فېسبوک پر خپلو پاڼو د طالبانو پر فعالیت بندیز تایید کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
فېسبوک وايي، طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او د دې ډلې له لوري یا د دوی په ملاتړ د هر ډول محتوا خپرول د دې خواله رسنۍ په پاڼو کې ممنوع دی.
فېسبوک شرکت وايي، د افغان کارپوهانو یوه ډله یې د دې لپاره په کار ګومارلې چې د طالبانو اړوند خپاره شوي مواد د فېسبوک له پاڼو لېرې کړي.
کلونه کېږي چې طالبان له دې خواله رسنۍ کار اخلي.
په افغانستان کې په چټکۍ سره د وضعیت بدلون او د طالبانو ولکې ته د افغانستان لوېدو له کبله د خواله رسنیو شرکتونه د دې ډلې اړوند محتوا په تړاو له ستونزو سره مخامخ دي.
دفېسبوک شرکت یوه ویاند بي بي سي ته په دې هکله وویل:
''د امریکا د قانون له مخې طالبان یوه ترهګره ډله ده او موږ د خطرناکو سازمانونو په هکله د خپلو سیاستونو له مخې د دوی (فعالیتونه) ممنوع اعلان کړي دي، په دې مانا چې هغه پاڼې به لېرې کوو چې د دوی اړوند دي یا به هغه پاڼې تړو چې دوی یې چلوي. ''
فېسبوک وايي، د دولتونو په رسمیت پېژندلو پرېکړه دوی نه کوي، خو د نړیوالې ټولنې واک یا مرجعیت تعقیبوي.
فېسبوک وايي، د انسټاګرام او وټس اپ په ګډون پر خپلو ټولو اړوند خواله رسنیو به د طالبانو په هکله پالیسي پلي کوي.
فېسبوک مسوولین وايي، پر خپلو پاڼو به د طالبانو اړوند حسابونو له لیدو سره سم اقدام کوي.
د یادونې ده، چې نورې خواله رسنۍ هم له ورته مسالې سره مخامخ دي.
طالبان د خپلو اعلامیو لپاره له ټویټر هم کار اخلي. د طالبانو فعالیت په هکله د بي بي سي یوې پوښتنې ته ځواب کې د ټویټر یوه ویاند د دې رسنۍ پالیسي ته اشاره وکړه.
د ټویټر پالیسي له مخې باید ټویټر پر خپلو پاڼو هغو ډلو او سازمانونو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي چې له ملکي خلکو سره تاوتریخوالي کې لاس لري.
د یو ټیوب څښتن شرکت، الفابټ ،د طالبانو په هکله د دې شرکت د پالیسي په هکله د بي بي سي نظر پوښتنې ته تر اوسه ځواب نه دی ویلي.










