د حماس روغتیا وزارت: په غزه کې د اسرائيلو په بریدونو کې ۲۵ فلسطینیان وژل شوي

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
- Author, رشدي ابوالعوف
- دنده, په استانبول کې د غزې خبریال
- Author, ډېوېډ ګریټین
د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ویلي چې د چهارشنبې په ورځې په غزه کې د اسرائيلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ فلسطینیان وژل شوي دي. دا د اوربند له پلي کېدا راهیسې هلته په تېرو پنځو اوونیو کې تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې ده.
ژغورنډلو ویلي چې له دې ډلې لس تنه په هغه برید کې وژل شوي چې د غزې ښار په ګاونډ 'زیتون' سیمه کې د مذهبي اوقافو وزارت وداني پکې په نښه شوه.
د اسرائيلو پوځ بیا وايي چې دوی هله د "حماس ترهګریز اهداف" په نښه کړل چې وسلهوالو کسانو په 'خانیونس' کې له اوربنده په "سرغړونې" سره د دوی پر سرتېرو ډزې وکړې.
خو حماس دا ادعا رد او غندلې او ویلي یې دي چې په تاوتریخوالي کې دا "خطرناک زیاتوالی" اوربند له خطر سره مخ کولی شي.
د تاوتریخوالي دا تازه څپه وروسته له هغه پیل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې د سولې په اړه د ډونلډ ټرمپ پلان په دې موخه تایید او تصویب کړ چې هلته روانه دوه کلنه ویجاړوونکې جګړه پای ته ورسېږي.
په غزه کې د حماس د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود بسال بيبيسي ته ویلي چې پرون چهارشنبه د لمر له لوېدو څو شېبې وروسته د اسرائيلو هوايي، ډرون او د توپخانې بریدونو د غزې ښار او خانیونس څو سیمې په نښه کړې.
د ښاغلي بسال په وینا، دا د تېرو څو ورځو له نسبي ارامۍ وروسته په بریدونو کې د زیاتوالي څرګندونه کوي.
ملکي دفاع ادارې هم رپوټ ورکړی چې په 'زیتون' نومي سیمه کې پر مذهبي اوقافو وزارت برید د شاوخوا ودانیو ته هم سخت زیان اړولی دی.
دې ادارې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ښکاري، یوه ډله ژغورونکي تر ویجاړیو لاندې شوي دوه تنه راباسي.
په همدې حال کې 'انادولو' خبري اژانس د درو وژل شوو ماشومانو عکسونه خپاره کړي چې وايي، له همدې سیمې یې ترلاسه کړي دي.
محمود باسل همداراز ویلي چې په غزه ښار کې په یو جلا پېښه کې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي. وايي، دا د ډرون الوتکې برید و چې د 'صلاح الدین سړک' ته څېرمه په 'شجاعیه' څلور لاره کې پر یوه ډله خلکو وشو.
د ده په وینا، یو بل کس هم د شجاعیه په 'مشتهیٰ' سیمه کې د هغه پر کور د ټانک مرمۍ د لګېدو په پېښه کې وژل شوی.
د حماس د ملکي دفاع ادارې د رپوټ له مخې، په خانیونس کې هم ۱۳ تنه د اسرائيل په بریدونو کې وژل شوي دي.
که څه هم اسرائيل ویلي چې په دې بریدونو کې یې د "حماس ترهګریز اهداف" په نښه کړي او ادعا یې کړې چې ګواکې حماس له اوربنده سرغړونه کوي خو حماس یې بریدونه غندلي. همداراز یې د اسرائيل په لومړي وزیر باندې تور پورې کړی چې ګواکې "جنګي مجرم نتنیاهو غواړي چې بیا زموږ د خلکو پر نسلوژنې لاس پورې کړي."

د عکس سرچینه، Reuters
حماس پر امریکا غږ کړی چې "پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي او ژر پر اسرائیلو فشار راوړي چې اوربند پلی او بریدونه ودروي."
خو یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې حماس د بېوسلې کېدو ژمنه نه پوره کوي او غواړي اوربند مات کړي.
تېره دوشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې د سولې په اړه د ډونلډ ټرمپ هغه پلان تایید او تصویب کړ چې غزې ته پکې د نړیوال ځواک لېږل هم شامل دي.
د پرېکړهليک له مخې، نړيوال ځواک به له اسرائیلو، مصر او همدارنګه له نوو روزل شوو فلسطيني پوليسو سره یو ځای کار کوي چې د امنيت خونديتوب او د حماس په ګډون د نادولتي وسلهوالو ډلو په بې وسلې کولو کې مرسته وکړي.
د امنيت شورا همدارنګه د انتقالي حکومت د سولې بورډ جوړېدل هم تصويب کړي چې د فلسطيني دولت چارو او د غزې د بيارغونې او بشري مرستو د لېږد څارنه به کوي.
د پرېکړهلیک له مخې د غزې د بيارغونې لګښتونه به د نړيوال بانک له ملاتړه برخمن د يوه باوري صندوق له لارې تمويلېږي.
په غزه کې نړیوال سولهساتی ځواک او د سولې بورډ دواړه به له فلسطينۍ کمېټې او پوليسو سره په ګډه کار کوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا پرېکړه وستایله او "یوه ریښتینې تاریخي شېبه" یې وبلله.
خو حماس بیا د فلسطیني دولت پر جوړېدا ټینګار وکړ او ویې چې له داسې څه پرته به خپلې وسلې و نه سپاري ځکه چې په وینا یې، د اسرائيل پر ضد د دوی جګړه "مشروع مقاومت" دی.
په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر بیا د حماس پر بېوسلې کولو ټينګار کړی او ویلي یې دي چې تر هغه وخته به د حماس پر ضد جګړې نه لاس وانخلي چې تر څو ډاډ ترلاسه نه کړي چې حماس یې هېواد ته نور "ګواښ" نه دی.
د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه هله پیل شوه چې حماس د اسرائيلو په جنوب کې برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه پکې ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.
د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې ملګرو ملتونو هم تایید کړې دي، په دې جګړې کې له هماغه راهیسې په غزه کې تر ۶۹ زره ډېر فلسطیانیان وژل شوي دي.
پرون چهارشنبه (نومبر ۱۹/لړم ۲۸) اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې هم هوايي بریدونه وکړل چې په وینا یې، 'حزب الله' ډلې پورې اړوند د وسلو زېرمې یې په نښه کړې دي.
اسرائيل د ایران ملاتړ لرونکې دا وسلهواله ډله تورنوي چې ګواکې په تېره نومبر میاشت کې د جګړې له درېدو وروسته بېرته د خپلو وړتیاو پر رغولو لګیا ده.











