د طالبانو دفاع وزیر: که څوک له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، جنګ یې جهاد نه دی

د عکس سرچینه، RTA
په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د دفاع وزارت سرپرست ویلي که څوک له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، دغه جنګ یې جهاد نه ګڼل کېږي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد دا څرګندونې د ملي دفاع وزارت قومندانانو او سرتېرو ته په وینا کې کړې دي.
نوموړي خپلو پوځیانو او پوځي قومندانو ته په دې وینا کې ټينګار کړی چې داسې کړنې او اعمال ترسره نه کړي چې د نوموړي په وینا د دوی د نظام لوړو ګټو ته زیان اړوي، بې نظمي او بې اطاعتي جوړوي او د نظام پر وړاندې ننګونې راپورته کوي.
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هغه دا وینا پر خپلو خواله رسنیو خپره کړې ده.
ښاغلي مجاهد وايي "اوس خو د امیر امر دی. اطاعت یې واجب، فرض او لازم دی. که څوک له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، دغه جهاد یې جهاد نه بلل کېږي."
هغه خپلو پوځيانو او د دوی مشرانو ته دې وینا کې وايي، چې هم پخپله او هم خپل ملګري پر جهاد، د جهاد پر مقصد او د نظام پر اهمیت پوه کړي او دا چې د خپلو غوښتنو او "خواهشاتو په وجه باید ستونزې او مشکلات جوړ" نه کړي.
نوموړي ټینګار پر دې کړی چې اوس باید د ده په وینا "د پراخو قربانیو" پایله کې د لاس ته راغلې ثمرې یا رامنځته شوي نظام د ساتنې او ځواکمنتیا لپاره کار وشي.
د طالبانو دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د پاکستان بېلابېل جګپوړي چارواکي په دغه هېواد کې د بریدونو او امنیتي پېښو له ډېرېدو سره تور لګوي، چې ګوندې دغه بریدونه په افغانستان کې پلانېږي او دا چې بریدګر هم د افغانستان له خاورې ور اوړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ان دا دعا هم کړې، چې په دغو ناامنیو کې ځینې افغانان هم ښکېل دي او دوی یې ثبوتونه او شواهد د طالبانو حکومت سره شریک کړي دي.
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر په دې وروستیو کې ځايي رسنیو ته ویلي وو "په ګڼو پېښو کې زموږ سره مشخص شواهد شته چې موږ شریک کړي هم دي چې افغان وګړي ښکېل دي. دا چې څنګه پاکستان ته دننه کېږي، هره پېښه بېل حقیقتونه لري. ځینې وخت داسې هم شوي چې د روغتیا په ویزه راغلي او په بریدونو کې ښکېل وي."
همدا راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، په اسلام اباد کې یې د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې له افغان سفارت غوښتي، چې د هغو درېیو افغان وسلوالو مړي ترې تسلیم او ترلاسه کړي، چې په وینا یې تېره میاشت په ژوب کې د پاکستان پر يوه پوځي مرکز برید کې وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې د جولای د دولسمې په دغه برید کې د دوی نهه پوځیان او پینځه وسلوال وژل شوي وو، چې درې تنه پکې د افغانستان د کندهار اوسېدونکي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې د پاکستاني چارواکو لخوا د دغه هېواد خلاف د افغانستان خاورې د کارېدو تورونه تر هغې وروسته لا ډېر شوي، چې تېره اوونۍ باجوړ کې په یوه ځانمرګي برید کې لسګونه کسان ووژل شول.
د دغه برید مسوولیت داعش منلی دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا په وار وار دا رد کړې چې د پاکستان د حکومت مخالف وسله وال دې افغانستان کې حضور ولري او یا دې د افغانستان خاوره د دغه هېواد خلاف کارول شوې وي.
طالبان وایي، د دوی دریځ او موقف مالوم دی او هغه دا چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم ګاونډي یا بل هېواد پر ضد وکاروي.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست خپلو تازه څرګندونو کې دا هم ویلي چې د دوی د نظام خلاف پراخې دسیسې او منفي تبلیغات روان دي.
هغه د دوی د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو او په افغانستان کې د القاعده او داعش د حضور په اړه رپوټونه د دغو تبلغاتو بېلګې یادې کړې دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې په دې لړ کې وخت ناوخت دا ادعا هم رامخته کېږي، چې ګوندې دوی له امریکا سره په دوحه کې پټې هوکړې کړې او توافقات کړي.
هغه پر خپلو ځواکونو غږ کړی چې پر خپلو مشرانو باور ولري او اطاعت یې وکړي.











