طالبان: پاکستان کې له افغان کډوالو سره چلن د منلو نه دی، دوی دې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، پاکستان کې له افغان کډوالو سره چلن ورته د منلو نه دی. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خواله رسنۍ اېکس پاڼه له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په تړاو پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي:"پاکستان لوری دې په دې اړوند پر خپل پلان له سره غوړ وکړي."

ښاغلي‌ مجاهد پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره د دغه هېواد پر زغم ټینګار کړی او لیکلي یې دي:"تر څو چې افغان کډوال په خپله خوښه او سوله ییز ډول له پاکستانه راووځي هغه هېواد باید زغم ولري."

روان کال د پاکستان او افغانستان تر منځ پر پوله د بریدونو زیاتوالي د دواړو هېوادونو اړیکي ترینګلي کړي.

اټکل کېږي چې ۱،۷ مییلیونه افغان کډوال په ناقانونه ډول پاکستان کې اوسېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغانان دغه هېواد کې د کډوالو په توګه ثبت شوي او ۸ سوه اتیا زره نورو د پاتې کېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي دي.

خو پرون سه شنبه د اکتوبر پر ۳یمه د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو په ګډون ټولو بهرنیانو ته ویلي، چې د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه که له دغه هېواده په خپله خوښه و نه وځي، په زور ایستل کېږي او ټولې شتمنۍ او جایدادونه هم ترې اخیستل کېږي

پاکستان

د پاکستان چارسمبالي‌ لومړي وزیر انوارلحق کاکړ په مشرۍ د سیاسي او پوځي مشرانو تر غونډې وروسته د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي یوې غونډې ته ویلي، ټول هغه وګړي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خپل کار، روزګار دې بند کړي، جایدادونه دې وپلوري او خپلو هېوادونو ته دې ستانه شي.

که داسې و نه کړي، د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به نیول کېږي، له هېواده به شړل کېږي او جایدانونه به ترې اخیستل کېږي.

په دا ورستیو کې د پاکستان پولې ته څېرمه سخت بریدونه شوي، پاکستاني چارواکي تور پورې کوي چې دغو بریدونو کې افغانان لاس لري.

طالبانو د دغه تور پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی.

ذبیح الله مجاهد د پاکستان امنیتي مسایلو کې د افغان کډوالو لاس لرل رد کړي او یلي یې دي :"افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري."

له پاکستانه د کډوالو د جبري ایستلو په تړاو د دغه هېواد پرېکړې نړیوال غبرګونه هم راپارولي دي.

ملګرو ملتونو د پاکستان له دې پرېکړې سره مخالفت کې ویلي، چې خپل هېواد ته د کډوالو ستنیدنه باید په خپله خوښه وي.

د بښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې ژر ترژره د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو لاس واخلي.

افغان کډوال

په دا وروستیو کې له پاکستانه خپاره شوي رپوټونه وايي، ګڼ افغان کډوال چې په یاد هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري د پاکستاني پولیسو له خوا نیول کېږي،‌ ربړول کېږي او زندانونو کې اچول کېږي، په دې کې د موموزو وژنو ځینې پېښو یادونه هم کېږي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان سفارت وايي، څو تنه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته په مرموز ډول وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې، خو تر اوسه یې د دوی په بند کې د افغان کډوالو د وژل کېدو دې ادعا ته غبرګون نه دی څرګند کړی.

تر دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (يو اېن اېچ سي ار) ویلي وو، چې په پاکستان کې درې اعشاریه اوه میلیونه افغانان مېشت دي چې پکې يو اعشاريه درې میليونو ته پي او آر يا ای سي سي کارډونه ورکړل شوې دي.

پاتي کسانو کې یې زیاتره په وېزو ورغلي دي، خو ګڼ شمېر پکې داسې کسان هم شته چې هلته د اوسېدو سند نه لري