غزه کې مرګ ژوبله: حماس وايي "بهرنۍ واکمني" نه مني

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د فلسطیني رسمي خبري اژانس (وفا) په غزې ښار کې د الشفاء روغتون د طبي سرچینو له سرچینو راپور ورکړی چې د یکشنبې پر سهار د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرئیلو د توپخانې په بریدونو کې درې فلسطینیان وژل شوي او یو شمېر نور سخت ټپيان دي.

اژانس دا هم ویلي چې د یکشنبې له سهار راهیسې د غزې تړانګې په منځۍ، د غزې ښار په ختیځ او د تړانګې په سوېل کې د خان یونس او رفح ښارونو پر ځینو سیمو هوايي او توپچي ګزارونه شوي، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

عیني شاهدانو اژانس ته ویلي چې اسرائیلي پوځ د خان یونس په ختیځ کې د استوګنې د ودانیو الوځولو ته هم دوام ورکړی دی.

اسرائیلي پوځ سم لاسي د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي. پوځ وايي چې دوی له تېر اکټوبر راهیسې په غزه کې اوربند ته ژمن دي او د دوی فعالیتونه یوازې د هغه څه په نښه کول دي چې دوی یې د خپلو ځواکونو پر وړاندې "ګواښونه" او د "ترهګریزو بنسټونو" له منځه وړل بولي. د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د تېر اکټوبر له ۱۱مې نیټې راهیسې د اوربند له هوکړې وروسته د وژل شویو کسانو شمېر ۵۷۹ ته او د ټپیانو شمېر ۱،۵۴۴ ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې ۷۱۷ جسدونه له ویجاړیو را ایستل شوي دي.

د رفح ځمکني بندر له لارې د خلکو تګ راتګ دوام لري. د فلسطیني سرې میاشتې ویاند رائد النمس په ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته وویل چې د یکشنبې پر سهار د ناروغانو او ټپیانو پنځمه ډله چې ۴۴ کسان دي، د رفح بندر له لارې د درملنې لپاره بهر ته واستول شول. په دې ډله کې ۱۷ ناروغان او د ۲۷ پالونکي شامل وو چې د خان یونس د سرې میاشتې له روغتون د روغتیا نړیوال سازمان په ملتیا په بسونو کې ولېږدول شول.

"بهرنۍ واکمني نه مني"

د حماس د بهرنيو اړیکو د دفتر مشر خالد مشعل وویل چې "فلسطیني ملت له دوه کلنې جګړې وروسته له سختو شرایطو سره مخ دی" او ټینګار یې وکړ چې "د جګړې درېدل د کړاوونو د پای معنا نه لري." مشعل په دوحه کې د الجزیرې په فورم کې په خپله وینا کې د حماس دا دریځ تکرار کړ چې دوی به په غزه کې "بهرنۍ واکمني" ونه مني. هغه د فلسطینیانو د بې وسلې کولو غوښتنې رد کړې او هغه یې "د فلسطیني ملت د اسانه ښکار کولو هڅه" وبلله. مشعل زیاته کړه چې د اشغال پر وړاندې مقاومت د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د ملتونو حق دی.

هغه دا هم روښانه کړه چې په اوسني پړاو کې یوازې د رفح بندر خلاصول بسنه نه کوي، باید خلکو ته سرپناه ورکړل شي او د اوربند د لومړي پړاو ټول شرطونه پلي شي. مشعل وویل چې د غزې اداره باید د فلسطینیانو په لاس کې وي او دوی به هېڅکله د بهرنۍ لاسوهنې منطق ونه مني.

هغه دغه څرګندونې داسې مهال کولې چې اسرائیلو او امریکا د حماس پر بې وسلې کولو او د غزې پر ناپوځي نظامي کېدا پرلپسې ټینګار کوي.