لبنان وايي د اسرائیلو هوايي بريد کې ۱۳ کسان وژل شوي دي

لبنان کې د اسرائیلو بريد

د عکس سرچینه، Reuters

د لبنان د روغتيا وزارت وايي، د اسرائیلو په هوايي بريد کې د دغه هېواد په جنوب کې د فلسطیني کډوالو له پنډغالي سره څېرمه لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ ويلي چې د فلسطينۍ وسله والې ډلې حماس غړي یې په نښه کړي چې په وینا یې د "عین الحلوه سیمې په يوه روزنيز کمپ کې یې فعاليت کاوه".

دوی ويلي، دغه ځای د حماس له خوا د اسرائیلو پر ضد د بريدونو پلانولو لپاره کارول کېده خو حماس دا ادعاوې "درواغ او جعلې" بللې دي.

اسرائيلو د ایران له ملاتړه برخمنې وسله والې ډلې حزب الله سره د جګړې پايته رسولو له هوکړې وروسته هم په لبنان کې هوايي بريدونو ته دوام ورکړی دی. ډېری بریدونه پر حزب الله شوي خو اسرائیلو په دغه هېواد کې د حماس موخې هم په نښه کړې دي.

د لبنان د روغتيا وزارت وايي، د وژل شويو تر څنګ لږترلږه څلور تنه ټپیان شوي هم دي.

ويډيوګانو کې ليدل کېږي چې د بېړنۍ مرستې کارکوونکي د عین الحلوه پنډغالي دروازې ته چې په لبنان کې د فلسطيني کډوالو تر ټولو ستر کمپ دی رسېدلي دي.

په ویډيوګانو کې ښکاري چې امبولانسونه د ګڼ مېشتي کمپ له تنګو سړکونو تېرېږي او د بريد له ځايه لوګي پورته کېږي.

لومړني راپورونه وايي، بريد د جومات مخې ته شوی چې معمولا هلته د شپې مهال ډېره ګڼه ګوڼه وي.

حماس د بريد د غندلو تر څنګ ويلي، په لبنان کې د فلسطینيانو په کمپونو کې هېڅ پوځي مرکز نه لري او هغه ځای چې په نښه شوی یو "پرانيسی ورزشي ډګر" و.

د اسرائیلو پوځ په خپل بيان کې ويلي، چې "د دقيقو وسلو په کارولو، هوايي څارنې او اضافي استخباراتي معلوماتو سره له برید وړاندې هڅه شوې چې ملکي وګړو ته زيان کم شي."

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه له غزې څخه پر اسرائیلو بريد وکړ چې په ترڅ کې یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ تنه نور یې يرغمل کړل.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا اداره وايي، د اسرائیلو په ځوابي بريدونو کې له ۶۹ زره زیات فلسطينيان وژل شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر له اوومې نېټې يوه ورځ وروسته حزب الله د اسرائیلو پر پوځي ځايونو د توغنديو بريدونه وکړل چې له امله یې د اسرائیلو او حزب الله تر منځ جګړه خورا زياته شوه. حزب الله ويلي دغه ګام یې د غزې له وګړو سره د همغږۍ لپاره کړی و.

اسرائیلو او حزب الله ۱۳ مياشتې جګړه وکړه. په پای کې د ۲۰۲۴ کال اوکټوبر مياشت کې اسرائيلو د لبنان پر جنوب له هوا او ځمکې يرغل پیل کړ.

د لبنان د چارواکو په وینا، د اسرائیلو بريدونه هلته شاوخوا ۴۰۰۰ کسان چې ډېری یې ملکي وګړي وو وژلي او له ۱.۲ میليونه زيات بې کوره شوي دي.

د اسرائیلو چارواکي وايي، په دې جګړو کې د دوی له ۸۰ زيات سرتېري او ۴۷ ملکیان وژل شوي دي.