پر چینایي وګړو بریدونه افغانستان، تاجیکستان او پاکستان کې د چین پروژې ګواښلی شي؟

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کابل
    • Author, د بي بي سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګه

د دوشنبې پر ورځ د جنورۍ پر ۱۹مه پلازمېنه کابل کې د (چاينيز نوډل) په نامه پر یوه خوړنځي برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، ویل کېږي دغلته تر ډېره بهرني وګړي ورځي چې چینايي خواړه په کې تیارېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کابل پوليسو ویاند خالد ځدراڼ په وينا په چاودنه کې د یوه چينايي وګړي تر څنګ شپږ تنه افغانان وژل شوي دي.

بريد د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) منلی دی. په تېر کې هم د یادې ډلې خراسان څانګې د دا وړ بریدونو مسولیت قبول کړی چې یو یې په ۲۰۲۲ دېسمبر کې په کابل کې د چینايي وګړو پر میلمستون برید و.

د افغانستان او تاجکستان پر پوله دې وروستیو کې په څو بېلابېلو پېښو کې یو شمېر چینایي وګړي وژل شوي چې ورسره دغلته د چینايي شرکتونو ځینې پروژې درېدلې دي. په تر ټولو تازه پېښه کې، د تاجکستان د پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې څو کسان له پولې د تېرېدو پر مهال وژل شوي دي.

د افغانستان په بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار، وايي، "دغه درې واړه وژل شوي کسان د بدخشان د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وو". هغه زیاتوي چې "دوی ځايي قاچاقبران وو او غوښتل یې چې تاجکستان ته نشه يي توکي ولېږدوي، خو د تاجکستاني ځواکونو له خوا وپېژندل شول او په نښته کې ووژل شول."

کامګار همداراز له کومې "ترهګرې" ډلې سره د دغو کسانو تړاو په کلکه رد کړ.

د تاجکستان او افغانستان پر پوله څه پېښ شول؟

د نومبر په وروستیو او د ډسمبر میاشت کې د تاجکستان او افغانستان پر پوله پر چینايي کارکوونکو لږترلږه درې بریدونه وشول، چې له امله یې ځینې پروژې وځنډول شوې.

د ډسمبر پر لومړۍ نېټه په دوشنبه کې د چین سفارت اعلان وکړ، تر هغه وخته چې په بشپړ ډول امنیت نه وي خوندي شوی، کارونه به بند وي. خو تاجکستان په وروستیو کې ویلي چې د دغو پروژو کار بېرته پیلوي.

افغانستان کې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ولایتي مشر ذبیح‌الله امیري بي بي سي ته ومنله چې د چینايي وګړو پر وړاندې د بریدونو په تړاو یې یو شمېر کسان نیولي دي.

په واشنګټن کې د کارنیګي انسټیټیوټ څېړونکی، تیمور عمراف، پر دې باور دی چې په منځنۍ اسیا کې د چین پانګونه یوه ډېره حساسه موضوع ده چې د حکومتونو لخوا په کلکه کنټرولېږي.

نوموړی وايي، "باید د منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ توپیر وشي". د هغه په وینا، چین پوهېږي چې په افغانستان کې د پانګونې خطر د تاجکستان، ازبکستان یا ترکمنستان پرتله خورا لوړ دی، ځکه خو په افغانستان کې د چین د پانګونې کچه تر اوسه ډېره ټیټه ده.

عمراف باوري دی چې چین په منځنۍ اسیا کې د اوږدې مودې لپاره پانګونه کړې، خو په افغانستان کې لا هم دا ډول لیدلوری نه لري.

 چرګان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په قلعه خم کې د افغانانو او تاجکستاني وګړو یو ګډ بازار چې دا انځور یې د ۲۰۲۴ مارچ کې اخیستل شوی

له دې بریدونو سره چین له خپلو وګړو غوښتي وو چې د تاجکستان افغانستان له پولې دې ووځي.

لومړۍ پېښه د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۳۰مه نېټه وشوه، چې په کې دوه چینايي سړک جوړوونکي کارګر د تاجکستان په درواز سیمه کې ووژل شول. دا سیمه د افغانستان د بدخشان له مایمي ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان دا برید د افغان وګړو "تحریکوونکې کړنه" وبلله.

له دې وړاندې د نومبر پر ۲۶مه، د تاجکستان په شمس‌الدین شاهین سیمه کې د سرو زرو په یوه چینايي شرکت (شاهین ایس ایم) وسله وال برید وشو چې درې چینایان په کې ووژل شول. د چین سفارت ویلي چې په دغه برید کې له ډرون الوتکو او لاسي بمونو کار اخیستل شوی و.

د نومبر پر ۱۸مه هم په همدې سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو یو چینايي کارګر وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي وو.

که څه هم د طالبانو حکومت دا بریدونه غندلي او هغه یې د کابل او دوشنبې ترمنځ د اړیکو د خرابولو هڅه بللې، خو د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا بریدونه د افغانستان له خاورې د "جنایتکارو ډلو" لخوا شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

خو جماعت انصارالله د تاجکستان د حکومت ضد یوه وسله واله ډله ده چې ځینې غړي یې د افغانستان په بدخشان ولایت کې مېشت دي. د دې ترڅنګ د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یوه ایغوري ډله ده چې د سینکیانګ د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او چین دغه ډله په منځنۍ اسیا کې د ډېرو بریدونو تر شا بولي. دغه غورځنګ د افغانستان په شمال او پاکستان کې هم پر چینايي وګړو په بریدونو کې ښکېل بلل کېږي.

یوه غرنۍ سیمه کې سړک او لارۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له تاجکستانه د افغانستان بدخشان ته پر توکو یوه بار لارۍ لیدل کېږي.

په نورو هېوادونو کې امنیتي ننګونې

دا ډول بریدونه یوازې په دې سیمه پورې محدود نه دي. په کابل کې هم د اسلامي دولت نومې ډلې خراسان څانګې پر هغه هوټل برید وکړ چې چینایان په کې اوسېدل.

په افریقا او په ځانګړي ډول په کانګو کې هم پر چینايي کارګرانو پرلپسې بریدونه شوي دي.

همداراز په پاکستان کې د ۲۰۱۸ کال له اګسټ د ۲۰۲۴ تر اکټوبره پر چینايي وګړو ۱۳ بریدونه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره د "ترهګرو" لخوا د دوی پر ضد کارول کېږي. له همدې امله د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، له تاجکستان سره د ګډو سرحدي ګزمو د جوړولو وړاندیز کړی ترڅو د ترهګرو د اغېز مخه ونیول شي.

د چین د پانګونې کچه

چین د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د منځنۍ اسیا پر کانونو پانګونه کړې.

د چین د سوداګرۍ وزارت وايي چې دا هېواد په منځنۍ اسیا کې د ۱۲۰ میلیاردو ډالرو پانګونې سره د پانګې تر ټولو لویه سرچینه ده. د درکچي په نوم یوې خبري رسنۍ ویلي، تر ۲۰۲۵ کاله د چین او منځنۍ اسیا ترمنځ د هوکړو او تړونونو ارزښت ۱۲۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

یوازې په ازبیکستان کې نږدې ۵۰۰۰ چینايي شرکتونه فعالیت کوي او سږ کال ۱۵ میلیارده ډالره نوې پانګونه شوې ده. یو له لویو پروژو په ازبکستان کې د بي وای ډي (BYD) شرکت لخوا د کال د ۳۰۰ زره برېښنايي موټرو د تولید فابریکه ده.

په افغانستان کې که څه هم چین د مسو، لیتیم او نفتو سترو کانونو ته لېوالتیا لري، خو د امنیتي اندېښنو او اداري ستونزو له امله یې کارونه په ډېر احتیاط او ورو روان دي. کتونکي پر دې باور دي چې چین په افغانستان کې "ستراتیژیک زغم" غوره کړی دی.