ولې باید روژه په خرما ماته کړو؟

    • Author, کېټ بوويي
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د روژې ماتولو لپاره د خرما خوړلو سپارښتنه د اسلام د پيغمبر حضرت محمد ص له خوا شوې او د اسلام په سپېڅلي کتاب قران کریم کې یې څو ځله یادونه شوې ده.

خو دا زړي لرونکې مېوه روغتيايي ګټې هم لري چې له همدې د روژتيانو لپاره مناسب خواړه بلل کېږي.

ځانګړې تغذيوي ګټې

د خرما تغذيوي جوړښت دا مېوه له اوږدې روژې وروسته د خوړلو لپاره غوره خواړه ګرځوي. په بریتانيا کې د تغذيې برخې کارپوه شهناز بشير چې خپله هم روژه نيسي وايي، "کله چې روژه ماتوئ، ستاسو بدن هڅه کوي چې ګلوکوز توليد کړي، له همدې کبله دا د انرژۍ ښه سرچينه ده".

د نورو خوړو پرتله خرما کې د شکرې یا خوږو لوړه کچه ستاسو د وینې د شکر کچه ژر لوړه وي. د نورو خوړو هضمېدل ډېر وخت نیسي.

اغلې بشير زياتوي، "خرماوې په دې برخه کې چې شکره لري، بې ساري دي خو د دې ترڅنګ پېچلي کاربوهاډرېټ هم لري."

دا په دې معنی چې دا مېوه د ورځې په اوږدو کې ورو ورو انرژي ورکوي. دا هغه مهال لپاره غوره ده چې د ډېر وخت لپاره خواړه نه خوړل کېږي. د دې تر څنګ ويټامين بي۶، ويټامين اې، ويټامين کې او اوسپنه هم لري چې بدن ته په لنډ وخت کې اړين تغذيوي مواد برابروي.

د بدن د اوبو ساتل (هايډرېشن)

سره له دې چې خرما وچه مېوه ده خو بيا هم کولی شي ستاسو په بدن کې اوبه وساتي. په طبيعي ډول د پوتاشیم الکترولايت په لرلو سره مايعات د بدن حجرو ته راکاږي.

اغلې بشير وايي، "ډېری مسلمانان خپله روژه په خرما او اوبو یو ځای ماتوي چې دا د انرژۍ اخیستو او هم د هايډرېش دواړو لپاره ښه دي".

نوموړې زياتوي، "له دې کبله ډېری وخت اړتيا نه وي چې له دې سربېره نور اضافي الکترولایټونه دې واخيستل شي".

ډېر خوراک

ځينې خلک د روژې په میاشت کې وزن له لاسه ورکوي خو که چېرې د ماښام ډوډۍ کې زيات خوراک وشي، روژه هم د وزن زياتېدو سبب کېدای شي.

په دوديز ډول مسلمانان لومړی په خرما روژه ماتوي بيا د ماښام له لمانځه وروسته سملاسي لمونځ کوي او بېرته د ډوډۍ خوړلو ته کېني.

کله چې بدن د فايبر لرونکو خرماو هضم پيل کړی، د بدن له خوا د ډېر خوراک غوښتنه کمېدی شي. اغلې بشير وايي، "دا ستاسو بدن ته فرصت ورکوي چې پوه شي خواړه یې ترلاسه کړي او د هضم بهير پیل شوی دی".

هضم

قبض او پړسوب د روژه نيوونکو عامې ستونزې دي. دا ځکه چې د ورځې په اوږدو کې خوړل او څښل عموما د کمولو خوځښت رامنځته کوي خو د اوږدې روژې پر مهال دا بهير عادي نه وي.

خرماوې د فايبر غوره سرچينه ده چې دا له غايطه موادو سره مرسته کوی چې په اسانۍ د کولمو له لارې تېر شي.

د بریتانيا د ملي روغتيا اداره سپارښتنه کوي چې هره ورځ باید ۳۰ ګرامه فایبر وخوړل شي.

اغلې بشير وايي، "کله ناکله د روژې په مياشت کې... کېدای شي زموږ ساده کاربوهايډرېټو ته زړه وشي خو که له وړاندې د خوړو پلان او چمتووالی ولرو، موږ کولی شو په خوړو کې فايبر شامل کړو".

پر خوړو د مغز لرونکو خوړو او زړيو زياتول هم د فايبر د ډېرولو يوه اسانه لار ده.

که مو خرما نه خوښېږي څه وکړو؟

د روژې له مياشتې پرته متناوبه روژه چې د روغتيا لپاره نيول کېږي هم مشهوره شوې ده.

اغلې بشير وايي، "دا نژدې هماغسې ده لکه څنګه چې موږ د روژې په مياشت کې روژه نیسو".

که ستاسو خرماوې نه خوښېږي، په سلګونو ډولونه یې لري، بېلابېل ډولونه یې ازمويلی شئ. اغلې بشير زياتوي، "بېلابېل ډولونه یې مختلف جوړښتونه لري، ځینې یې ډېرې نرمې وي، د ځينو یې پوستکی ډبل وي او ځينې بيا نری پوستکی لري".

او که دا هم کار نه ورکوي په سمودي یا جوسو کې یې ګډولی شئ.

هغه وايي، "خرما له شيدو سره يو ځای کړئ، ښايي لږې مستې او زړي هم ور اضافه کړئ، بيا یې ښه ميده او ګډ کړئ او هماغسې یې وڅښئ".

"دا په رښتيا ډېر ښه خواړه دي او ډېرې اړتياوې پوره کوي".