اووه نورو هېوادونو د ټرمپ له 'سولې بورډ' سره د یوځای کېدو موافقه وکړه

د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان په نومبر کې سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره لیدلي وو.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان په نومبر کې سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره لیدلي وو.
    • Author, ډېوډ ګرېتن او راچیل هاګن

اووه هېوادونو چې سعودي عرب، ترکیه او مصر هم پکې شامل دي، په یوه شریکه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د غزې لپاره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ''د سولې بورډ'' سره یوځای شي.

دوی به دې لړ کې له اسرائیل سره یوځای شي، چې مخکې یې هم په دې بورډ یا پلاوي کې په علني ډول خپله ګډون تایید کړی و.

د چهارشنبې په ماښام ښاغلي ټرمپ په دې هکله وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ګډون هوکړه کړې ده، خو د روسیې ولسمشر بیا وايي، چې هېواد یې لا هم د بلنې ارزونه کوي.

په پیل کې داسې انګېرل کېده چې دا بورډ به د اسراییلو او حماس ترمنځ د غزې د دوه کلنې جګړې پای ته رسولو کې مرسته وکړي او د بیا رغونې څارنه به وکړي. خو د بورډ په وړاندیز شوي منشور کې د فلسطین یادونه نه ده شوې او داسې ښکاري چې دا د ملګرو ملتونو ځینو دندو مسوولیت لپاره طرح شوې.

بل لور سعودي عرب وايي، د مسلمان اکثریت لرونکو هېوادونو دا ډله، چې سعودي عرب، ترکیه، مصر، اردن، اندونیزیا، پاکستان او قطر هم پکې دي، د غزې د دایمي اوربند ټینګښت، د بیا رغونې د ملاتړ، او د هغه څه د پرمخ وړلو ملاتړ کوي چې دوی یې ''عادلانه او تلپاتې سوله'' بولي.

په سویس کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال، ټرمپ خبریالانو ته وویل چې پوتین یې د ګډون بلنه منلې ده. ټرمپ وویل: ''هغه ته بلنه ورکړل شوې وه، ده منلې ده. ډېرو خلکو منلي دي.''

خو پوتین ژر غبرګون وښود او د رویټرز د راپور له مخې یې وویل چې دا بلنه لا هم تر غور لاندې ده. هغه وویل چې روسیه چمتو ده له کنګل شویو روسي شتمنیو څخه ۱ میلیارد ډالر مرسته وکړي، او دا بورډ یې په لومړي ګام کې د منځني ختیځ لپاره اړوند وباله.

لا تر اوسه روښانه نه ده چې د ټرمپ دې نوي بنسټ سره د یوځای کېدو لپاره څومره هېوادونو ته بلنه ورکړل شوې ده. کاناډا او برېتانیا هم د بلل شویو هېوادونو له ډلې دي، خو تر اوسه یې په برالا ډول ځواب نه دی ورکړی.

متحده عربي امارات، بحرین، البانیا، ارمینیا، اذربایجان، بېلاروس، هنګري، قزاقستان، مراکش او ویتنام بیا لا مخکې خپل ګډون تایید کړی دی.

د چهارشنبې په ورځ، واټیکان هم تایید کړه چې پاپ لیو ته بلنه ورکړل شوې ده. د چهارشنبې پر ورځ له خبریالانو سره مرکه کې د واټیکان د بهرنیو چارو وزیر (سکرتر اف سټېټ)، کارډینال پیټرو پارولین وویل، پاپ لا نور وخت ته اړتیا لري، چې د ګډون کولو یا نه کولو په تړاو پرېکړه وکړي.

بل لور د سلوانیا لومړي وزیر روبرټ ګولوب ویلي چې هغه دا بلنه رد کړې ده، ځکه چې د ده په وینا دا بنسټ ''په خطرناکه توګه د نړیوال نظم په پراخ چوکاټ کې لاسوهنه کوي''.

په یوه افشا شوي سند کې ویل شوي چې د سولې د بورډ منشور به هغه وخت پلی شي چې درې هېوادونه په رسمي ډول ومني چې دې منشور ته به ژمن وي. د سند له مخې، غړو هېوادونو ته به د درې کلونو د نوې کېدونکو دورو لپاره غړیتوب ورکول کېږي، او هغو هېوادونو ته به دایمي ځای ورکول کېږي چې ۱ میلیارد ډالر مرسته وکړي.

په منشور کې دا بنسټ د یو نړیوال سازمان په توګه اعلان شوی چې د نړیوالو قوانینو له مخې د سولې د راوستلو د دندو د ترسره کولو واک لري.

د دې منشور له مخې ډونلډ ټرمپ به د بورډ مشر وي او په جلا توګه به د امریکا د استازي رول هم ولري او هغه ته به واک ورکړل شوی وي چې د اجرایي بورډ غړي وټاکي او فرعي ادارې جوړې یا یې له منځه یوسي.

تېره جمعه سپینې ماڼۍ د بنسټ د اجرایي بورډ اووه بنسټ اېښودونکي غړي اعلان کړل، چې پکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د منځني ختیځ لپاره ځانګړی استازی سټېو ویټکوف، د ټرمپ زوم جارډ کوشنر، او د برېتانیا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلېر شامل دي.

په غزه کې له اوربند او مرستو رسېدو سره سره بشري وضعیت خورا ناوړه بلل شوی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په غزه کې له اوربند او مرستو رسېدو سره سره بشري وضعیت خورا سخت بلل شوی.

د سولې د پلان د لومړي پړاو له مخې، حماس او اسرائیل د اوربند، په غزه کې د ژوندیو او مړو اسراییلي یرغمل شویو کسانو، په اسرائیلي زندانونو کې د فلسطیني بندیانو سره د تبادلې، د اسرائیلو د جزوي وتلو، او د بشري مرستو د رسولو زیاتوالي سره موافقه کړې وه.

اسرائیل ویلي چې دوی یوازې وروسته له هغه دوهم پړاو ته تلای شي چې حماس د وروستي وژل شوي یرغمل شوي مړی وروسپاري.

خو دویم پړاو له لویو ننګونو سره ځکه مخامخ بلل کېږي، چې حماس د خپلواک فلسطیني دولت له رامنځته کېدو پرته د وسلو له سپارلو انکار کړی او اسرائیل بیا له غزې په بشپړه توګه د وتلو ژمنه نه ده کړې.

اوربند هم نازک دی. په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د اسرائیلو په بریدونو کې له ۴۶۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، او د اسرائیلو پوځ بیا وايي، په ورته موده کې د دوی درې پوځیان د فلسطینیانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه د اسرائیلو په سویل کې د حماس په مشرۍ له برید وروسته رامنځته شوه، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.

اسرائیلو په غزه کې د پوځي کمپاین په پیلولو سره د برید ځواب ورکړ، چې په ترڅ کې یې د سیمې د روغتیا وزارت په وینا له ۷۱ زره ۵۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي.