د ایران موټرسايکل ځغلونکې قابله او د حقونو مبارزه اسکار ته د نومول شوي فلم ستورې ده

یوه ښځه په یوه تش سړک موټرسايکل ځغلوي او شاته یې شنې غونډۍ ښکاري.

د عکس سرچینه، Gandom Films

د عکس تشریح، فلم جوړونکي وايي، چې سارا شاهوردي په ایران کې 'یو غیرمعمولي کار' کوي
    • Author, روسا رحیمي
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

فلم جوړونکې سارا خاکي، چې د ایران په پلازمېنه تهران کې لویه شوې وایي، په نرواکه ټولنه کې یې د پیاوړو ښځو ډېرې بېلګې لیدلې دي.

هغې وویل: "دا هغه ښځې وې، چې د خپلې خپلواکۍ لپاره یې مبارزه کوله او د خپل ژوند لپاره یې ځای غوښت."

وروسته هغې پرېکړه وکړه، چې په هېواد کې د ښځینه متشبثینو او فعالانو په اړه څېړنه وکړي او "له یوې رښتیا حیرانوونکې او کلکې ارادې لرونکې ښځې سره مخ شوه، چې د ایران په شمال لوېدیځ کې ژوند کوي. په سیمه کې یوازینۍ ښځینه موټرسایکل ځغلونکې ده او د قابلې په توګه یې د ۴۰۰ ماشومانو په زېږون کې مرسته کړی ده."

دا ښځه سارا شاهوردي ده. له څو میاشتو ټیلیفوني اړیکو وروسته د باور اړیکه جوړه شوه. خاکي او د هغې همکار محمدرضا عیني پوه شول، چې هغه د کلي د شورا څوکۍ ته هم نومانده ده. نو پرېکړه یې وکړه، چې د هغې په اړه فلم جوړ کړي.

دغه فلم چې غره کې لار ايستل (Cutting Through Rocks) نومېږي، اوس راتلونکې میاشت د اکاډمي جایزې په مراسمو کې د غوره مستند فلم په توګه د ایران لومړنی نوماند فلم ګرځېدلی دی.

فلم د شاهوردي ژوند څاري، ځکه هغه زنجان سیمې که د خپل کلي ټاکنو ته ولاړه ده چې د یوې ښځینه مشرې په توګه له بېلابېلو خنډونو سره مخامخ کېږي. موږ هغه په یوه تالار کې وینو، چې ۱۵۰۰ نارینه پکې ناست دي او د ۳۰۰ کلیوالو شوراګانو استازیتوب کوي.

د هغوی ترمنځ، هغه یوازینۍ ښځه ده.

په یوه بله صحنه کې، یوه ښځه او یو سړی د پیک اپې موټر شا کې ناست دي او د شا له خوا د موټرسایکل ځغلونکې ښځې فلم اخلي، کمره د دوی ترمنځ ایښې ده او دواړو خولۍ او کوټونه اغوستي دي.

د عکس سرچینه، Gandom Films

د عکس تشریح، سارا خاکي او محمدرضا عیني دغه مستند فلم په اتو کلونو کې جوړ کړ

هغې په ډېرو رایو ټاکنې وګټلې. لومړۍ ښځه شوه، چې دا بریا یې ترلاسه کړه. د دې هڅو له برکته کلي ته یې له اوږدې مودې وروسته تېل او برېښنا راولېږدول شول.

هغې د نارینه او ښځو ترمنځ د ځمکې د ګډ مالکیت لپاره هڅه وکړه، چې په ایران کې نادر مفهوم دی، او د نجونو د زده کړو او د ماشومانو د ودونو پر ضد یې غږ پورته کړ.

موږ شاهوردي ولیده، چې د ښځو ډک تالار ته وینا کوي او خواشیني څرګندوي، چې څنګه نجونې، چې عمر یې یوازې ۱۱ کاله وي واده کېږي او ماشومان زېږوي.

د نجونو ښوونځي ته به تلله او له زده کوونکو سره به یې خبرې کولې، چې ژمنه وکړي، خپلې زدکړې بشپړې کړي او په کم عمر کې به واده نه کوي.

خاکي وایي، شاهوردي په دې فلم کې "یو غیرمعمولي کار" کوي. دا پروژه په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوه او بشپړېدو یې اته کاله وخت ونیو.

هغې له عیني سره یوځای کار وکړ، چې د اذري ژبې اصلي ویونکی دی. هغه ژبه، چې په سیمه کې ویل کېږي. خاکي وایي، د ښځې او سړي ګډ ټیم ډېر مهم و:

"زه به ونه توانېدم هغو ځایونو ته ننوځم چې محمدرضا په اسانۍ ورننوت، او برعکس."

که څه هم د ښځو کیسې د فلم اصلي محور جوړوي، خو ترڅنګ یې بله کیسه هم روانه ده. خاکي او عیني د فلم جوړولو پر مهال واده وکړ.

عیني وایي: "دا دوه کیسې وې، چې په یو وخت کې روانې وې د فلم کیسه د کامرې مخې ته، او د مینې کیسه د کامرې تر شا. "شاهوردي په ټوکه وویل، چې د دوی د واده کریډیټ ما ته رسېږي. خو په فلم کې هغه له ستونزمنو حالاتو سره هم مخامخ شوې.

درې کسان، یو سړی او دوه ښځې، په زرغون او سمسور ډګر کې چې سره ګلان پکې دي، کیناستي دي، او شا کې غرونه ښکاري. ښځې دودیزې جامې اغوستي دي.

د عکس سرچینه، Gandom Films

په یوه صحنه کې، موږ وینو، چې شاهوردي د مور او پلار په اجازه فرښته نومې تنکۍ نجلۍ خپل کور ته راولي، چې غواړي له خپل مېړه طلاق واخلي؛ له هغه مېړه چې دې په ۱۲ کلنۍ کې ورسره واده کړی و. مېړه یې ۳۵ کلن دی د پلار په عمر یې دی.

موږ فرښته د محکمې په غونډه کې وینو، چې قاضي ته د طلاق غوښتنې دلیلونه بیانوي. هغه وایي: "نه غواړم زما د ماشوم راتلونکی زما په شان وي."

قاضي هغې ته مشوره ورکوي، چې حالت ومني او وروسته هغه بېرته د خپل مور او پلار کور ته ستنېږي.

فلم جوړونکو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې د محکمې ۴۰ دقیقې ثبت کړي، څو دا خبرې خوندي کړي.

وروسته په فلم کې بل بدلون راځي: شاهوردي خپله هم محکمې ته غوښتل کېږي، د دې تور له امله چې ګواکې 'غیراخلاقي کور' چلوي. هغې یادونه وکړه، چې تحقیق کوونکي ترې پوښتنه وکړه: ولې ښځې ستا کور ته درځي؟ ولې د نارینه وو کالي اغوندې؟ ولې دې غږ ښځینه نه دی؟

همدارنګه هغې لارښونه شوې وه، چې یو طبي متخصص ته ولاړه شي ترڅو معلومه شي، چې ایا د جنس بدلون عملیاتو ته اړتیا لري که نه. شاهوردي ټینګار کوي، چې له خپل جنسیت سره ارامه ده.

موږ هغه سړی نه وینو، چې معاینات کوي، خو د هغه مشوره اورو: "که ته رښتیا ښځه یې، باید د ټولنې اصولو او دودونو ته پام وکړې. زموږ په ټولنه کې ښځه هر څه چې وغواړي، نه شي کولی."

قاضي په پای کې د جراحي پرېکړه ردوي او د شاهوردي دوسیه تړي خو هغې ته سپارښتنه کوي، چې د ښځو مرسته کمه کړي او خپل کار ته پام وکړي.

فلم جوړونکو د دې قضیې پر مهال له شاهوردي ملاتړ وکړ.

په اصل کې ایران کې فلم جوړول له ستونزو خالي نه وو. خاکي او عیني وایي، چې د سیمه‌ ییزو چارواکو له لوري د جوازونو په ترلاسه کولو کې ځنډ، تحقیقات او د هغوی د هارډ ډرایفونو ضبط کېدل یې تجربه کړل.

داسې وخت هم پرې راغی، دا جوړه، چې ایران او متحده ایالاتو ته تلل او راتلل ځکه هلته او دلته اوسېدل نو د یو کال لپاره له ایران څخه له وتلو منع شول.

یو سړی له سپینې پیک‌اپ موټر څخه د موټرسایکل چلوونکي فلم اخلي. هغه کامره په لاس کې نیولې ده، او د هغه تر شا په سړک موټرسایکل چلوونکې روانه ده. شا کې د لمر لوېدو وړانګې ښکاري.

د عکس سرچینه، Gandom Films

د عکس تشریح، ایران کې د فلم جوړول اسانه نه وو

خاکي وایي: "زموږ د کیسې ویلو په لاره کې ډېر، ډېر، ډېر خنډونه وو. داسې وختونه هم وو چې موږ تقریباً ډاډه وو چې هېڅکله به دا فلم بشپړ نه کړو."

خو هغوی بریالي شول او د جنورۍ پر ۲۲مه یې د اسکار نوماندۍ خبر واورېد.

دا مهال په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو وروسته، چې زرګونه کسان پکې د امنیتي ځواکونو سخت ځپلو وژلي وو، انټرنېټ تر ډېره بند و. هغوی ونه توانېدل، چې سملاسي دا خبر له شاهوردي سره شریک کړي.

وروسته یې ورسره اړیکه ونیوله. شاهوردي د خبر په اورېدو چوپه پاتې شوه او بیا احساساتي شوه. عیني وایي: "موضوع یوازې نوماندي نه وه، بلکې ټوله تجربه وه او زما په اند، د هغې ټول ژوند."

که څه هم هغوی غوښتل شاهوردي له ځان سره جشنونو او نندارو ته یوسي، خو د امریکا د سفر بندیز او د ویزې محدودیتونو خنډونه جوړ کړل.

خو هغوی وکولای شول چې د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې سویلي کوریا ته د فلم د نندارې لپاره سفر وکړي.

خاکي وایي: "دا ډېر ارزښتناک و. هغې فلم له کوریایي تنکیو ځوانانو سره ولید، چې رښتیا یې ترې الهام اخیستی و."

د فلم له لومړۍ نندارې وروسته، د شاهوردي څلور کلنه د شورا دوره پای ته ورسېده، خو فلم جوړونکي وایي، چې هغه لا هم د ښځو او نجونو کلکه ملاتړې ده.

په هغې کلي کې نوی ښوونځی جوړېږي. هغه څه چې هغې ورته مبارزه کړې وه.

عیني وایي: "د هغې په ټولنه کې ډېر بدلونونه راغلي. ډېرې ښځې اوس دا باور لري، چې د شورا څوکۍ ونیسي او پرېکړې وکړي او ډېرې تنکۍ نجونې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. مور او پلار یې ملاتړ کوي."