پر خواله رسنۍ پوست کول څه ګټه او تاوان لري؟ د "هم کلا ده هم بلا" رپوټونو لړۍ

- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
تصور وکړئ چې که د منظور پښتین او ملګرو یې، خواله رسنیز پوستونه نه وای، غږ به یې چېرې او څومره خلکو اورېدلی و؟
په اوسني عصر کې نړیوالو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د غږ رسېدل، پر خواله رسنیو د پوست کولو د اهمیت یو له تر ټولو لویو بېلګو ده.
څومره آسانه ده، په څو شېبو کې یو څه پر خواله رسنۍ خپروئ. یو څو کرښې لیکئ، یو انځور یا ویډیو خپروئ او یا هم د بل چا پوست شریکوئ. خو د تڼۍ تر کښېکاږلو وړاندې یې پر پایلو یې څومره فکر کوئ؟ ګټه او تاوان یې پرتله کوئ؟
ولې پر خواله رسنۍ پوست کوو؟
د دې رپوټ له پاره مې له یو شمېر خواله رسنۍ کاروونکو سره خبرې کړي چې ډېرې مهمې پوښتنې یې ځواب کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
فېسبوک کاروونکی شعیب غروال وايي، "فېسبوک زموږ په اختیار کې وسیله ده او څرنګه چې غواړو کارولی یې شو."
د ښاغلي غروال په خبره د خواله رسنۍ صلاحیت ستاسې دی او هره ورځ چې پر خواله رسنۍ خپل حساب یا اکونټ خلاصوئ، دې ته مو هڅوي چې یو څه پوست، یا خپاره کړې، لکه فېسبوک چې پاس د پاڼې سرکې درڅخه پوښتنه کوي چې: په ذهن کې دې څه دي؟ میلیونونه کسان د خپل ذهن خبره لیکي،هغه که د خوښۍ احساس وي، اندېښنه وي یا غُصه.
عبدالنبي ستانکزی وايي، ځکه پر خواله رسنۍ پوست کوي چې خپلې ښې خاطرې او یادونه له نورو سره شریک کړي.
پر خواله رسنۍ د انځور خپرول ډېر عام دی، چې ډېری مهال پخپله د کاروونکي وي، د خوراکونو وي، د دنګ غره او څپاند سیند، د خپلې باغچې ګلان یا د نازولي اولاد ادا.
نعیم عطارد وايي، "ځینې خلک غواړي د خپل ژوند بڼه او سټایل نورو ته وښيي او ځینې هسې وخت تېروي." ښاغلی عطارد نیوکه کوي چې ځینې خلک داسې څه پوست کوي چې نورو ته یې هېڅ ګټه نه رسېږي.

د عکس سرچینه، Facebook
په داسې حال کې چې په ځینو مواردو کې د نعیم عطارد خبره سمه ده، زموږ پوست ګټور نه وي، خو څه موږ هڅوي چې خپل ژوند مستند کړو او ولې اړتیا احساسوو، څه چې کوو پر خواله رسنۍ یې وځړوو یا پوست کړو؟
څه شی موږ هڅوي چې خپل ژوند مستند کړو؟
ساینسپوهان وايي، موږ د ځان په اړه هغه انځور چې غواړو پر خواله رسنیو نورو ته وښیو، په عادي ژوند کې زموږ د اصلي شخصیت له څرنګوالي سره تړاو لري. زموږ له رواني حالت سره هم اړیکي لري چې آیا پر خپل نفس مو اعتماد لږ دی که ډېر؟ له ځانه مو د رضایت کچه څومره ده، څوک یو څه اندېښنې لرو او فکر مو په څه بوخت دی.
د نړې پرمختللي استخباراتي شبکې نن سبا د یوه کس د خواله رسنۍ له څارلو کولی شي د یوه چا د شخصیت او فکر په اړه په هغه څه پوه شي چې ښايي په مرکه کې یې ترې حصول نه کړای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
عبدالصبور صابري وايي دی پر خواله رسنۍ "ټولنیزې ناخوالې، ظلم او بې عدالتي بربنډوی او د زړه درد همدلته باسي." ده ته ورته اندېښنه ولي خان مسرور هم لري چې د خپل نظر په خپرولو ستونزو ته حل لار لټوي او غواړي.
ښکاره ده چې توپیرونه شته او د هرچا لومړیتوب فرق لري. علمي او اکاډیمیک شخصیتونه او فعالان لکه استاد ببرک میاخېل یې د پوهې شریکولو وسیلې په توګه کاروي.
ارواهپوهان کییت ولکاکس او انډرو سټیفین پر خواله رسنۍ یوه څېړنه کې وايي، داسې ټولنیزې شبکې لکه فېسبوک پر ځان د خلکو اعتماد لوړوي. انسان تمایل لري چې نورو ته د ځان په اړه له ټولنیز اړخه د منلو وړ او مثبت آندی انځور وړاندې کړي. نو له دې سره په انسان کې، پر ځان د حساب کولو حس پیدا کېږي. خو د ځان کابو کولو توان یې کمېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افراد کولی شي هغه څه چې پوست کوي یو یو خوښ کړي، او دا چې پر انټرنټ ځان ته یو ځانګړی شناخت جوړوي نو پر خپل ځان فخر کوي، او اصلي شخصیت یې پټېدلی شي.
د بېلګې په توګه موږ ولې د خپلو بدو کارونو په اړه څه نه خپروو چې یوازې ښه خپروو؟ ګرانه به وي چې څوک پیدا کړئ موټر یې ټکر کړی وي او پر خواله رسنۍ له خپور شوي عکس سره یې خپله تېروتنه او ملامتي منلې وي.
ناسم حالتونه او د پوست کولو تاوان
د پوست کولو لاملونه چې مو وړاندې یاد کړل، د کومو حالاتو تر اغېز لاندې نامناسب وي یا زموږ او د نورو په زیان تمامېدای شي؟
ډېر کسان شته چې پر خواله رسنۍ "د زړه بړاس" باسي. په دوی کې یو د پیرلټون په نامه فېسبوک کاروونکی دی چې وايي "هغه شی چې پر خواله رسنۍ پوست کوو، دلته (په ټولنه) کې یې نه شو ویلی" نو ځکه د خپل "زړه بړاس" پر خواله رسنۍ باسو.
په دې ډول حالاتو کې چې پیر لټون یاد کړل، د دې احتمال ډېر شته چې یو شخص یا یوه ډله مو مخاطبه وي، د یوه چا پر کړنې د قضاوت او د ګټو د ټکر مسله مطرح وي. نو یوه بې احتیاطه کارېدلې کلمه هم سپوونکې او د بل چا حیثیت ته زیان رسوونکې کېدای شي.
غوره کار دا دی چې هره کلمه په دقت وکارول شي او لکه څرنګه چې سمیع الله غفران د پوهانو لارښوونه نقل کوي، که 'خپل احساست کابو نه کړئ خلک به یې ستاسې پر ضد وکاروي.'

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې قضیې کمې نه دي چې یوه خبره د رښتیا یا ګومان پر بنسټ ډېر خلک خپروي، او نور هم هغوی ته په کتو په پسې روانېږي.
جلال الدین کاکړ چې هڅه کوي تر بحث لاندې موضوع کې ښکېل شي وايي، "زه چې کله وګورم یوه موضوع وایرل شوې یا تر ډېرو رسېدلې، نو زه هم هڅه کوم چې پوست وکړم او د موضوع په اړه د شعور خپراوي کې برخه واخلم."
خو دی وايي، داسې هم شوي چې خپور کړی پوست یې د دې له پاره بېرته ړنګ کړی چې د ملګرو او نورو له خوا کلکې نیوکې پرې شوي.
مهم ټکي
ښايي یو کس ووايي که زه شخصاً د ځان په اړه څه پوست کوم ډېر مسولیت نه را اوړي او نه هم په بل چا پورې اړه لري، خو د همدې کس کورنۍ او ملګري به ځان له ده سره شریک بولي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نورو خلکو او موضوعاتو په اړه او پر باورونو بحث لا ډېر مسولیت لري. یو نامناسب پوست باندې د زړه علامه اېښودل، یا پر یوه نامناسب پوست مثبت څه لیکل یا د هغه خوښول، عین مسولیت متوجه کولی شي لکه اصلي پوست چې یې لري.
د بل چا له خوا د خپور شوي انځور، متن یا ویډیو شریکولو کې، ښايي ځینو ته ځان ډېر مسول ښکاره نه شي، خو د شریکولو له لارې یې تر نورو رسول، هم هغومره ګټه او تاوان رسولی شي چې اصلي پوست یې رسوي.

د عکس سرچینه، facebook
عبدالنبي ستانکزی وايي، وړاندې تر دې چې تاسې د بل چا پوست خوښ یا شریک کړئ، "لومړی باید د کس او د مطلب په اړه ځان پوه کړئ چې د دې سرچینه څه ده او مسولیت یې چا ته اوړي" ځکه وروسته عین مسولیت ستاسې هم وي.
ډېرې ادارې او سازمانونه شته چې خپلو کارکوونکو ته ور په زړه کوي چې پر خواله رسنۍ باید د دوی نظرونه د ادارې له تګلارې سره په ټکر کې نه وي، ځکه د دوی د کار بڼې او قرارداد ته په کتو ښايي د دوی شخصي نظر ته د اړوندې ادارې د رسمي نظر په سترګه وکتل شي.
په لوېدیځ کې ډېرې داسې بېلګې شته چې پر یوه بې پروا پوست، خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي.
دا چې پر انټرنټ یو ځل خپور شوی شی هېڅ کله هم بېخي له مینځه نه ځي، د عاصم مایار په خبره لا د احتیاط اهمیت ډېروي، نو باید د نورو "خصوصي حریم ته باید پاملرنه وشي ځکه کېدای شي په راتلونکې کې څوک ترې ناوړه کار واخلي."
د کوچني بدلون لوی اغېز
د ۲۰۱۸ کال ډسمبر میاشت کې امرالله صالح چې د ۲۷ ورځو له پاره د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی و، د محرمیت، وقار او پوځي رازونو د پټ ساتلو په موخه پولیسو ته امر وکړ چې نه شي کولی دولتي اسناد، د خپلو دفترونو او وسایلو انځورونه او په یونیفورم کې انفرادي او ډله ییز عکسونه پر خواله رسنۍ خپاره کړي.

د عکس سرچینه، Facebook
ډېر ځلي د پوځي عملیاتونو، کتنو او مهمو ناستو د عکسونو او معلوماتو پوست کول، ناسمې پرېکړې ثابتې شوي.
همدومره چې د پوست کولو بڼه پر بېلابېلو خواله رسنیو یو له بله توپیر لري، ځینې د متن له پاره ښه دي، ځینې د عکسونو او ځینې د ویډیوګانو، خو کوم ځانګړی بندیز پرې نه شته، همداسې د محتوا پر څرنګوالي پرېکړه هم پخپله د کاروونکي ده.
کله چې فېسبوک په افغانستان کې نوی نوی کارېده، انګېرنه دا وه چې یوازې به شخصي پوستونه پرې خپرېږي، خو لږ وروسته رسمي ویناپاڼې او مهم خبرونه پرې خپرېدل، بیا هغو چارواکو خپلې ستونزې پوست کړې چې ګیله یې کوله حکومت یې غږ نه اوري، خو کرار کرار خبرې دې ته ورسېدې چې اوس لوړپوړي چارواکي آن خپلې استعفاوې پر فېسبوک پوست کوي.
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټویټونه تر ټولو لویې او مهمې بېلګې دي، د افغانستان په ګډون د نړۍ د هېوادونو په اړه سترې پرېکړې په یوه څو کلمه يي ټویټ کې پوست کوي.
شخصیت، پر خواله رسني او اصلي ژوند کې
ساینسپوهان وايي هغو خلکو ته چې ځان ښه ښکاري او غواړي د نورو پام ځان ته ور واړوي، پر خواله رسنۍ د نورو خلکو له خوا د دوی د پوست تایید، د دوی هغه اړتیا رفع کوي چې غواړي نور خلک یې وستايي او چې څومره ډېر تاییدېږي، همدغومره په عامه اصطلاح پر ځان مینېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تشویشي او اندېښمنو خلکو له پاره پر خواله رسنۍ د نظرونو تبادله په رښتیاني ژوند کې د بحث په شان ښکاري، او هغه اندېښمن احساس یې تغذیه کوي چې آیا د خلکو خوښ دی که نه.
دا یوازې یو څو مهمې بېلګې دي، خو د ځان په اړه قضاوت، د خواله رسنۍ د پوستونو، کامنټونو او نظرونو پر بنسټ پایښت نه لري، سطحي دی او هراړخیز نه دی.
ارواهپوهان وايي خواله رسنۍ د ځان د ارزښت او اهمیت معلومولو له پاره مناسب ځای نه دی. فزیکي ټولنې، ډلې،کورنۍ او د انسانانو ترمنځ مخامخې خبرې او واقعي شناخت د ځان پېژندنې چاپېریال او له وسیلو دی.
نو که د پوست کولو پر مهال دا واقعیتونه په پام کې ونیول شي، ځان ته له سرخوږياو نورو ته له سپکاوي مخنیوی کېدای شي.
د نعیم عطارد په آند د پوست کولو پر مهال باید پر دې فکر وکړو چې "زموږ هدف څه دی؟ وړاندیز، نیوکه، د نورو خندول که کوم بل څه." دې پوښتنو ته ځواب ښايي موږ د ښه پوست کولو لارښوونه وکړي.
ښاغلی عطارد وايي دا پوښتنې هم مرسته کولی شي چې "آیا زما پوست زما د ټولنې له دودونو، فرهنګ او دیني عقیدو سره په ټکر کې دی که نه؟ او بل دا چې آیا له حقوقي پلوه خو به چا ته ستونزه نه جوړوي؟ پر چا خو به تور، بهتان، او دروغ نه پورې کوي."
فکر کوم هرڅوک دا حق لري چې پر خواله رسنۍ خپلو ملګرو ته ووايي، د هرچا وخت قیمتي دی، او دا چې پر خواله رسنۍ یو د بل ملګري یو انصاف نه دی چې د کمپیوټر یا موبایل پردې پرمخ، په بې محتوا پوستونو د یوه بل وخت تلف کړو.

د عکس سرچینه، Facebook
د سم پوست ښه پایله داسې وي لکه زما دغه رپوټ.
ما یو پوست وکړ او له تاسې مې غوښتنه وکړه چې خپل نظرونه راسره شریک کړئ، بیا مې په دغه رپوټ کې بېرته ستاسې د معلوماتو زیاتولو له پاره وکارول.

د دې لړۍ نور رپوټونه:








