مولانا فضل الرحمن: پاکستان دې د طالبانو له حکومته په افغانستان کې د "ترهګرو مخنیوی وغواړي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، د پاکستان حکومت دې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړي چې د نوموړي په ټکو د هغو عناصرو "د کړنو مخه ونیسي چې په افغانستان کې یې پناه اخیستې او پاکستان کې بریدونه کوي."
نوموړي دغه څرګندونې په هغه قبايلی جرګه کې کړي دي چې پېښور ته یې وربللې وه. دغه. ناسته کې د مذهبي ګوندونو تر څنګ ځینو ملتپالو ګوندونو هم برخه اخیستې وه.
ښاغلی فضل الرحمن وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ، د یو بل په چارو کې لاسوهنه او یو ځای او بل ځای د ترهګرۍ پېښو مخنیوي لپاره باید دواړه هېوادونه سره ګډ کار وکړي.
که څه هم ښاغلي مولانا په خپلو خبرو کې د ګومې ځانګړې ډلې نوم نه دی اخیستی خو ځینې په دې باور دي چې ښايي موخه یې پاکستاني طالبان وي چې د پاکستاني چارواکو په وینا د "افغانستان له خاورې په پاکستان کې" بریدونه کوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل دغه ډول ادعاوې بې ځایه بللې دي.خو د مولانا فضل الرحمن د تازه څرګندونو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.
نوموړي د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خبرې وکړي او د "ترهګرۍ" د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جمعيت علمای اسلام له خوا بلل شوې غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی هم ورغلی و. ښاغلي اڅکزي په جرګه کې وویل، چې د باجوړ په څېر د پېښو مخنیوي لپاره یو والی مهم دی.
ښاغلي اڅکزي د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو په مرسته دې له ګاونډیو هېوادونو سره ناسته وکړي چې یو د بل په چارو کې لاسوهنه ونه شي.
دغې غونډې د پاکستان له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه، چې د اورپکۍ ختمولو لپاره دې له سياسي ګوندونو سره له صلاح مشور وروسته يو تګ لار جوړه کړي.

د جرګي مشرانو دا هم ویل، چې د پاکستان حکومت باید خپله تګلاره روښانه کړي چې غواړي له وسله والو سره خبرې وکړي او که پر ضد پوځي عمليات کوي.
دغه قبایلي جرګه په باجوړ کې له خونړي ځانمرګي برید وروسته جوړه شوې وه چې لسګونه کسان په کې ووژل شول. د دغه برید پړه داعش ډلې منلې وه.
باجوړ کې د تېرې یکشنبې ورځې چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر په اړه ضد او نقیض معلومات خپاره شوي وو.
یو شمېر عیني شاهدانو د مړو شمېر ان ۶۶ تنه یاد کړی و خو تر دې دمه د ۴۴ تنو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر په رسمي ډول تایید شوی.











