرائیلو سره نه دی همغږی شوی او د دوې له پالیسۍ سره ټکر کې دی."
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر یایر لاپید هم دا اقدام "اسرائیلو لپاره ډیپلوماتیکه ناکامي" بللې.
د ملي امنیت ښي اړخي وزیر ایتامار بینګیور بیا پر ایکس یوه پيغام کې لیکلي چې غزه "اداري کمېټې" ته اړتیا نه لري، خو باید "د حماس له ترهګرو پاکه شي."