د طالبانو حکومت وایي په هرات کې یې د تیکواندو یوه روزونکې نیولې ده

د عکس سرچینه، Social Media
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت تایید کړې خدیجه احمدزاده، چې په هرات ښار کې د تیکواندو ښځینه روزونکې ده، نیول شوې او دا مهال محکمې ته معرفي شوې ده.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې "نوموړې نجونو ته په تلخونه کې د تیکواندو روزنه ورکوله، هغه کار چې د طالبانو له نظره غیرقانوني بلل کېږي".
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت ویاند سیف السلام خیبر په یوه پیغام کې بيبيسي ته ویلي، خدیجه ځکه نیول شوې ده چې د ښځو په یوه ورزشي کلب کې یې د "امر بالمعروف او نهي عنالمنکر" د شرعي قانون له مقرراتو سرغړونه کړې وه.
د هغه په وینا، په یاد کلب کې د ښځو او سړیو ګډ حضور، بې حجابي او د موسیقۍ غږول موجود وو.
هغه زیاته کړې چې پر خدیجې سربېره نور کسان هم نیول شوي دي او د هغوی په اړه به وروستۍ پرېکړه شرعي محکمه کوي.
د خدیجې احمدزاده او د هغې د ملګرو نیول کېدو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
ډېرو دا اقدام په ټولنه کې د ښځو پر کار او فعالیتونو د محدودیتونو د لا زیاتېدو نښه بللې ده.
په ۲۰۲۱ کې واک ته د طالبانو حکومت له بیا رسېدو وروسته، دوی په افغانستان کې پر ښځو د بندیز او محدودیت ګڼ فرمانونه صادر کړي.
- پر ښځو ۱۷ میاشتو کې تر شلو ډېر بندیزونه
- ملګري ملتونه: پر ښځو د کار بندیز افغانستان کې له نیمايي ډېر خلک له مرستو محروموي
- طالبانو د ښځو چارو وزارت د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اداره بدل کړ
- د پوهنتونونو ښځينه استادانې: "پخوا به مو د ترفېع لپاره هڅې کولې، اوس له افغانستانه د وتلو لار لټوو"
د ملګرو ملتونو یوې څارونکې ډلې په تېره ډسمبر میاشت کې د دې سازمان امنیت شورا ته په یوه لیک کې ویلي وو چې په کابل کې د طالبانو د حکومت له وزیرانو سره له مشورې پرته فرمانونه صادرېږي او په دوحه کې له امریکا سره پخوانۍ هوکړې له پامه غورځول کېږي، لکه د نجونو پر زدکړو بندیز، په عامه ځایونو کې د ښځو غږ او د قابلهګۍ د زدکړو پای ته رسولو موضوع.
په دې لیک کې د ښځو پر زدکړو او کار بندیز لا هم د دواړو ډلو ترمنځ له "اصلي لانجمنو ټکو" یو بلل شوی.
د تېر کال سلواغې (دلوې) میاشت کې، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په ډاګه خبرداری ورکړ چې مشرتابه د ښځو او نجونو د زدکړو په منع کولو سره پر "۲۰ میلیونه کسانو ظلم" او بې عدالتي کوي.











