جرمني ۸۱ افغانان افغانستان ته وشړل، ملګري ملتونه: جرمني دې افغان کډوال په زوره نه شړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار کړی چې هېڅ افغان باید بېرته افغانستان ته وانه ستول شي، دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې جرمني د جمعې په ورځ ۸۱ افغان کسان چې په جرمني کې د جرمونو په تور محکوم شوي وو، بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته واستول.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبرداری ورکړی چې د افغانانو جبري بېرته ستنول، که له سیمې وي او که له نورو لرې هېوادونو، په یوه څو-اړخیزه بشري بحران بدلېدلی شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر فولکر تورک د ټولو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو جبري بېرته لېږد ته د سملاسي پای غوښتنه کړې، په ځانګړي ډول هغو ته چې بېرته لېږل کېدلای شي هغوی د ځورونې، یا غیرقانوني بندي کېدو له خطر سره مخ کړي.
د دې ادارې ویاندې روینا شمداساني، په ژنیو کې خبریالانو ته وویل د هغو کسانو بېرته لېږل چې حتا په جرمونو محکوم وي، داسې هېواد ته چېرته چې دوی له سختو سرغړونو سره مخ دي، د نړيوال قانون د "نهستنېدو" د بنسټیز اصل نقض دی.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې برلین اعلان وکړ ۸۱ افغان نارینهیې بېرته افغانستان ته استولي، دا دویم ځل دی چې جرمني دا ډول عملیات ترسره کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
شپږ اروپايي هېوادونه د ناقانونه کډوالۍ پر ضد د سختو ګامونو ژمنه کوي
جرمني د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ۸۱ افغان نارینه، چې د جرمونو په تور محکوم شوي وو، بېرته د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته شړل شوي، ځکه چې د صدراعظم فریدریش مېرتس حکومت غواړي د کډوالۍ په برخه کې سخت دریځ وښيي.
د اروپا تر ټولو پیاوړي اقتصاد لرونکې هېواد جرمني له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، افغانستان ته د شړلو لړۍ بنده کړې وه او په کابل کې یې خپل سفارت هم تړلی و.
خو برلین تېر کال، کله چې د سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) چانسـلر اولاف شولڅ په واک کې و، دا لړۍ بېرته پیل کړه او ۲۸ مجرم افغانان یې شړلي وو، چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو له لوري یې پراخ غبرګون راوپاراوه.
د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت، چې د کډوالۍ په اړه یې د یو اروپایي کنفرانس کوربهتوب کاوه، وویل چې دا تازه شړل د "پالیسي بدلون" نښه ده.
هغه وویل: "افغانستان ته باید شړل په راتلونکي کې هم خوندي توګه دوام ومومي. زموږ په هېواد کې د جدي مجرمانو لپاره د پاتې کېدو حق نشته."
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د جمعې د ورځې شړلو بهیر کې قطر مرسته کړې ده.
د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول ویلي چې جرمني د شړلو د تخنیکي چارو لپاره له طالبانو سره تخنیکي تماسونه درلودل، خو دا یې هم روښانه کړې چې "له طالبانو سره اړیکو ته پراختیا نه ورکوو او نه هم دا رژیم په رسمیت پېژنو."
دا له هغه وروسته ده چې تېره مې میاشت کې برلین اعلان وکړ چې د سرحد پر سر پنا غوښتونکي نه مني، یوه پالیسي چې د ګاونډیو هېوادونو په همغږۍ یې پلې کړه خو له سختو نیوکو سره مخ شوه.
دې غونډه کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر د فرانسې، اتریش، پولنډ، چک جمهوریت او ډنمارک د کورنیو چارو وزیرانو ګډون درلود.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي: "موږ به د شړلو بهیر پراخه او چټک کړو" او زیاتوي چې "نن مو ۸۱ مجرمان افغانستان ته شړلي دي". همداراز د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو رېتایو او د ډنمارک د کډوالو او ادغام وزیر کاري دیبواد بېک هم د کډوالو په اړه څرګندونې کړې دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر هغې خبري غونډې ته وویل، "موږ غواړو د شړلو مقررات په پراخه توګه پیاوړي کړو. په دې کې د شړلو ځانګړي مرکزونه جوړول هم شامل دي، ان په درېیمو هېوادونو کې هم- هغه کسان چې باید له هېواده ووځي، له اروپا بهر هم ځای پر ځای شي."
نوموړي زیاته کړه افغانستان ته ۸۱ شړل شوي افغانان "مجرمان وو، جدي مجرمان، تر ټولو خطرناک مجرمان"، خو نوموړي یې د جرم څرنګوالی ډاګیز نه کړ او روښانه یې نه کړه چې دوی کوم ډول جرم کړی دی.
دوبریندت خبریالانو ته وویل، هېواد یې د سټراتیژیکو شریکانو په همکارۍ د دغو افغانانو د شړلو اقدام کړی چې وايي له دغو سټراتیژیکو شریکانو یو هم قطر "زه غواړم دا هم روښانه کړم چې موږ باید په راتلونکې کې د شړلو یو میکانیزم رامنځ ته کړو، ان که کوم شریک هم ونه لرو".
دغه جرمن چارواکي روښانه کړه چې ناقانونه کډوالۍ پر هېوادونو فشار ډېر کړی او د کډوالو څپو د ټولنو قطبي کېدو یا وېش لامل شوی چې غواړي دا قطبي کېدل کم کړي.
په غونډه کې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو رېتایو وویل: "زموږ ټولنیز معیارونه ډېر لوړ دي، د نړۍ له تر ټولو سخاوتمندو نظامونو دي. موږ غواړو خپل ملتونه همدا ټولنیز ارزښتونه وساتي، خو دا به ناشوني وي که ناقانونه کډوالي ډېره او پراخه شي. زموږ پیغام ډېر واضح دی: موږ به د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې کلک دریځ نیسو او غواړو دا ډول کډوالي په پراخه توګه کمه کړو."

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډنمارک د کډوالو او ادغام وزیر کاري دیبواد بېک وویل، هره ورځ زرګونه کسان د پناغوښتنې لپاره یوه اروپايي هېواد ته غوښتنلیک ورکوي "له دې یې نیمايي ردېږي، خو له هغو چې ورته د بېرته ستنېدو پرېکړه شوې، یوازې یو پر څلور یې بېرته درېیمو هېوادونو ته ستنېږي. دا وضعیت هېڅ د منلو وړ نه دی."
ددغو اروپايي هېوادونو دا هوکړه د بروکسل تصویب ته اړتیا لري. په هوکړه کې دا هم شامل دي چې د شړل شویو پنا غوښتونکو د انتقال قانوني خنډونه پای ته ورسول شي، له اروپایي اتحادیې بهر د پنا غوښتنې د پروسو اسانتیا رامنځ ته او د شړلو مرکزونو جوړ شي.
د جرمني نوي حکومت له مې میاشتې راهیسې د کډوالۍ د سختو مقرراتو د عملي کولو لړۍ پیل کړې، چې تازه ګام یې د جمعې په ورځ (جولای ۱۸مه) د ۸۱ افغان نارینهوو شړل وو او د هوا له لارې افغانستان ته واستول شول.
غبرګونونه
"سملاسي درول"
د شړلو له اعلان وروسته، ملګرو ملتونو ټینګار وکړ چې هېڅوک باید بېرته افغانستان ته ونه استول شي، هر څوک چې وي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر د افغان کډوالو او پناغوښتونکو د جبري شړلو د "سملاسي درولو" غوښتنه وکړه او وویل چې ستنېدونکي خلک له جدي خطرونو سره مخ دي.
د بښنې نړیوال سازمان دغه شړنه وغندله او ویې ویل چې "په افغانستان کې وضعیت ویجاړوونکی دی" او "بې محاکمې وژنې، جبري ورکېدل او شکنجې عامې دي."
د باواریا ایالت د کورنیو چارو وزیر وویل چې ۱۵ شړل شوي افغانان له دغه جنوبي ایالت وو چې د قتل، جنسي تېري، درنو فزیکي زیانونو او نورو جرمي پېښو له امله بندي شوي وو.
د بل ایالت، بادن-وورتمبرګ چارواکو ویلي له شړل شویو ۱۳ افغانان د قتل، فزیکي تاوتریخوالي، نشهيي موادو او اورلګونې له امله محکوم شوي وو.
د افغانستان تر څنګ، دوبریندت ویلي چې له نویو سوريایي چارواکو سره هم تماس لري، چې سوریې ته شړل بېرته پیل کړي، چې له ۲۰۱۲ راهیسې ځنډول شوي دي.
د سوریې پخوانی مشر بشارالاسد د ۲۰۲۴ په ډسمبر کې له واکه لېرې شو او اوس دغه هېواد د هغو اسلامپالو تر کنټرول لاندې دی چې ځینې یې پخوا له القاعده شبکې سره تړلي وو.











