"څو افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته په مرموز ډول وژل شوي"

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنترول لاندې افغان سفارت وايي څو تنه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته په مرموز ډول وژل شوي دي.

سفارت ویلي په دې تړاو یې پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړی او یو ځل بیا یې ترې غوښتي چې د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو لاس واخلي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنترول لاندې افغان سفارت پر خپله ایکس پاڼه د لږترلږه څلورو کسانو یادونه کړې چې په وینا يې د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي وو او له څه مودې لادرکۍ وروسته یې جسدونه په روغتونو او نورو ځایونو کې موندل شوې دي.

د پاکستان حکومت دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې، خو تر اوسه یې د دوی په بند کې د افغان کډوالو د وژل کېدو دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

افغان سفارت ویلي چې د وژنو د دغو پېښو په اړه یې پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړی او یو ځل بیا یې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي ځکه چې په وینا یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیزه کوي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محمد عباس ستانکزي هم څه موده وړاندې طلوع نیوز ته ویلي وو چې د ځینو هېوادونو استخباراتي کړۍ دوی سره په زندانونو کې بندي افغان کډوال وژني،‌ بیا یې مړي یو ځای غورځوي او ادعا کوي چې ګوندې په نښته کې یې وژل شوي دي.

ښاغلي ستانکزي ویلي وو دا کار د دې لپاره کېږي چې د افغانستان او افغانانو نوم بد کړي.

هغه که څه هم د کوم مشخص هېواد نوم نه و اخیستی، خو د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو خبرونه تر ډېره له پاکستان او ایرانه ترلاسه کېږي چې میلیونونه افغان کډوال پکې اوسي.

د ښاغلي ستانکزي تر دغو څرګندونو لږ ورمخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ وو، په اسلام اباد کې یې د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې له افغان سفارت غوښتي، چې د هغو درېیو افغان وسلوالو مړي ترې تسلیم او ترلاسه کړي، چې په وینا یې د جولای میاشتې پر دولسمه په ژوب کې د پاکستاني ځواکونونو پر يوه پوځي مرکز په برید کې وژل شوي.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ان دا ادعا هم کړې، چې ګوندې په دغه هېواد کې د ناامنیو پېښو کې ځینې افغانان هم ښکېل دي او دوی یې ثبوتونه او شواهد د طالبانو له حکومت سره شریک کړي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د ګاونډیو په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او اجازه نه ورکوي، چې خاوره یې د نورو پر ضد وکارول شي.

اسلام اباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي پاکستاني پولیس له تېرو دوو اونیو راهیسې دغه هېواد کې د افغانانو پر استوګنځایونو دشپې او ورځې عملیات کوي چې د ښځو، ماشومانو او اسنادو لرونکو کسانو په ګډون پکې ګڼ شمېر افغانان نیول شوي دي.

افغان سفارت زیاته کړې چې په دې موده کې یوازې په اسلام اباد کې نږدې ۱۰۰۰ افغان کډوال نیول شوي چې نیم یې د کډوالی یا سفر اسناد هم لري.

د سفارت په بیان کې راغلي چې "د افغان کډوالو پر ضد دا ډول عملیاتو په سند ایالت خصوصاً کراچۍ ښار کې هم زور اخیستی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر افغانان زندانونو ته اچول کیږي."

هممهاله د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو نیول او ځورول ژر تر ژره ودروي.

دغه سازمان ویلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ویزو او پناه اخیستلو سختو پروسو او پیچلي وضعیت افغان کډوال لا ډېر اندېښمن کړي دي.