د طالبانو حکومت وايي د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې یې د پاکستاني پوځ پر پوستو "غچ اخيستونکي بريدونه" کړي: پاکستان وايي "سخت ځواب" یې ورکړی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، "د دېورنډ کرښې په اوږدو کې یې پر پاکستاني امنيتي ځواکونو د افغانستان د حريم نقضولو او هوايي برید په ځواب کې بريالي غچ اخيستونکي بريدونه د شپې ۱۲ بجې پايته رسولي دي."

ياد وزارت پر اېکس خپره کړې يوه خبرپاڼه کې ګوتڅنډنه کړی چې که مقابل لوری بيا د "افغانستان حریم نقض کړ، زموږ وسله وال پوځ د خپل حریم دفاع ته چمتو دی او کلک ځواب به ورکړي."

دغه وزارت ویلي، دا بریدونه د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ، سوېل ختیځ خوست، پکتیا، پکتیکا او په سوېلي هلمند ولایتونو کې شوي.

بل پلو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه بريدونه غندلی دي او په وينا یې "د پاکستان پر ملکي وګړو د افغان پوځ ډزې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. "

نوموړي ويلي، "پاکستاني ځواکونو سملاسي او اغېزمن ځواب په ورکولو سره ثابته کړه چې هېڅ ډول پارونه به ونه زغمل شي."

تر اوسه دغو پېښو کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي. د پاکستان دولتي تلويزيون له خوا خپرو شویو ويډيوګانو کې د طالبانو ځواکونو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا شوې ده.

د کونړ ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام کې عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، له ماښام لګېدو سره د طالبانو ځواکونو پر پاکستاني اړخ د سپکو او درنو وسلو برید وکړ چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه ونښته.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت ادعا کړې چې د شنبې ماښام بریدونو کې یې یو شمېر پاکستاني سرتېري وژلي او مالي زیان یې ور اړولی.

پاکستاني سرچینو بي بي سي ته منلې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې څو ځایه یې پر ځواکونونو بریدونه شوي خو د اوښتي زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.

د اکټوبر پر نهمه د طالبانو حکومت وویل د "کابل هوايي حریم" نقض شوی او په پکتیکا ولایت کې ځينې سیمې د پاکستان ځواکونو له لوري په نښه شوي. د طالبانو دفاع وزارت دا عمل د دوی په وینا کرغېړن ګام بولي او ګواښ کوي چې د عواقبو مسوولیت یې پاکستان ته راجع کېږي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت پر خواله رسنۍ، اېکس، یوه پیغام کې په دې هکله لیکلي وو: "پاکستان ډیورنډ 'فرضي' کرښې ته څېرمه د پکتیکا په مرغه سیمه کې پر یوه ملکي بازار بمبار کړی او د افغانستان پلازمېنې قلمرو یې هم نقض کړی دی."

د طالبانو حکومت په دې ټویټ کې لیکلي دي چې دا د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو "بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام دی."

د طالبانو دفاع وزارت په دې ټویټ کې زیاته شوې وه، چې دوی د افغانستان پر حریم دا تېری غندي.

په دې ټویت کې لیکل شوي چې "له خپل حریم څخه دفاع زموږ حق دی او له دې اقدام وروسته که وضعیت هر څومره ترینګلی کېږي نو عواقب به یې د پاکستان پوځ ته راجع وي."

پاکستاني ځواکونو له دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي. دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې هم د یوه بل پر خاوره د بریدونو ادعاوې کړې، چې مرګژوبله یې هم درلوده، خو که هغسې چې طالبان ادعا کوي، تائید شي، دا به تاریخ کې لومړی ځل وي، چې پاکستان د افغانستان پر پلازمېنه برید کوي.

سعودي او قطر د افغانستان او پاکستان تر منځ پر تاوتريخوالي اندېښنه ښودلې

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستي تاوتریخوالي او نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لوريو یې غوښتي چې د "کړکېچونو د کمولو او په سیمه کې د امنيت او ثبات ساتلو لپاره له زغمه کار واخلي."

د شنبې ماښام په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني امنيتي ځواکونو او پوستو د دوی په وینا د افغانستان "حريم د نقضولو او هوايي بريد په ځواب غچ اخيستونکي بريدونه" وکړل.

د سعودي عربستان په اعلاميه کې د ستونزو د حل لپاره پر خبرو اترو او ډېپلوماسۍ ټینګار شوی دی.

د یادونې وړ ده چې تیره میاشت، د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دفاعي چارو او امنیت په برخه کې د همکارۍ په اړه "د متقابل دفاع په اړه ستراتیژیک تړون" لاسلیک شو، چې له مخې یې "د یو هیواد په وړاندې بهرنۍ یرغل به د دواړو هیوادونو په وړاندې یرغل وګڼل شي."

بل عرب هېواد قطر هم د شنبې او یکشنبې په شپه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچن وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د زیاتېدونکي کړکېچ او تاوتریخوالي او همدارنګه یې د سیمې په امنیت او ثبات باندې د هغې د احتمالي اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خوا له ښکېلو خواو غوښتل شوي چې له خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او زغم څخه کار واخلي او هڅه وکړي چې اختلافات په داسې ډول حل کړي چې د کړکېچ د زیاتېدو مخنيوی وشي، ترڅو سیمه ایز امنیت او ثبات ته ګواښ پېښ نه شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې قطر د نړیوالې سولې او امنیت د ودې لپاره د ټولو سیمه ایزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي او د وروڼو پاکستانیانو او افغانانو لپاره د امنیت او سوکالۍ ډاډمنولو لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.