پر افغانستان د پاکستان هوايي بريدونه هېوادونو او سيمې لپاره څه خطرونه درلودلی شي؟

    • Author, داود اعظمي
    • دنده, بي بي سي، لندن

پر افغانستان د پاکستان هوايي بريدونو يو ځل بیا وښوده چې د طالبانو حکومت د پوځي تجهيزاتو او عصري ټېکنالوجۍ په ډګر کې څومره لويې نيمګړتياوې لري.

د دوی حکومت نه يو مجهز راډار سیستم لري او نه هم د دښمنو الوتکو د معلومولو، څارلو او راغورځولو وسايل لري.

که څه هم د طالبانو تر واکمنېدو مخکې هم، پاکستان پر افغانستان راکټونه توغول خو په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو راهيسې، پاکستان په افغانستان کې تر لسو ډېر هوایي بريدونه کړي دي.

خو د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر پر نهمه شپه لومړی وار و چې پاکستانیو جېټ الوتکو، د پلازمېنې کابل هوايي قلمرو هم نقض کړ.

د دې معنی دا ده چې د پاکستان او افغانستان ترينګلتيا يوه نور جدي او خطرناک حد ته رسېدلې ده.

پر افغانستان د پاکستان دا بريدونه نه يوازې د دغو دوو هېوادونو او حکومتونو لپاره بلکې د ټولې سيمې لپاره عواقب لري.

پر افغانستان او د طالبانو پر حکومت د پاکستاني بريدونو اغېز

د پاکستان دا ډول بريدونه نه يوازې د يوه هېواد په توګه د افغانستان حاکميت لپاره يوه صدمه ده، دا د طالبانو د حکومت لپاره هم يوه حيثيتي موضوع ګرځېدلې ده.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ټينګار کوي چې اقتصاد محوره بهرنۍ پاليسي لري او نه غواړي له کوم بل هېواد سره په شخړه کېوزي خو د پاکستان د دې ډول بريدونو له کبله د طالبانو په منځ کې راټوکېدونکی خپلمنځي فشار او عمومي ولسي غم او غوسه به د طالبانو حکومت مجبور کړي چې پاکستان ته ځواب ورکړي.

پر همدې مهال د يوه ګډ بهرني خطر له کبله د طالبانو خپلمنځي يووالی هم ورسره ټينګېدلای شي.

خو د طالبانو حکومت لویه ستونزه دا ده چې تر يو شمېر نړيوالو بنديزونو لاندې دي، له روسيې پرته بل هېڅ هېواد په رسميت نه دي پېژندلي او نه هم په ملګرو ملتونو يا بل نړيوال سازمان کې استازيتوب لري، له دې کبله نړيوالو ته او پر نړيوالو فورمونو خپل شکايت هم نشي وړاندې کولای.

خو له پاکستان يا بل کوم ګاونډي سره شخړه د افغانستان د ثبات او اقتصاد لپاره هم ډېر منفي عواقب لري، ځکه نه يوازې دوه اړخيزه تجارت ورسره اغېزمنېږي بلکې له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ يوه مهمه لار هم له خنډ سره مخامخېږي.

پاکستان لپاره ګټې او تاوانونه

پاکستان په دې ډول بريدونو سره غواړي د طالبانو پر حکومت فشار واچوي چې د پاکستاني طالبانو پر ضد مهم ګام واخلي چې د پاکستان په وینا په افغانستان کې مېشت دي او د هندوستان په مرسته له هغه ځايه په پاکستان کې بريدونه کوي.

د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او په پاکستان کې بريدونه د هغه هېواد کورنۍ مسئله بولي او ټينګار کوي چې حل یې هم بايد خپله پاکستان راوباسي.

پر همدې مهال په پاکستان کې پر امنيتي ځواکونو د پرله پسې بریدونو او مرګژوبلې وروسته د دغه هېواد چارواکي تر فشار لاندې دي او غواړي خپل ولس ته وښيي چې دوی په افغانستان کې په بريدونو سره غچ اخلي.

خو دا ډول بريدونه د پاکستان لپاره يو شمېر منفي پايلې هم درلودلای شي.

په دې سره نه يوازې د عام افغان ولس په منځ کې بلکې د طالبانو په جنګياليو کې هم د پاکستان خلاف کرکه او غوسه ډېرېږي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر خپلو امنيتي کسانو بنديز لګولی چې په پاکستان کې له بريدونو او هلته له فعالو ډلو سره له همکارۍ ډډه وکړي، خو د پاکستان په دې ګامونو سره د افغانانو په منځ کې هم د پاکستان خلاف د جنګ انګېزه ډېرېږي او کېدای شي له پاکستاني طالبانو سره د افغان طالبانو خپلسرو او رضارکارو جنګياليو ملاتړ هم ډېر شي.

له بلې خوا به دا د هغو افغانانو لپاره هم ګرانه کړي چې غواړي د طالبانو د حکومت پر ضد له پاکستان سره همکاري وکړي.

د دې تر څنګ که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت له پاکستاني طالبانو سره د همکارۍ ادعا ردوي، د پاکستان دا ډول بريدونه افغان او پاکستاني طالبان نور سره نژدې کولای شي، ځکه د پاکستان حکومت د دواړو لپاره يو ګډ دښمن ګرځي.

پر افغانستان د پاکستان بريدونه د هندوستان لپاره تر یوې تحفې کم نه دي، ځکه دا هندوستان ته يوه ډېره ښه موقع په لاس ورکوي چې دا حالت د ځان په ګټه وکاروي.

پاکستان چې څومره پر افغانستان فشار واچوي، افغانستان به مجبور وي چې بله لار ولټوي.

پاکستان چې کله د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر پر نهمه په افغانستان کې هوايي بريدونه وکړل په همغه وخت کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير په ډیلي کې و او هندوستان په کابل کې خپل ماموريت د سفارت کچې ته د لوړېدو پلانونه په ډاګه کول.

پاکستان چې له وړاندې څخه لا له ګاونډي هندوستان سره په يوه سړه جګړه کې ښکېل دی، له بل ګاونډي افغانستان سره د ترينګلتيا تر ډېرېدو وروسته پر يوه وخت پر دوو محاذونو له فشار او بې ثباتۍ سره مخامخېږي، چې دا به د پاکستان د ډېپلوماسۍ، امنيت او اقتصاد لپاره ګڼ اړخيز چلېنجونه راوټوکوي.

سيمه‌ييز ثبات او ګډوډي

که دا ډول بريدونه روان وساتل شي، کېدای شي په ټوله سيمه کې په يوه معمول بدل شي، ځکه هندوستان چې کله د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې تر خپلې ولکې لاندې کشمير په پهلګام کې د اوربکو خونړي بريد وروسته د دې کال د مې په مياشت کې په دې دليل پر پاکستان هوايي بريدونه وکړل چې د هندي چارواکو په وينا په هندي کشمیر کې د بريد تر شا د پاکستان مېشتو اورپکو لاس و.

که څه هم پاکستان د هندوستان د هوايي بريد ځواب ورکړ خو دا بريد یې د نړيوالو اصولو او معیارونو خلاف ګام وباله.

که پاکستان په دې دليل پر افغانستان برید کوي چې هلته پاکستان ضد اورپکي مېشت دي، او پر دوی بريدونه کوي، نو دا به هم هغه دليل وي چې هندوستان یې پر پاکستان د بريد د جواز لپاره کاروي.

تردې وړاندې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په مياشت کې ايران د پاکستان په بلوچستان ايالت کې توغنديز بريدونه وکړل او په وينا یې د هغو اورپکو پټنځايونه یې وويشتل چې په ايران کې په بريدونو کې ښکېل وو. پاکستان هم پر ايران ورته بريدونه وکړل او دواړو هېوادونو یو بل ته په دې ډول تر پيغام ورکولو وروسته خپل تعلقات بېرته جوړ کړل.

خو که د ډېپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې د ستونزو د هوارولو پر ځای دا ډول بريدونه او د هېوادونو د ملي حاکميت سرغړونې يو معمول وګرځي، نو دا به نه يوازې د افغانستان لپاره بلکې د ټولې سيمې د امنيت او ثبات لپاره خطرناک عواقب ولري.

يادونه: په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني امنيتي مرکزونو له بريد مخکې دغه مطلب لیکل شوی دی.