امنیت شورا د غزې لپاره د ټرمپ پلان ته د ملاتړ رايه ورکړه، پلان کې څه ځای شوي؟

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د غزې لپاره د ډونلډ ټرمپ د سولې پلان ته چې په هغو کې د نړيوال ځواک لېږل هم شامل دي، د ملاتړ رايه ورکړه.

دا پرېکړه لیک د شورا د ۱۳ غړو په ګډون د بریتانيا، فرانسې او سومالیا په ملاتړ تصويب شو او هېڅ هېواد یې پر ضد رايه ورنکړه.

روسيه او چين چې د ويټو واک هم لري له رايې ورکولو ډډه وکړه.

د ملګرو ملتونو د مشر انتونيو ګوتېرېش وياند وويل، د دې پرېکړه ليک منل د "اوربند د ټينګېدو پر لور مهم ګام دی". حماس دغه پرېکړه ليک رد کړی او وايي دا د فلسطينيانو حقونه او غوښتنې نه پوره کوي.

حماس له دې پرېکړې وروسته پر ټېلېګرام لیکلي چې دا پلان "د غزې پر تړانګه د نړيوالې سرپرستی یو مېکانېزم تپي چې زموږ خلک او ډلې یې ردوي".

په بيان کې زياته شوې، "د بې وسلو کولو په ګډون نړيوال ځواک ته په غزه کې د دندو سپارل د دې ځواک بې طرفي له منځه وړي...".

د پرېکړه ليک له مخې، نړيوال ځواک به له اسرائیلو، مصر او همدارنګه له نويو روزل شويو باوري فلسطيني پوليسو سره یو ځای کار کوي چې د امنيت خونديتوب او د حماس په ګډون د نادولتي وسله والو ډلو په بې وسلېتوب کې مرسته وکړي.

تراوسه هلته موجود پولیس د حماس تر کنټرول لاندې فعاليت کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي والټز شورا ته وويل، نړیوال سوله ساتي ځواک ته به دنده ورکړل شي چې "سيمه خوندي کړي، د غزې د ناپوځي کېدو ملاتړ وکړي، د ترهګريزو جوړښتونو له منځه وړلو، د وسلو لرې کولو او د فلسطيني ملکیانو د خونديتوب ډاډمنولو چارې ترسره کړي".

د امنيت شورا همدارنګه د انتقالي حکومت د سولې بورډ جوړېدل هم تصويب کړل چې د فلسطيني دولت چارې به څاري او د غزې د بيارغونې او بشري مرستو د لېږد څارنه به کوي.

د پرېکړه لیک له مخې د غزې د بيارغونې لګښتونه به د نړيوال بانک له ملاتړه برخمن يوه باوري صندوق له لارې تمويلېږي.

په غزه کې نړیوال سوله ساتی ځواک او د سولې بورډ دواړه به له فلسطينۍ کمېټې او پوليسو سره په ګډه کار کوي.

د ویډیو تشریح، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ټرمپ د غزې سولې پلان تصویب ته رایه ورکړه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د امنيت شورا له خوا د ده د سولې پلان ته رايه ورکول "تاریخي" بللي.

نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ سوشل ټروت لیکلي، "دا به د ملګرو ملتونو په تاریخ کې په يوه له تر ټولو مهم تائید په توګه ثبت شی او په نړۍ کې به د نورې سولې لامل وګرځي. دا رښتينې تاریخي شېبه ده."

د پخوانيو مسودو خلاف په پرېکړه ليک کې د فلسطينيانو د خپلواکۍ او دولت جوړېدو یوې باورې لارې ته اشاره شوې ده. دا هغه څه دي چې د شورا څو غړو پرې ټينګار کړی و.

اسرائیل د یوه فلسطیني دولت له جوړېدو سره کلک مخالفت کوی چې دا د راتلونکي دولت لپاره یو لوی خنډ دی. مهمو عربي هېوادونو د پرېکړه لیک له جوړونکو غوښتنه کړې وه چې د فلسطين د خپلواکۍ حق په متن کې شامل کړي.

د ملګرو ملتونو د مشر وياند ټينګار وکړ چې پرېکړه ليک بايد "... د بېړنیو ګامونو" په توګه عملي او د "دوو دولتونو د حل ترلاسه کولو لپاره د سياسي بهير" لامل شي.

امریکا، د فلسطينۍ ادارې او يو شمېر عربي او مسلمانو هېوادونو لکه مصر، سعودي او ترکیې د پرېکړه لیک د چټک عملي کېدو غوښتنه کړې ده.

د ډونلډ ټرمپ د سولې پلان لومړۍ مرحله کې د اسرائیلو او حماس تر منځ اوربند وشو او د اسرائیلي يرغملو په بدل کې فلسطیني بنديان خوشي شول.

دې پلان په عمل کې هغه جګړه ودروله چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې راهيسې د اسرائيلو او حماس تر منځ وروسته له هغه پيل شوه چې حماس پر اسرائیلو بريد وکړ، ۱۲۰۰ تنه یې ووژل و ۲۵۱ تنه نور یې يرغمل کړل.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې له هغه راهيسې د اسرائیلو عملياتو له امله په غزه کې له ۶۹ زره زيات فلسطینيان وژل شوي دي.

په پلان کې څه ځای شوي؟

سپینې ماڼۍ خپل پلان په شلو مادو کړی وړاندی کړی:

۱. غزه به له افراطیت او ترهګرۍ پاکه سیمه وي او ګاونډیانو ته به ګواښ نه جوړوي.

۲. د غزې بیا رغونه به د غزې د خلکو د ګټو په پام کې نیولو سره وي چې ډېر یې ځورېدلي دي.

۳ . که دواړه خواوې پر دې وړاندیز هوکړه وکړي، جګړه به سم لاسي پای ته رسېږي، او اسرائیلي ځواکونه به د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د چمتووالي په موخه هوکړې شوې کرښې ته شاته کېږي، او په دې موده کې به د هوايي او توپخانې بریدونو په ګډون ټول پوځي عملیات، ځنډول کېږي، او د جګړې کرښې به تر هغه وخته ځای پر ځای پاتې شي تر څو د بشپړ پړاو په پړاو شاتګ شرایط پوره شي.

۴. له دې تړون سره د اسرائيلو د هوکړې له اعلان وروسته په ۷۲ ساعتونو کې دننه به ټول یرغمل شوي کسان، ژوندي او مړه، بېرته سپارل کېږي.

۵. کله چې ټول یرغمل شوي کسان خوشې شي، اسرائيل به ۲۵۰ تنه هغه بندیان خوشې کړي چې په عمري بند محکوم شوي دي، او سربیره پردې به هغه ۱۷۰۰ غزه وال خوشې کړي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ مې وروسته نیول شوي، چې په کې ټولې ښځې او ماشومان شامل دي. د هر خوشې شوي اسرائيلي یرغمل په بدل کې به اسرائيل د ۱۵ غزه والو جسدونه ورسپاري.

۶. کله چې ټول یرغمل شوي کسان بېرته راستانه شي، د حماس هغو غړو ته چې د خپلو وسلو سپارلو ته ژمن وي، بخښنه کېږي، او د حماس هغو غړو ته چې غواړي غزه پرېږدي، کوربه هېوادونو ته به د تګ خوندي لاره ورکول کېږي.

۷. پر دې تړون له هوکړې او منښتې سره به سم لاسي غزې تړانګې ته بشپړې مرستې ولېږل شي، او کچه به یې د بشري مرستو په اړه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د ۱۹ مې نېټې له تړون سره سمون ولري، چې د زیربناوو (اوبو، برېښنا، او حفظ الصحې) بیا رغونه، د روغتونونو او پخلي خونو بیا رغونه، او د کنډوالو لرې کولو او لارو پرانیستلو لپاره د اړتیا وړ تجهیزاتو ننوتل په کې دي.

۸. غزې تړانګې ته به د مرستو ننوتل او ویشل د ملګرو ملتونو او له استازو ادارو، سرې میاشتې، او نورو نړیوالو سازمانونو له لارې، چې له هیڅ یوې خوا سره تړاو نه لري، د دواړو لورو له هر ډول لاسوهنې پرته دوام ومومي. د رفح دروازې پرانیستل به په دواړو لورو کې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د ۱۹ مې نېټې د تړون له مخې ترسره کېږي.

۹. غزه به د یوې لنډ مهالې انتقالې ادارې تر واک لاندې د یوې نا سیاسي، تخنیکي او بې پرې فلسطینۍ کمېټې لخوا اداره کېږي، چې د غزې اوسېدونکو لپاره د عامه او ورځنيو ښاري خدمتونو د اداره کولو مسؤلیت به پر غاړه ولري. دا کمېټه به د وړ فلسطینیانو او له نړیوالو متخصصینو جوړه وي، د یوې نوې نړیوالې انتقالې ادارې، "د سولې شورا"، تر څارنې لاندې به وي، چې مشري به یې ولسمشر ډونلډ ټرمپ کوي، او نور غړي او د هېوادونو مشران به وروسته اعلان شي، دغه لړلیک کې د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر هم پکې شته. دا اداره به اډانه رامنځته کوي او تر هغه وخته به د غزې د بیا رغولو لپاره د پیسو او لګښتونو مدیریت کوي چې فلسطۍ اداره خپل اصلاحي پروګرام بشپړ کړي، هغسې چې په بېلابېلو وړاندیزونو کې روښانه شوي، د ۲۰۲۰ کال لپاره د ولسمشر ټرمپ د سولې پلان او د سعودي – فرانسې وړاندیز په کې شامل دي، چې په خوندي او اغېزمنه توګه پر غزې بېرته کنټرول ترلاسه کوي.

۱۰. د غزې د بیا رغونې او بنسټونو فعالولو لپاره به د ټرمپ پلان اقتصادي پراختیا پیل شي، له هغو متخصصینو به یوه کمېټه جوړېږي چې په منځني ختیځ کې د ځینو عصري او پرمختللو ښارونو په جوړولو کې یې مرسته کړې ده.

نړیوالو ګروپونو د څېړل شویو پانګونو ډیر وړاندیزونه او د پراختیا ژمنې او نظریې چمتو کړې دي، چې دوی به یې د امنیت او مدیریت د اړینو اډانو سره د یوځای کولو لپاره په پام کې ونیسي چې د هغو پانګونې جلب او ورته اسانتیا رامنځته شي. دا به د غزې راتلونکي لپاره کاري فرصتونه، چانسونه او هیله رامنځته کړي.

۱۱. یو ځانګړی اقتصادي زون به چمتو شي چې د تعرفو او ننوتلو فیسونو ټاکل به یې له ګډون کوونکو هېوادونو سره د خبرو اترو له لارې وشي.

۱۲. هېڅوک به له غزې وتلو ته نه مجبورېږي، او څوک چې غواړي ووځي، د تګ او بېرته راتګ بشپړه ازادي به لري، او موږ به خلک وهڅوو چې پاتې شي او دوی ته به د یوې غوره غزې جوړولو فرصت برابر کړو.

۱۳. حماس او نورې ډلې به هوکړه کوي چې په مخامخ ، نامخامخ یا په هېڅ ډول به د غزې په اداره کې ونډه ونه اخلي. ټول پوځي، ترهګريز او یرغلیزې زیربناوې، چې تونلونه او د وسلو د تولید تاسیسات په کې شامل دي، به له منځه یوړل شي او بیا به نه جوړېږي. د غزې د بې وسلې کولو بهیر به د خپلواکو څارونکو تر څارنې لاندې ترسره کېږي، چې د نړیوالو مالي ملاتړ لرونکي د بیا ترلاسه کولو او ادغام پروګرام په مرسته به د وسلو د دایمي غیر فعالولو لپاره یو هوکړه شوی بهیر به په کې ځای وي، او خپلواک څارونکي به یې بشپړ تائید کوي.

۱۴. سیمه ییز شریکان به ضمانتونه ورکوي چې ډاډ ترلاسه شي حماس او ډلګۍ یې خپلې ژمنې پوره کوي او نوې غزه ګاونډیانو یا خپلو خلکو ته کوم ګواښ نه پېښوي.

۱۵. متحده ایالات به له خپلو عربي او نړیوالو ملګرو سره کار وکړي چې په غزه کې د سم لاسي ځای پر ځای کېدو لپاره یو لنډمهاله نړیوال سوله ساتی ځواک تیار کړي. دا ځواک به په غزه کې منل شوي فلسطیني پولیسي ځواکونه روزي او ملاتړ به یې کوي، او له اردن او مصر به سلا مشوره اخلي، ځکه هغوی په دې برخه کې پراخه تجربه لري. دا ځواک به د اوږدې مودې لپاره د کورني امنیت ترټولو غوره حل وي. دا ځواک به له اسرائیلو او مصر سره ګډ کار وکړي چې د نویو روزل شویو فلسطیني پولیسو تر څنګ د سرحدي سیمو او پولو په خوندي کولو کې مرسته وکړي. غزې ته د مهماتو ننوتلو مخنیوی او د هغې د بیا رغونې او فعالولو لپاره د توکو سمبالښت په چټکۍ او خوندي توګه اسانه کول اړین دي. د لاس وهنو مخنیوي لپاره به د دواړو خواوو پر یو میکانیزم هوکړه وشي.

۱۶. اسرائيل به غزه نه اشغالوي او نه به یې له کومې سیمې سره یوځای کوي او کله چې اسرائيلي امنیتي ځواکونه خپل کنټرول او ثبات ټینګ کړي د بې وسلې کولو د معیارونو او مهالویشونو سره سم به شاته کېږي، چې پرې به د اسرائيلي پوځ او اسرائيلي امنیتي ځواکونو او ضمانت کوونکو اړخونو او متحده ایالاتو ترمنځ هوکړه کېږي، ترڅو د غزې امنیت تضمین شي او اسرائيل، مصر یا د هغوی اتباعو ته ګواښ نه وي. په عملي توګه، اسرائيلي پوځ به په تدریجي ډول د غزې سیمې چې دوی اشغال کړې دي، د انتقالې ادارې سره پر یوې هوکړې امنیتي ځواکونو ته سپاري چې له غزې بشپړ شاتګ وشي، خو تر هغه به یو امنیتي کمربند ولري چې غزه له هر ډول نوي ترهګریز ګواښ په بشپړه توګه خوندي نه شي.

۱۷. په هغه صورت کې چې حماس دا وړاندیز وځنډوي یا یې رد کړي، پورتني شرایط، چې پراخې مرستې په کې شاملې دي، په هغو سیمو کې به چې د اسرائيلي پوځ لخوا له ترهګرۍ پاکې ګڼل شوې او سپارل شوې، پلي کېږي. ۱۸. د زغم او سوله ایز ژوند ارزښتونو پر بنسټ به د ادیانو ترمنځ د خبرو اترو بهیر رامنځته شي ترڅو د سولې د ترلاسه کېدونکو ګټو په ټینګار سره د فلسطینیانو او اسرائيلیانو ذهنیت او روایتونه بدل شي.

۱۹. په داسې حال کې چې د غزې بیا رغونه چټکه شي، د فلسطینۍ ادارې لخوا منل شوی اصلاحي پروګرام په رښتینولۍ سره پلی شي، ښایي بالاخره د فلسطیني خود اراديت او د فلسطیني دولت د رامنځته کولو لپاره د باور وړ لارې مناسب شرایط برابر شي، څه چې موږ پوهیږو دا د فلسطیني ولس هیله ده.

۲۰. متحده ایالات به د اسرائيلو او فلسطینیانو ترمنځ دخبرو اترو بهیر رامنځته کړي چې د سوله ییز او سوکاله ژوند لپاره پر یوه سیاسي حل هوکړه وشي.