مولوي یعقوب مجاهد: د افغانانو پر وړاندې د پاکستان چلن "ظلم او وحشت دی"، د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلې کوي

د عکس سرچینه، RTA
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالی ډک چلن غندلی او د مخنیوي غوښتنه یې کړې. نوموړي ویلي، د پاکستان دا ډول پرېکړه "غیر عادلانه" او "بې انصافي" ده او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې "ترینګلي" کوي.
د نوموړي په وینا:" مونږ او تاسې په ګډه هڅه کوو چې نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې برحاله کړو، خو په دې ډول او په داسې وحشت او بربریت باندې چې څوک یې کوي مونږ نه شو کولی."
ښاغلي مجاهد دا خبرې نن پنج شنبه د اکتوبر په ۵مه د پولیسو اکاډمۍ د افسرانو په ۱۴مه دوره فراغت غونډه کې کړي دي.
هغه همدا راز پر ملګرو ملتونو او د بشر حقونو پر بنسټونو غږ کړی، چې افغان کډوالو سره د پاکستان د دا ډول چلند پوښتنه دې وکړي.
ښاغلي مجاهد د پاکستان له خلکو او دیني عالمانو غوښتي، چې د افغانانو پر وړاندې د دا ډول "تاوتریخوالي" مخه دې ونیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي پاکستان کې له مېشتو افغان پانګه والو هم غوښتنه کړې، چې خپله شتمني دې د پاکستان پر ځای په خپل هېواد کې ولګوي.
" ټولو هغو شتمنو افغانانو نه چې پاکستان کې مېشت دي غوښتنه کوو، چې ډېر ژر خپله ټوله شتمني او پانګه چې هلته مو لګولې افغانستان ته رانقل کړئ او د دوی هغه اقتصاد، چې ستاسې پر مت جوړ شوی ړنګ کړئ او خپل هېواد ته راوګرځئ."
له دې وړاندې پرون هم د طالبانو حکومت پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد د چارواکو د پرېکړې په اړه سخت غبرګون ښودلی و او ویلي یې و چې "پاکستان دې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي."
تېره سه شنبه د اکتوبر په ۳یمه د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو په ګډون ټولو بهرنیانو ته له دغه هېواده د وتلو لپاره د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه وخت ورکړ.
د پاکستان د کورنیو چاورو وزیر سرفزاز بګټي یوې غونډې ته ویلی و چې، پاکستان کې مېشت ټول بهرنیان که د اکټوبر تر پایه له دغه هېواده و نه ووځي په زور ایستل کېږي او ټولې شتمنۍ او جایدادونه یې هم اخیستل کېږي.
د کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت دغې پرېکړې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي، چې افغانان دې په عزت او د دوی په هېواد کې ژوند کولو ته پرېږدي او د کډوالو په برخه کې یې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ عوښتنه کړې، چې د کډوالو د راجستر کولو بهیر چټک کړي. دغه سازمان همدا راز پر درېیمو هېوادونو هم غږ کړی چې بهر ته د تلونکو افغانانو د ویزې د وېش کارونه ژر خلاص کړي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم پر پاکستاني چارواکو نیوکې کړي، دغه کمیسیون پر اېکس پخواني ټوېټر لیکلي "د پاکستان د حکومت دا پرېکړه چې ګواکې یو میلیون بهرني وګړي دې ځکه ووځي چې له ترهګرۍ او مجرمو ډلو سره لار لري، د ترحم نشتوالی ښيي او دا چې د ملي امنیت لید څومره لنډ او تنګ دی."
یاد کمیسون زیاتوي، د دې خلکو لویه برخه زیانمنونکي افغان کډوال او بې هېواده خلک دي چې پاکستان یې له څو نسلونو راهیسې کور دی. دا د منلو وړ نه ده چې د یو څو کسانو د غلطۍ زور له نورو وایستل شي.
دغه بنسټ پر پاکستان غږ کوي چې پرېکړه یې د بشر د حقونو له قانون سره په ټکر کې ده او باید بېرته یې واخلي.
ملګرو ملتونو د پاکستان له دې پرېکړې سره مخالفت کې ویلي، خپل هېواد ته د کډولو ستنیدنه باید په خپله خوښه وي.
د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (يو اېن اېچ سي ار) د شمېرو له مخې، په پاکستان کې درې اعشاریه اوه میلیونه افغانان مېشت دي چې يو اعشاريه درې میليونو ته پي او آر يا ای سي سي کارډونه ورکړل شوې دي.
پاتي کسانو کې یې زیاتره په وېزو ورغلي دي، خو ګڼ شمېر پکې داسې کسان هم شته چې هلته د اوسېدو سند نه لري












