په افغانستان کې د سینما لنډ عمر: هغه وخت چې خلکو د فلم لیدلو لپاره پتلون کرایه کاوه


د ۱۳۸۱ کال په تله کې څو کسان د کابل پارک سېنما کې هندی فلم ګوري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۱۳۸۱ کال په تله کې څو کسان د کابل پارک سېنما کې هندی فلم ګوري
    • Author, رویین رهنوش
    • دنده, بی‌بی‌سی
  • د لوستلو وخت: ۱۱ دقیقې

په افغانستان کې یو وخت سینماګانې یوازې د فلم د نندارې تر تالار محدودې نه وې، بلکې په ښارونو کې "د عصریتوب، پرمختګ او بدلون" نښې وې.

د سینما په برخه کې څېړونکی موسا رادمنش وايي، په افغانستان کې لومړنی سینما - تیاتر په ۱۳۰۲ کال کې د پاچا امان الله خان د واکمنۍ پرمهال د کابل په پغمان ولسوالۍ کې جوړ شو.

خو د افغان فلم ادارې پخوانی کارمن قاسم کریمي وايي، په افغانستان کې د سینما جوړولو مفکوره د پاچا امان الله خان د پلار امیر حبیب الله خان په دوره پورې تړلې ده.

د هغه په وینا، امیر حبیب الله خان د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې چارواکو او د شاهي کورنۍ غړو هندي فلمونه ننداره کړل.

هغه وايي چې په پغمان کې لومړنۍ سینما- تیاتر هم د امیر حبیب الله خان په وخت کې جوړ شوی و او د هغه زوی غازي امان الله خان هم د اروپا له سفر تر ستنیدو وروسته دې تالار ته چت جوړ کړ او د لومړي ځل لپاره یې هلته خپل سفري فلمونه نندارې ته وړاندې کړل.

ښاغلی رادمنش وايي، ارګ ته نږدې بهزاد او کابل سینماګې هم د پاچا امان الله خان په واکمنۍ کې جوړې شوې وې. وروسته د محمد ظاهر شاه واکمنۍ کې د ډېرو سېنماوو بنسټ کېښودل شو.

د اریانا، پامیر، بریکوټ، بهارستان، پارک، زینب، تیمورشاهي، فرخي، میوند، اقبال او کابل نندرې په څېر سېنماوې چې د تیاتر تالارونه وو، فلمونه هم په کې لیدل کېدل او همدارنګه کارته نو، میرویس او نورې سېنماوې د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر پرځېدو او د مجاهدینو تر واکمنۍ پورې فعالې وې.

بهزاد سېنما کورنۍ جګړه کې ویجاړه شوه.

د عکس سرچینه، Taliban Gov

د عکس تشریح، بهزاد سینما کورنۍ جګړه کې ویجاړه شوه.

زلمی رزمي چې د افغان فلم د مدیر په توګه یې کار کړی، وايي چې د ډیموکراټیک ګوند او د ډاکټر نجیب الله د ولسمشرۍ تر پای په کابل کې ۱۷ فعالې سېنماګانې وې.

په کابل کې ځینې سینماګانې د ښاروالۍ او مالیې وزارت په څېر ادارو سره تړلې وې.

ښاغلی رزمي وايي چې وروسته خصوصي سینماګانې لکه اریوب، بهارستان، تیمورشاهي، باختر، فرخي، میوند، اقبال او په میرویس میدان یا کوټه سنګي کې میرویس هم جوړې شوې.

په ننګرهار کې د "ښاروالۍ" او سپین غر سینماګانې، د خوست، پلخمري/بغلان، بلخ، کندوز، کندهار او هرات سینماګانې په ولایتونو کې فعالې وې.

په ۶۰ لمریزه لسیزه کې په زینب سېنما کې د "بوزک چیني" تیاتر د نندارې یوه صحنه
د عکس تشریح، په ۶۰ لمریزه لسیزه کې په زینب سینما کې د "بوزک چیني" تیاتر د نندارې یوه صحنه

د محمد ظاهر شاه تر وخته د فلم تولید تر خبري رېالونو یا داسې فلم پورې محدود و چې پکې د حکومت فعالیتونه راپور او ښودل کېدل.

د خلکو دیموکراتیک ګوند واکمنۍ کې د فلم او سېنما فعالیت اوج ته ورسېد.

په دې دوره کې د سینما ډیری مشهور افغان لوبغاړي او کارکوونکي د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو کې وروزل شول.

د "روزګاران" فلم له تولید وروسته، چې د افغان فلم ادارې محصول و، په شپېتمه لسیزه کې، د فلم جوړولو خصوصي شرکتونه لکه نذیر فلم، اریانا فلم، شفق فلم او ګلستان فلم وبنسټېدل یا تاسیس شول او په افغانستان کې د سېنما فعالیت نوي پړاو ته ننوت، مګر خپلې پایلې ته ونه رسید.

موسا رادمنش وايي په افغانستان کې د فلم جوړولو لومړنی خصوصي شرکت نذیر فلم و، چې په ۱۳۵۵ کې د محمد نذیر په نوم یو کس وبنسټاوه.

"خلکو د رومیو او جولیټ فلم لیده"

په افغانستان کې د سینما په لومړیو وختونو کې، بهرني فلمونه د افغان فلم ادارې له لارې واردېدل او پر سینماګانو ویشل کیدل.

وروسته خصوصي شرکتونو هم فلمونه وارد کړل، مګر محدودیتونه یې درلودل، لکه یواځې د ټاکلي شمیر فلمونو واردولو اجازه یې درلوده او د هر فلم ګمرکي محصول یې ور کاوه. تر نندارې مخکې باید د افغان فلم سانسور بورډ دا فلمونه تایید کړي وی.

په افغان فلم اداره کې د فلم د تورید او سانسور پخوانی مشر زلمی رزمي وايي چې افغان سینماګانې له ۶۰ لسیزې مخکې د مختلفو هېوادونو فلمونه ښودل، لکه امریکایی، ایټالوي او د نورو اروپایي هېوادونو فلمونه، همدارنګه هندي، روسي او ایراني فلمونه.

د سردار محمد داود خان دوره، د پارس فلم (له ښي خوا ) او افغان فلم (له کیڼ اړخ ) ترمنځ د فلم تړون نوي کېدل
د عکس تشریح، د سردار محمد داود خان دوره، د پارس فلم (له ښي خوا ) او افغان فلم (له کیڼ اړخ ) ترمنځ د فلم تړون نوي کېدل

ښاغلي رزمي وویل: " خورا ښه فلمونه لکه د شکسپیر د اثر له مخې لیکل شوی رومیو او جولیټ، د تولستوی اثر جګړه او سوله، د روم امپراتورۍ پرځېدل، پوپنا او ډیر نور غوره فلمونه نندارې ته وړاندې کېدل ."

د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال حکومت د بهرنیو فلمونو د واردولو توان نه درلود، ځکه د افغان فلم ادارې له فارس فلم شرکت سره تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د دغه شرکت دوبله شوي فلمونه له دوو تر دریو اونیو کرایه کول او پیسې به یې ورکولې.

دا تړون د محمد ظاهرشاه واکمنۍ کې پیل شو، د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود خان په وخت کې نوی شو او د خلکو دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ تر لومړیو څو میاشتو پورې روان و.

د ۱۳۵۹ کال په لومړیو کې، د افغان فلم او شوروي "سوپ ایکسپورت فلم" پلاوي ترمنځ د تړون لاسلیک
د عکس تشریح، د ۱۳۵۹ کال په لومړیو کې، د افغان فلم او شوروي "سوپ ایکسپورت فلم" پلاوي ترمنځ د تړون لاسلیک

د تړون له مخې، د بهرنیو فلمونو له نندارې ۳۰ سلنه عاید فارس فلم ته، ۲۰ سلنه افغان فلم ته او ۵۰ سلنه هم د هغې سېنما و چې دا فلم پکې نندارې ته وړاندې کېده."

د ښاغلي رزمي په وینا، په ۱۳۵۷ کال کې د ایران له انقلاب وروسته، د فارس فلم ځینې چارواکي له خپل هیواد ووتل او دا چې په هغه وخت کې افغان حکومت له شوروي اتحاد او سوسیالیستي هېوادونو سره نږدې اړیکې درلودې، نو د امریکایي او اروپایي فلمونو ځای د "شوروي" فلمونو ونیوه، چې ارزانه هم پلورل کېدل:

"ډیر فلمونه واردېدل. هغه هم د دې لپاره چې د نظامي واحدونو، خاد او پولیسو په ګرځنده سېنماوو او همدارنګه ولایتونو کې یا یې په مرکزونو کې د ځوانانو د سازمان تالار په څیر ځایونو کې نندارې ته وړاندې کېدل."

په ۱۳۵۹ کال کې، د افغان فلم او "سوف ایکسپورټ فلم" شرکت ترمنځ د تړون په لاسلیک له افغانستان سره، د سېنما په برخه کې د پخواني شوروي همکاري زیاته شوه.

د فلم سانسور

ان د خلکو دیموکراتیک ګوند په وخت کې، چې په واکمنۍ کې یې په تیره نیمه پیړۍ کې په افغانستان کې ځینې ازادۍ بې ساري وې، بیا هم فلمونه سانسورېدل.

افغان فلم کې د سانسور څانګه د هغه وخت د "اطلاعاتو کلتور وزیر" سلیمان لایق په څار جوړه شوې وه. مشر یې زلمی رزمي و، چې فلمونه یې په ځیرتیا سره لیدل او که اړتیا وه نو سانسورول یې.

د فلم سانسور هم د حکومت د رسنیز پلان پر بنسټ ولاړ و، چې پکې یې ځینې وخت د حکومت سیاسي حساسیتونه او همدارنګه د خلکو ایډیالوژیکې او کلتوري اندېښنې په پام کې نیولې.

د اریانا سېنما کارمن د فلم ښودلو پروجیکټر څنګ ته
د عکس تشریح، د اریانا سېنما کارمن د فلم ښودلو پروجیکټر څنګ ته

ښاغلي رزمي وویل: "موږ په افغان فلم کې یو کوچنی تالار درلود، موږ به هلته فلم نندارې ته وړاندې کاوه او لیده مو. د سانسور یو بورډ هم و او موږ به پکې لیکل چې پلانۍ صحنه باید لرې شي یا باید هیڅ شی لرې نه شي او دا فلم ښودل کیدی شي. ځینې شیان وو چې موږ یې خپرېدل نه غوښتل."

دا چې د سانسور بورډ غړو په نارسمي وخت کې اضافي کار کاوه، نو د هر فلم د لیدلو بدل کې یې د ډاکټر نجیب الله د وخت څلور سوه افغانۍ د لاسباړې یا حق الزحمې په توګه ترلاسولې.

دا یوه هغه صحنه ده چې زلمی رزمي یې د لرې کولو حالت بیانوي: "د مثال په توګه یو هندی فلم و، یو ځای پکې غل یوه نجلۍ، چې "زینت امان" وه، خېټې ته په چاړه وهي. نجلۍ پورته کیږي او مخ ته ځي او وايي، "لا اله الا الله ووایه." ما وویل، دا لرې کړئ، ځکه چې د دوی له مجسمې یا بوت رڼا پیدا کیږي او ور سره ړنده سترګه جوړېږي. دا لا اله الا الله هم باید یوه معجزه وښيي، په داسې حال کې چې هغه هم چاړه په لاس د [نارینه لوبغاړي] پښو ته لوېږي."

" پتلون د سېنما تر ټیکټ ډیر مهم"

زلمی رزمي وايي، د خلکو دیموکراتیک ګوند په لومړیو کې، په سېنماوو کې پاړکیز یا طبقاتي جلاوالی څرګند شو او د پارک، زینب او اریانا په نوم درې دولتي سېنماوې تر ډېره اشرافو، چارواکو، دولتي کارمنانو او کورنیو ته پرانیستې وې.

دې درې سېنماوو د نړۍ د سېنما مشهور اثار نندارې ته وړاندې کول او هندي فلمونه پکې منع وو. عادي خلکو په ځانګړې توګه هغو کسانو ته د ننوتلو اجازه نه وه چې ملي جامې یې اغوستې.

په هغه وخت کې دې محدودیتونو د کابل اوسیدونکو ته ځینې نه هیریدونکې خاطرې هم پریښودې.

د افغان فلم د یوه محصول د کونډي زوی فلم په یوه صحنه کې د سېنما دروازې مخې ته د کرایې پتلونونو شېبه.
د عکس تشریح، د افغان فلم د یوه محصول د کونډي زوی فلم په یوه صحنه کې د سېنما دروازې مخې ته د کرایې پتلونونو شېبه.

خلکو هڅه کوله چې په هره لار وي، ځان سېنما ته ورسوي، خو ځینې هغه کسان چې له ولایتونو او د کابل له شاوخوا سیمو پلازمینې ته تلل او دودیز جامې یې اغوستې، اړ وو چې پتلون کرایه کړي.

زلمی رزمي- چې د څه مودې لپاره د زینب سېنما مدیر هم و- وايي چې د هرې سېنما مخې ته یو کانټین و او یو کس به د پیسو په بدل کې د هغو کسانو بایسکلونه ساتل چې په سېنما کې یې فلم لیده.

د سردار محمد داود واکمنۍ کې د زینب سېنما پر دیوال د "ټرک ټرینر" فلم پوسټر
د عکس تشریح، د سردار محمد داود واکمنۍ کې د زینب سېنما پر دیوال د "ټرک ټرینر" فلم پوسټر

د نوموړي په خاطرو کې یوه هم د هغو بایسکل ساتونکو ده چې د دوو یا دریو افغانیو په بدل کې یې هغو نندارچیانو ته پتلونونه په کرایه ور کول چې غوښتل یې سېنما ته لاړ شي: "دوی [ساتونکو] پر دې پوهیدل چې دا د عاید سرچینه هم ده او د خلکو کار اسانوي. ما په خپلو سترګو ولیدل چې یو چا پر پرتوګ له پاسه پتلون واغوست، څپلۍ یې پر پښو وې، ومې ویل چې لونګۍ به یې څنګه کېږي. هغه لونګۍ تر ملا تاوه کړه او سېنما ته ننوت."

د افغان فلم تولید شوي سریال"د کونډې زوی" کې دا صحنه هم جوړه شوې ده.

د افغان فلم پخوانی مرستیال سلطان استالفي وايي چې په هغه وخت کې، د کابل سېنماوې تر نیمې شپې پرانیستې وې.

په شپېتمه لسیزه کې د سېنما ټکټ د څوکیو کتار ته په پام له اول تر اخر په لس، دوولس او پنځلس افغانۍ و.

د کندهار سېنما وداني، چې په جمهوريت کې یې په جومات بدلول نیمګړي پاتې وو او د طالبانو حکومت یې کارونه بشپړ کړل.
د عکس تشریح، د کندهار سېنما وداني، چې په جمهوريت کې یې په جومات بدلول نیمګړي پاتې وو او د طالبانو حکومت یې کارونه بشپړ کړل.

په افغانستان کې د سېنما نیمګړی څپرکی

په افغانستان کې سېنما له خپل پیل راهیسې ان د دغه هېواد پلازمېنه کې هم له مخالفت سره مخ شوې او بریدونه پرې شوي دی. د افغانستان په ولایتونو کې د جوړو شویو ډیری سېنماوو ژوند د خلکو دیموکراتیک ګوند د حاکمیت ختمېدو او د مجاهدینو په لاس د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکوریدو سره پای ته ورسید.

ان د محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې ځینې کسانو د کندهار سېنما پر فعالیتونو اعتراض درلود او وسوځول شوه. د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې پر جومات د دې سېنما د بدلولو پلان جوړ شوی و، په جمهوریت کې یې یو څه چارې پر مخ لاړې او په دې وروستیو کې طالبانو دا دیني مدرسه بشپړه کړې ده.

د موسا رادمنش په وینا، د پغمان سېنما هم په بچه سقاو مشهور د حبیب الله کلکاني د رژیم پر مهال ویجاړه شوې وه.

د کندهار سېنما د ودانۍ پخوانی انځور
د عکس تشریح، د کندهار سېنما د ودانۍ پخوانی انځور

د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په وروستیو کې، د کابل ښار دوو سېنماوو اقبال او اریانا کې چاودنې وشوې. د موسا رادمنش او زلمي رزمي په وینا، د مجاهدینو ډلو په هغه وخت کې دا بریدونه کول. ښاغلی رادمنش وايي چې په کابل کې د مجاهدینو ډلو ترمنځ په کورنۍ جګړه کې هم د سېنما څو ودانۍ ویجاړې شوې. ډیری سېنماوې لکه د اریوب او بهارستان سېنماګانې هم د تل لپاره وتړل شوې.

د جمهوريت پر مهال په کابل کې د سېنما ځینې ودانۍ ورغول او فعالې شوې، خو دغه صنعت ته ډیره پاملرنه نه کېده او حکومت تمه درلوده چې د خصوصي سکتور پانګونې سره به د سېنما فعالیت وده وکړي، مګر خصوصي سکتور په دې برخه کې پانګونه ونه کړه.

د بهزاد په څیر د سېنماوو ویجاړې شوې ودانۍ، چې د کورنیو جګړو میراث وې، ان په جمهوريت کې هم ونه رغول شوې. په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت بهزاد سېنما رغولې او د پلورنځي او سوداګریز نندارتون په توګه کارول کیږي.

په جمهوريت کې د افغان سېنما د وروسته پاتېدو یو بل دلیل د سپوږمکۍ یا ډېش انټینا، ویډیو او سي ډي کارول بلل کېږي او په دې وروستیو کې د نیټ فلکس په څېر ډیجیټل پروګرامونو نه یواځې افغانستان بلکې د سېنما نړۍ بدله کړې ده.

د طالبانو حکومت بهزاد سېنما ترمیم او په سوداګریز مارکېټ بدله کړې ده
د عکس تشریح، د طالبانو حکومت بهزاد سېنما ترمیم او په سوداګریز مارکېټ بدله کړې ده

د ننګرهار د سپین غر په څېر په کابل او ولایتونو کې د ډیری سېنماوو ودانۍ په تیرو دوو لسیزو کې په مختلفو وختونو کې له سېنمايي او هنري چارو پرته د نورو موخو لپاره په دوکانونو یا ګودامونو بدلې شوې دي. خو د خوست سېنما په څېر د دوی کم شمیر، د مختلفو دولتي پروګرامونو لپاره د تالارونو په توګه کارېږي. د ځینو سېنماوو ودانۍ لاهم کنډواله دي.

اریانا سېنما په کابل کې دویمه سېنما وه چې په تیرو پنځو کلونو کې ونړول شوه. تر هغه مخکې او د جمهوريت وروستیو کې د پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح په مستقیمه مداخله پارک سېنما ویجاړه شوه. ښاغلي صالح ویلي وو چې هغه به په دې ځای کې کلتوري مرکز جوړ کړي. د طالبانو حکومت ویلي چې د عاید د زیاتوالي لپاره د یو خصوصي شرکت په مټ د اریانا سېنما په ځای کې پلورنځی جوړوي.

داسې ښکاري چې د افغان سېنما هغه سل کلن ژوند پای ته رسیدلی، چې هیڅکله یې هم ټیکاو نه درلود.

بي بي سي د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت او په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ له ویاندانو سره د دې پوښتنې لپاره اړیکه ونیوله، چې د سېنما ودانیو لپاره دوی څه پلانونه لري او په کابل کې څومره نورې سېنماوې پر پلورنځیو بدلېږي، خو دوی زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د کابل په باغ بالا کې د اریوب سېنما ودانۍ، تله ۱۳۹۲

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کابل په باغ بالا کې د اریوب سېنما ودانۍ، تله ۱۳۹۲