د ټرمپ مېشت ځای ته له ټوپک سره ورغلی سړی وژل شوی

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا استخباراتي ادارې ویلي، یو شل کلن ځوان چې غوښتل یې په فلوریډا ایالت کې د ډونلډ ټرمپ د اوسېدو ځای (مارالاګو) ته ننوځي، په ډزو وژل شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، ، په هغه وخت کې په واشنګټن کې و.

مامورین او امنیتي کسان دغه سړي سره هغه مهال مخامخ شول، چې نوموړی په ځايي وخت د شپې پر ۰۱:۳۰ بجو (د ګرینویچ پر وخت ۰۶:۳۰) د استوګنځي دننه انګړ ته ننوتلی و.

خبریالان وايي، امنیتي ځواکونو یو سپین پوستی سړی ولید چې له ځان سره یې یو ګیلن پټرول او یو ټوپک درلودل.

هغه ته امر وشو چې وسله او ګیلن پر ځمکه کېږدي. هغه د پټرولو ډبه کېښود خو ټوپک یې د ډزو حالت ته چمتو کړ، همدې شېبه کې پر څوکۍ امنیتي کسانو د "ګواښ د له منځه وړلو" لپاره ډزې وکړې.

امنیتي کسانو پر خپلو جامو د بدن کامرې درلودې. د دغه کس د مخنیوي په دې عملیاتو کې د امریکا کورني استخبارات ښکېل وو. په دې پېښه کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

ګڼو سرچینو سي بي ایس نیوز ته، چې په امریکا کې د بي بي سي خبري همکاره رسنۍ ده ویلي، په مارالاګو کې وژل شوی کس ۲۱ کلن "آسټین ټي مارټین" نومېده او د شمالي کارولینا ایالت د کامرون ښار اوسېدونکی و.

چارواکي وايي، هغه مارالاګو ته د ننوتلو پر مهال یو ټوپک او د پټرولو ډبه له ځان سره درلوده او هغه وخت انګړ ته ننوتی و چې یو مېلمه له هغه ځایه د وتلو په حال کې و.

سي بي ایس راپور ورکوي چې د اسټین مارټین کورنۍ پرون د هغه د ورکېدو خبر ورکړی و.

د سي بي ایس په وینا، چارواکي اوس دا څېړي چې ایا هغه دا وسله له شمالي کارولینا تر فلوریډا پورې د سفر په لاره کې اخیستې وه که نه.

تر اوسه د وژل شوي کس نوم په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویټ، د امریکا له استخباراتي ادارو مننه وکړه چې د مشکوک کس په له منځه وړلو کې یې "چټک او پریکنده" ګام پورته کړ.

هغې وویل: "یو لیونی سړی چې په وسله او د پټرولو پر ډبې سمبال و او د ولسمشر ټرمپ کور ته ننوتی و."

اغلې لیویټ پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې امنیتي مامورین د هېواد او ټولو امریکایانو د امنیت ساتلو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.

د پېښې ځای

مار-اې-لاګو ، چې د "ژمنۍ سپینې ماڼۍ" په نوم هم پېژندل کېږي، په فلوریډا کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ استوګنځی دی.

ولسمشر ټرمپ دا پراخه او پرتمینه اسپانوي ډوله ماڼۍ په ۱۹۸۵ کال کې په ۱۰ میلیونه ډالرو وپېرله، چې وروسته د هغه د کورنۍ لپاره د ژمنیو رخصتیو په ځای بدله شوه.

د خپلې ولسمشرۍ پر مهال، ټرمپ دا ځای په وار وار د نړیوالو مشرانو، اوڅارو څېرو او سوداګرو د کوربتوب لپاره کارولی، چې په کې شانداره مراسم او د مالي بسپنې ناستې جوړ شوي دي.

مار-اې-لاګو چې په ۱۹۲۷ کال کې جوړه شوې، یو ځانګړی خصوصي کلب هم دی، چې غړي یې ټولې ماڼۍ ته لاسرسی لري، پرته له هغه برخې چې د ټرمپ د کورنۍ د شخصي کارونې لپاره ځانګړې شوې ده.

پر ټرمپ د بریدونو هڅې

د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې، د امریکا د سري خدمتونو یو مامور په "ویسټ پام بیچ" کې د ډونلډ ټرمپ د ګلف په نړیوال کلب کې د بوټو له منځه د یوې وسلې میل ولید. هغه سړی چې سم لاسي له سیمې وتښتېد، بیا وروسته ونیول شو.

رایان روث د ډونلډ ټرمپ د ترور د هڅې په تور مجرم وپېژندل شو او د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې په عمر بند محکوم شو.

له دې پېښې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې، د ۲۰۲۴ کال په جولای کې، یو کس پر ښاغلي ټرمپ هغه مهال ډزې وکړې چې نوموړي د پنسلوانیا ایالت په "باټلر" کې یوې ټاکنیزې غونډې ته وینا کوله.

۲۰ کلن بریدګر، توماس متیو کروکس، د امنیتي کسانو لخوا په نښه او ووژل شو. په هغې غونډه کې یو ګډونوال هم ووژل شو، دوه نور سخت ټپیان شول او د ښاغلي ټرمپ غوږ لږ څه ټپي شوی و.