د ټرمپ د سولې بورډ غړو له غزې سره د ۷ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، هغو هېوادونو چې د سولې له بورډ سره یو ځای شوي د غزې "مرستندویه ټولګې" ته له ۷ میلیارد ډالرو ډېره مرسته برابرې کړې دي.

ټرمپ دا اعلان د دغه بورډ د لومړۍ غونډې پر مهال وکړ.

د امریکا ډېرو لوېدیځو متحدانو له دې سازمان سره له یو ځای کېدو ډډه کړې. دا اداره اصلآ د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره جوړه شوې، خو د امریکا اروپايي‌ متحدان له دې وېره لري، چې هدف یې ښايي د ملګرو ملتونو د بدیل ګرځېده وي.

د امریکا په منځګړیتوب د غزې د اوربند پلان په دویم پړاو کې د حماس بې وسلې کول او د غزې بیا رغونه شامله ده.

ټرمپ ګډونوالو ته وویل، 'داسې ښکاري' چې حماس به وسله په ځمکه کېږدي. خو تر اوسه داسې نښې لږې لیدل کېږي، چې دغه فلسطیني ډله دې بې وسلې کېدو ته چمتو وي.

د غزې اوسېدونکي وایي، چې حماس لا هم پر دې تړانګه خپل کنټرول پراخوي.

پنجشنبه په داسې حال کې چې د سولې بورډ غونډه کوله، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، له امریکا سره سلا شوې، چې له بې وسلې کېدو مخکې به د غزې بیا رغونه نه پیلېږي.

دا جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مه د حماس په مشرۍ وسله والو لخوا د اسرائیل پر سویل د برید له امله پیل شوه. هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل ونیول شول.

اسرائیل ځواب کې په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، چې د حماس تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه پکې له ۷۲ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د سیمې اقتصاد ویجاړ شوی او ډېری ودانۍ او بنسټیزې زیربناوې له منځه تللې دي.

ملګري ملتونه د اوښتي زیان کچه ۷۰ میلیارده ډالر اټکلوي.

بریتانیا، کاناډا، فرانسې او جرمني د ټرمپ د سولې له بورډ سره له یو ځای کېدو ډډه وکړه. دا سازمان تېرې میاشت رامنځته شو.

د امریکا ولسمشر د واشنګټن په لومړۍ غونډه کې د دغو هېوادونو د اندېښنې لېرې کولو لپاره وویل:

"موږ به له ملګرو ملتونو سره ډېر نږدې کار وکړو، موږ به هغوی بېرته راولو." د امریکا ولسمشر وویل غزه "نور د سخت دریځۍ او ترهګرۍ مرکز نه دی."

هغه زیاته کړه: "او د دې د پای ته رسولو لپاره، نن زه په خوښۍ اعلان کوم، چې قزاقستان، اذربایجان، متحده عربي امارات، مراکش، بحرین، قطر، سعودي عربستان، ازبکستان او کویټ ټولو مرستندویه ټولګې لپاره له ۷ میلیارد ډالرو زیاتې مرستې کړې دي."

نوموړي وویل: "هر لګول شوی ډالر پر ثبات پانګونه ده."

هغه همدارنګه زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه به د بشري مرستو لپاره ۲ میلیارده او د فوټبال نړیوال بنسټ فیفا به په دې تړانګه کې د فوټبال اړوندو پروژو لپاره ۷۵ میلیونه ډالر راټول کړي.

بلغاریايي سیاستوال نیکولای ملادینوف، چې د بورډ له خوا د غزې لپاره د غوره استازي لقب ورکړل شوی، وویل، د نوي لنډمهاله فلسطیني پولیس ځواک د ګومارنې بهیر پیل شوی او "یوازې په لومړیو څو ساعتونو کې ۲۰۰۰ کسانو غوښتنلیکونه سپارلي دي."

خو اسرائیل او امریکا دواړو ټینګار کړی، چې دغه ځواک باید له سختې ارزونې پرته د حماس تر کنټرول لاندې له اوسنیو پولیسو جوړ نه شي.

همدارنګه دوی نه غواړي، چې یوازې د لوېدیځې غاړې د فلسطیني ادارې امنیتي ځواکونه په کې شامل وي.

دا په دې معنا ده، چې کار باید له صفره پیل شي او دا دنده خورا سخته ده.

ملادینوف مخکې ویلي و، فلسطیني پولیس ځواک باید په غزه کې اصلي امنیتي اداره وي، چې د نړیوالې سولې/نړیوال خوندیتابه ځواک (ISF) له خوا مرسته ورسره کېږي، نه برعکس.

د امریکا د پلان له مخې نړیوالې سولې ځواک به له اسرائیل او مصر سره او همدارنګه له نوي روزل شوي او ارزول شوي فلسطیني پولیس ځواک سره یوځای کار وکړي، چې سرحدي سیمې خوندي او د نا دولتي وسله والو ډلو په شمول د حماس دایمي بې وسلې کېدل تضمین کړي.

خو تر اوسه لږ شواهد شته، چې داسې یو ځواک دې وکولای شي د حماس او نورو فلسطیني ډلو د بې وسلې کولو څارنه وکړي.

په همدې حال کې په غونډه کې هم داسې کومه نښه ونه لیدل شوه، چې حماس دې د ټرمپ د خوشبینۍ او ګواښونو سره سره، د خپلو وسلو سپارلو ته چمتو وي.

تر دې دمه حماس په ښکاره توګه ویلي، چې د وسلو سپارل لږ تر لږه د اسرائیلو له غزې څخه د وتلو پورې تړلي دي.

په دې موضوع کې پرمختګ ډېر مهم دی، ځکه د ټرمپ هېڅ یو د بیا رغونې او حکومتولۍ وړاندیزونه نشي عملي کېدای، تر څو پورې چې په سیمه کې داسې امنیتي ځواک موجود نه وي، چې د فلسطیني وګړو پراخ ملاتړ ولري.

بلخوا دا موضوع هم مهمه ده، چې، غزه کې د ځواک انحصار په خپل لاس کې واخلي.

د واشنګټن غونډه پخپله د ټرمپ د هغه د دوو دورو په اوږدو کې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې لپاره د چلند ځانګړنه ده، چې په کې د فلسطینیانو راتلونکی شامل دی، چې په کې ډیری وختونه د املاکو پراختیا او شتمنو پانګوالو تمویل ترسترګو کیږي.

همدې حال کې د اسرائیل مشرتابه د ټرمپ ځینو هڅو، په ځانګړې توګه دغه بورډ ته د ترکیې او قطر وربللو ته اندېښمن دی، ځکه اسرائیل نه غواړي دغه هېوادونه د غزې د راتلونکي په اړه پرېکړو کې مهم رول ولوبوي.

ټرمپ او د هغه ټیم د خپلې تګلارې دفاع کړې، او ویلي یې دي، چې دا د شخړې د حل لپاره "نوې مفکوره" ده.

خو ملادینوف خبرداری ورکړی، چې که ژر پرمختګ ونه شي، غزه به په دوو برخو ووېشل شي.

په دې وېش کې به د ده په ټکو یوه برخه د اسرائیلو تر دوامداره اشغال او بله د حماس تر کنټرول لاندې وي.‌

غزه به په دې توګه همدا راز له لوېدیځې غاړې جلا پاتې شي، چې دا به د راتلونکي خپلواک دولت د رامنځته کېدو او د فلسطینیانو او اسرائیلیانو د امنیت د تضمین مخه ونیسي.