طالبان کابل کې ارګ ته ننوتل؛ ولسمشر غني وایي د وینې تویېدو مخنیوي لپاره له هېواد وتلی

د عکس سرچینه، ARG
وسلوال طالبان یکشنبه ماښام د افغانستان پلازمېنې کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل. د دوی له ورتګ یوازې څو ساعته وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني له ارګه وتلی او د یو نامالوم ځای پر لور روان شوی و.
د الجزیره تلویزیون لخوا خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالب وسلوال ارګ کې پر هماغه مېز راټول دي له کوم مېزه چې یوازې څو ساعته وړاندې ښاغلي غني خپله وروستۍ ویډیویي وینا ثبت کړې وه.
له هېواده تر وتلو څو ساعته وروسته محمد اشرف غني پر خپله شخصي فېسبوک پاڼه لیکلي، په کابل ښار کې د وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره یې پرېکړه وکړه چې ارګ پرېږدي او له هېواده ووځي.
بل لور ته قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړو بي بي سي ته ویلي، افغانستان کې به راتلونکی واک د هغو خلکو وي "چې تېرو شلو کالو کې یې د یو اسلامي نظام لپاره قربانۍ ورکړې دي ".
د ولسمشر غني بشپړ پیغام

د عکس سرچینه، ARG
"نن زه یو سخت انتخاب سره مصادف شوم؛ ودریږم چې مسلح طالبانو سره چې ارگ ته داخلیدل غوښتل، مخامخ شم او یا له گران وطن څخه چې ما تیر شل کاله د هغی ساتنی او پالنی لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، ووځم. که پاتی وای هم بی شمیره وطنوال شهیدان کیدل او هم به د کابل ښار د بربادۍ او ورانۍ سره مخامخ کیده چې نتیجه به یې په دغه شپږ میلیوني ښار کې یوه لویه بشري فاجعه وای. طالبانو دا څرگنده کړی وه چې زما د لیری کولو لپاره حاضر دي ټول کابل او د کابل شریف ولس باندی خونړۍ حملې وکړي. ددی لپاره چې د وینې تویلو سیلاب څخه مخنیوی وشي، ما دا غوره وگڼله چې ووځم.
د توری او ټوپک قضاوت طالبانو گټلی او اوس د وطنوالو د ناموس، مال او ځان د ساتلو مسئول دي. مگر د زړونو مشروعیت دوي نده گټلی. هیڅکله په تاریخ کې وچ زور چاته مشروعیت نده ورکړی او نه یې ورکوي. دوي اوس یوه نوې تاریخي ازموینې سره مخامخ دي؛ یا به د افغانستان نوم او عزت ساتي او یا به نورو ځایونو او شبکو ته لومړیتوب ورکوي. ډیر خلک او ډیر اقشار په ډار کې دي او په راتلونکي باندی بی باوره دي؛ طالبانو ته لازمه ده چې د افغانستان ټولو ولسونو، قومونو، بیلابیلو اقشارو، خویندو او میرمنو ته ډاډ ورکړي چې د مشروعیت د گټلو او د خلکو د زړونو د ډاډه کولو لپاره واضحی طرحی جوړی او ولس سره شریکې کړي. زه به همیش د خپل ولس خدمت ته د فکري له لحاظه او د برنامو د مطرح کولو له لیاری دوام ورکړم. ډیری نوری خبری د راتلونکي لپاره ".
تر اوسه مالومه نه ده چې ولسمشر غني چېرې دی، خو یو شمېر رسنیو مخکې ویلي وو چې نوموړی تاجکستان ته تللی دی.
ناتائید شوي رپوټونه وایي چې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح هم له کابله وتلی دی، خو ځای ځایګی یې نه دی مالوم.
نوموړي یکشنبه خپر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې په هېڅ حال کې به هم طالبانو ته سر ټیټ نکړي او دې ډلې سره به تر یو چت لاندې ونه اوسي.
کرزي، عبدالله او حکمتیار 'د هماهنګۍ شورا' جوړه کړه

د عکس سرچینه، Karzai Facebook
په ورته مهال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، دا چې ولسمشر غني له خپلو چارواکو سره له هېواده وتلی نو د ګډوډۍ د مخنیوي، د خلکو د کړاو د کمولو، د سولې اړوندو چارو ادارې او همدا راز په سوله ییزه توګه د واک لېږد لپاره یې د هماهنګۍ شورا جوړه کړې ده.
پخواني ولسمشر پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، په دې شورا کې به پر ده سربېره د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم شامل وي.
حامد کرزي د دې شورا په استازیتوب پر افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسلوالو غږ کړی چې د خپلمنځي نښتو او د غیر مسؤلو وسلوالو لخوا د ګډوډۍ مخه دې ونیسي.
لا روښانه نه ده چې دا شورا به کوم اجرائیوي واک هم ولري که نه. طالبانو هم د دې شورا جوړېدو ته لا کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
طالبان: د واک لېږد لپاره خبرې روانې دي

د عکس سرچینه، Qureshi FB
طالبانو همدا راز یکشنبه بي بي سي ته منلې چې افغانستان کې د واک د سوله ییز لېږد لپاره افغان حکومت سره مخامخ خبرې روانې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته دا هم تائید کړه چې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په دې خبرو کې منځګړتوب کوي.
نوموړي هغه رپوټونه هم رد کړل چې ګواکې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا برادر کابل ته رسېدلی.
په ورته مهال سرچینو بي بي سي ته ویلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د ناټو چارواکو سره پر خبرو بوخت دی.
ارګ همدا راز پر خپله فېسبوک پاڼه د ولسمشر غني یوه لنډه او نیمګړې ویډیو خپره کړې، چې پکې نوموړی د تیلیفون له لارې امنیتي چاراکو ته سپارښتنه کوي چې کابل ښار کې د ګډوډۍ او چور او چپاول مخه ونیسي.
همدا راز د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال نن یکشنبه په یوه لنډ ویډیویي پیغام کې وویل، کابل ښار کې به جګړه نه کېږي او پلازمېنه به په سوله ییزه توګه یو عبوري حکومت ته سپارل کېږي.
دا جوته نه ده چې د دې عبوري حکومت مشري به څوک کوي او کله به رامنځته کېږي.








