د غزې لپاره د ټرمپ د سولې پلان له ستونزو سره مخ دی، حماس او اسرائیل سختو غوراویو کې زړه‌نازړه دي

له جګړې وروسته د غزې اوسېدونکي د سېلابونو له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، له جګړې وروسته د غزې اوسېدونکي د سېلابونو له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، نژدې ۸۰۰ زره د غزې اوسېدونکي پر سیمه د راغلو سېلابونو او سختو توپانونو له ګواښ سره مخ دي.

سیلابونو ګڼ کمپونه له منځه وړي دي او ډېرې ودانۍ نړېدلې دي. اوبه په دوامدار ډول د بې‌ځایه شویو خېمو ته ننوځي؛ یوه له دغو خېمو د غدیر الأدهم، د هغې مېړه او شپږو ماشومانو سرپنا ده. دغه کورنۍ له جګړې وروسته بې کوره شوې ده او د بیارغونې د بهیر د پیل په تمه ده.

غدیر بي بي سي ته وايي: "موږ دلته له سپکوالي ډکه ژوند تېروو. موږ چمتو کورونه غواړو. موږ غواړو خپل کورونه بېرته ورغوو. موږ داسې دېوالونه غواړو چې تاوده مو وساتي. هره ورځ کښېنم او خپلو ماشومانو ته ژاړم."

په سیمه کې د اوربند له اعلانه دوه میاشتې تېرې شوې او بیا هم غزه د ډونلډ ټرمپ د سولې د پلان په لومړۍ مرحله کې ده؛ هغه ځای چې په سیمه کې د جګړې د دواړو خواوو ترمنځ وېشلې پاتې ده. اوسېدونکي یې لا هم بې کوره دي او له هرې خوا ته ترې چارچاپېره ورانې ویجاړې ودانۍ دي.

نوي کورونه د جوړېدو په پلان کې دي او نوې اداره باید رامنځ ته شي، خو دا ټول د ډونلډ ټرمپ د سولې د هوکړې په دویم پړاو کې بند پاتې دي. همدارنګه د وروستي تښتول شوي اسرائیلي - ران غفیلي - د موندلو هڅې لا روانې دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کوي چې حماس باید ټول بنديان، که ژوندي وي یا مړه، بېرته وسپاري، چې دواړه اړخونه د سولې د سخت دویم پړاو پر لور ولاړ شي.

ران غفیلي د اکتوبر پر اومه نېټه د حماس د یرغل پر مهال ونیول شو. هغه د اوږې د ماتېدو له امله په استراحت کې و. د هغه مور او پلار تاليک او ایتزیك، تېر کال خبر شول چې زوی یې مړ شوی دی.

مور یې تاليک وايي: "زوی مې یې را نه واخیست. هغه یې رانه واخیست."

پلار یې ایتزیك وايي: "هغوی د هغه پر ځای خبر دي. هڅه کوي هغه پټ کړي. هغوی موږ سره لوبې کوي."

ران غفيلي

د عکس سرچینه، Handout

د عکس تشریح، د ران غفیلي عکس چې د اسرائيل جنوب کې خپل کور ته نژدې یې اخیستی و

والدین يې باور لري چې حماس غواړي د د دوی زوی د راتلونکو خبرو لپاره وساتي، یعنې هغه د معاملې د وسیلې په توګه وساتي، وروسته له هغې چې ټول نور بنديان ژوندي یا مړه بېرته وسپارل شول.

حماس په یو بیان کې بي بي سي ته ویلي چې دا ادعاوې رښتیا نه دي او اسرائیل هڅه کوي د تړون له عملي کولو ځان خلاص کړي.

د غفیلي د جسد هېڅ نښه نشته، په داسې حال کې چې د واشنګټن فشار ورځ تر بلې لوړېږي. خو د غفیلي پلار او مور وايي دوی د اسرائیل پر مشرانو باور لري او دوی به د هغه د موندلو تر وخت مخکې دویم پړاو ته داخل نه شي.

تاليک وايي: "په اسرائیلي حکومت کې چې له هر چا سره خبرې کوو موږ ته وايي چې نه، موږ به دویم پړاو ته تر هغه وخته لاړ نه شو چې ران بېرته راستون شوی شي. دا موږ سره د دوی ژمنه ده."

په اسرائیلو کې ډېر کسان باور لري چې بنیامین نتنیاهو ته به سیاسي لحاظ ډېره ګرانه وي چې د تړون دویم پړاو ته داخل شي، چې په کې د اسرائیلي ځواکونو د غزې شاوخوا سیمو ته شاتګ هم شامل دی، که چېرې یو بندي هم لا ورک پاتې وي.

والدا غفيلي
د عکس تشریح، ایتزیک غفیلي حماس تورنوي‌ چې د دوی زوی یې پټ ساتلی

وخت په ختمېدو دی

اسرائیل او حماس دواړه د تړون په دویم پړاو کې له سختو امتیازاتو سره مخ دي؛ د حماس لپاره دا امتیاز د وسلو سپارل او د واک پرېښودل دي. د اسرائیل لپاره بیا تمه کېږي چې امنیتي واک یوې نړیوالې قوې ته وسپاري.

له همدې امله، د دواړو خواوو مشران زړه نازړه ښکاري، د اسرائیل متقاعد جنرال یسرائيل زېف چې د اسرائیل د پوځي عملیاتو د ادارې مشري يې کړې ده وايي:

"د اسرائیل او حماس دواړو په ګټه ده چې دویم پړاو ته په بیړه ولاړ نه شي؛ حماس نه غواړي د غزې واک له لاسه ورکړي، او اسرائیل بیا د سیاسي لاملونو له امله هلته پاتې کېدل غوره بولي. هېڅ اړخ نه غواړي خپلو پلویانو ته د شاتګ اړتیا ومني."

متقاعد جنرال زیاتوي چې ډونلډ ټرمپ یوازېنی کس دی چې دواړه اړخونه پرمختګ ته اړ باسي او وخت ترې تښتي.

زېف وايي: "زه فکر کوم چې اوږد انتظار به موږ له فرصته بې برخې کړي، ځکه حماس بېرته خپل تنظیم او ځواک راټولوي. موږ باید یوه سا واخلو او پر دې پلان مخکې ولاړ شو، ځکه په اوسني حالت کې پاتې کېدل تر ټولو بد انتخاب دی."

د ټولو لپاره، د حماس وسلو بې‌وسلې کول په داسې یوه بڼه چې دواړه اړخونه پرې راضي وي، لومړنی لوی خنډ دی. که دا کار عملي نه شي، هېڅ بهرنی هېواد به د خپلو سرتېرو د لېږلو ذمه واري پر غاړه وانخلي او په هغه سیمو کې چې حماس واک لري، د بیارغونې کار هم نه شي پیلېدای.

د دې اونۍ په پیل کې د اسرائیل صدراعظم شک وښود چې بهرني هېوادونه دې وتوانېږي دغه دنده د اسرائیل پر ځای ترسره کړي.

نتنیهو وویل: "زموږ امریکايي ملګري هڅه کوي یوه نړیواله قوه ځای پر ځای کړي چې دغه دنده ترسره کړي. موږ پوهېږو چې دا قوه به ځینې کارونه وکړای شي. زه نه غواړم جزیاتو ته لاړ شم، خو دا قوه هر څه نه شي کولای. ښايي د بنسټیزو دندو توان هم ونه لري. ګورو چې څه کېږي."

ټرمپ چټکوالی غواړي

یوه ښځه خېمه کې
د عکس تشریح، غدير الأدهم هیله لري چې بچیان یوې جوړې کوټې ته ولېږدوي

د اوربند د تړون د لومړۍ مرحلې له مخې، غزه اوس په دوو برخو وېشل شوې ده چې په منځ کې یې ژېړه کرښه ده، هماغه ځای چې اسرائیلي ځواکونه پکې مېشت دي.

د اسرائیل د پوځ لوی درستیز دغه کرښه په وروستیو کې "نوې پوله" بللې ده، چې دا خبره پر اسرائیل د اوږدمهاله پاتې کېدو د نیت تورونه زیات کړي دي.

امریکايي ولسمشر، چې د غزې د اوربند په منځګړیتوب کې یې رول درلود او د امنیت شورا ملاتړ یې هم ترلاسه کړی، غواړي چې دا پلان په چټکۍ پر مخ ولاړ شي.

ټرمپ د دې اونۍ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د بل کال په پیل کې به د غزې د سولې د شورا غړي اعلان کړي. هغه زیاته کړه:

"دا به تاریخي شورا وي. هر څوک غواړي په کې واوسي."

خو د غزې ډېری خلک - هغه هم چې غواړي حماس بدل شي - وایي دوی د اسرائیل تر واک لاندې ژوند نه مني.