پر ښځو ۱۷ میاشتو کې تر شلو ډېر بندیزونه

د واک شاوخوا ۱۷ میاشتو کې د طالبانو حکومت تر شلو ډېر فرمانونه او شفاهي سپارښتنې یوازې پر ښځو د محدودیتونو په اړه دي
له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه بېرته پر افغانستان واکمن شوي، په تېرو شاوخوا ۱۷ میاشتو کې یې تر بل هر څه ډېرې توصیې او فرمانونه پر ښځو محدودیتونو لګولو باندې ورټول پاتې شوي. شمېر یې تر شلو اوړي چې ځينې یې فرمانونه او تر ډېره شفاهي اعلانونه او توصیې یا سپارښتنې دي خو یو شمېر داسې موارد هم شته چې په اړه یې هېڅ فرمان او سپارښتنه نه ده شوې خو د عملي ګام په ترڅ کې پر مېرمنو په یو نا یو ډول محدودیت پلی شوی دی.
د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې بیا د ۲۰۲۲ کال تر پایه پر ښځو د طالبانو حکومت له لوري لګول شویو محدویتونو ته مو په دغه رپوټ کې په څلورو برخو کې کتنه کړې.

1: له سیاسته ګوښه کول

د "نارینه کابینې" اعلان
په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د تېر رژيم له نسکورېدو وروسته په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې د حامد کرزي او محمد اشرف غني په مشرۍ حکومتونو هڅه وکړه چې د ژوند له بېلا بېلو ډګرونو ګوښه ساتل شویو ښځو ته په سیاست کې ډېره ونډه ورکړي. له پارلمان، وزارتونو او سفارتونو رانیولې بیا په وروستیو کې د والیانو، د والیانو مرستیالانو او د ګڼو کلیدي ادارو د مشرانو په توګه په دندو وګمارل شوې.

د ۲۰۰۴ کال ولسمشریزې ټاکنې؛ افغانانو د طالبانو له پرځېدو وروسته لومړی ځل ټاکنې تجربه کولې. مسعوده جلال ولسمشرۍ ته ولاړو اتلسو نوماندانو کې یوازینۍ ښځه وه.
د ۲۰۰۴ کال ولسمشریزې ټاکنې؛ افغانانو د طالبانو له پرځېدو وروسته لومړی ځل ټاکنې تجربه کولې. مسعوده جلال ولسمشرۍ ته ولاړو اتلسو نوماندانو کې یوازینۍ ښځه وه.
شاوخوا شل کاله وروسته چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل نو د نړۍ سترګې دې ته وې چې د طالبانو لپاره په وروستیو کې کارېدونکې هغه اصطلاح ورته زباد شي چې "طالبان تر پخوا بدل شوي دي".
د اګست پر ۳۰مه چې وروستی امریکايي سرتېری د کابل په وخت د شپې ناوخته له افغانستانه ووت نو په دویمه ورځ یې له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې د هغه مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي وویل، "په دې کې شک نه شته چې په حکومت کې به د مېرمنو فعاله ونډه وي، خو دا نه شم ویلی چې په غټو پوسټونو به وي"
خو د خپل واک پر ۲۵مه ورځ (سپتمبر ۷) طالبانو چارسمبالی حکومت اعلان کړ چې هېڅ کوم ښځينه نوم پکې تر سترګو نه شو او ښځې یې یو ځل بیا په افغانستان کې څنډې ته او له سیاسي ډګره په بشپړ ډول بې برخې کړې. د طالبانو دا پرېکړه نړیوالو او په تېره بیا د ښځو حقونو فعالانو په کلکه وغندله.

پر امر بالمعروف وزارت د ښځو چارو وزارت اړول

له سیاسته د ښځو ګوښه کولو په برخه کې د طالبانو حکومت دویم ګام د ښځو چارو وزارت له منځه وړل وو. که څه هم د سرپرست حکومت تر اعلان یوه ورځ مخکې هم ځينو طالب چارواکو بي بي سي ته ویلي وو چې د ښځو چارو وزارت نه دی لغوه او په اړه یې لا پرېکړه نه ده شوې. خو په سبا یې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت هم په کابینه کې ځای و او د ښځو چارو وزارت کارکوونکې دغه وزارت ته له ورتګه منع کړای شوې وې. څو ورځې وروسته یاني د سپتمبر پر ۱۷مه یې لیک دړه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په نوم باندې واړول شوه.



2: د عام ژوند په برخه کې محدودیتونه

د حجاب جبري کېدل

پر سینګارتونونو د ښځو رسم شویو عکسونو باندې رنګونه وموښل شول
پر سینګارتونونو د ښځو رسم شویو عکسونو باندې رنګونه وموښل شول
کابل ته د طالبانو په ننوتلو لا څو ورځې نه وې اوښتې چې د پلازمېنې د واټونو بڼه په اوښتو شوه. پر سینګارتونونو او دیوالونو د ښځو رسم شوي انځورونه په تور رنګ ورنګول شول او د جمهوري نظام پر مهال لیکل شوي شعارونه پټ او پرې د پاسه نوي شعارونه ولیکل شول. ځینو کې مېرمنو ته د حجاب مراعتولو سپارښتنه شوې وه. په همدې ترڅ کې ان له هټېوالو غوښتل شوي وو چې د هغو نانځکو مخونه هم وپوښي چې د ښځينه و کالي وراغوستل شوي وي. وروسته په کابل کې په یوه لویه غونډه کې په عامه ځایونو کې پر ښځو حجاب جبري اعلان شو

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي په کابل کې په یوه لویه غونډه کې پر ښځو په عامه ځایونو کې حجاب کول جبري اعلان کړل
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي په کابل کې په یوه لویه غونډه کې پر ښځو په عامه ځایونو کې حجاب کول جبري اعلان کړل
د حجاب په اړه طرحه کې د نورو ټکو تر څنګ دا هم ویل شوي وو چې که کومه ښځه حجاب مراعت نه کړي نو ولي یا د کورنۍ مشر ته به یې جزا ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش او د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په ګډون ګڼو شخصیتونو او بنسټونو د طالبانو دا پرېکړه وغندله او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې د ښځو حقونو په برخه کې پرخپلو کړو ژمنو ودرېږي او نړیوالو قوانینو ته په کتو خپل مکلفیت ومني.



د ښځو پر موټر چلولو محدودیت

لومړی هرات او بیا د کابل په ګډون ځینو ولایتونو کې ښځو ته د موټرچلونې جواز ورکړه بنده کړای شوه
لومړی هرات او بیا د کابل په ګډون ځینو ولایتونو کې ښځو ته د موټرچلونې جواز ورکړه بنده کړای شوه
پر همدې میاشت په هرات کې د ښځينه موټر چلوونکو د روزنې ادارو ته د طالبانو ترافیکو مدیریت لفظي سپارښتنه کړې وه چې ښځې دې کورس ته نه ورپرېږدي، خو طالبانو ردوله. وروسته په هرات او کابل کې بي بي سي ته هم ځينو ښځينه موټر چلوونکو دا خبره تایید کړه چې د جواز اخیستلو مخه یې نیول شوې او د موټر چلونې کورس کې د کېناستلو اجازه نه ده ورکړل شوې. خو د طالبانو حکومت یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، "که دوی له شرعي حجاب سره موټر وچلوي نو هېڅ ستونزه نه شته" خو یوه بل بیا ویل، "مرکزي حکومت ښځو ته د موټر چلونې د نویو جوازونو ورکول بند کړي دي".
پر ښځينه لوبغاړو او موسیقۍ غږوونکو بندیزونه

د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډلې ځینې غړې پاکستان او بیا برازیل ته لاړې
د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډلې ځینې غړې پاکستان او بیا برازیل ته لاړې
واک ته د طالبانو بیا رسېدو راهیسې په افغانستان کې دننه تر ډېره د هېڅ کومې لوبې په برخه کې ښځينه لوبغاړې فعالې نه دي او یو نا اعلان شوی بندیز پرې لګېدلی دی. د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پر اتمه د هغه مهال د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور مرستیال احمدالله وثیق د ښځو ورزش یو "ناسم او غیرضروري" کار وباله او ویل یې چې ښايي د لوبغاړو مخ او بدن به پټ نه وي چې شریعت کې یې جواز نه شته". د طالبانو حکومت د بدني روزنې او ورزش ادارې هم ویلي چې تر "خوندي چاپېریال" برابرېدو وروسته به د لوبو حق ورکړل شي خو د شاوخوا اوولسو میاشتو له تېرېدو سره لا هم دوی په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې له برخه اخیستلو منع دي. مګر له افغانستانه بهر ځينې لوبغاړې بیا لوبې کوي. روانه میاشت د اولمپيک نړیوالې کمېټې افغانستان ته خبرداری ورکړی چې که ښځينه لوبغاړو ته اجازه ور نه کړي نو اړیکې به ورسره پرې کړي. په همدې ترڅ کې اسټرالیا کرېکټ هم له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبې لغوه کړې. د یادولو ده چې لا هم په ځينو برخو کې ښځينه ورزش کوونکې فعالې دي.
د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ وتړل شو

کابل کې د موسیقۍ ملي انسټیټيوټ هم وتړل شو او د زهره ارکسټر او د دغه انسټټيوټ ګڼ زدکوونکي د طالبانو د بندیزونو له وېرې له هېواده ووتل
کابل کې د موسیقۍ ملي انسټیټيوټ هم وتړل شو او د زهره ارکسټر او د دغه انسټټيوټ ګڼ زدکوونکي د طالبانو د بندیزونو له وېرې له هېواده ووتل.
طالبان د موسیقۍ خلاف دي او د سقوط په لومړیو وختونو کې هم له بېلا بېلو سیمو ځینو هنرمندانو عکسونه او ویډيوګانې خپرې کړې چې د موسیقۍ آلې یې ماتې کړای شوي او یا طالبانو او یا د دوی ځینو ملاتړو ځورولي دي. په همدې ترڅ کې په افغانستان کې د موسیقۍ ملي انسټیټيوټ هم خپل فعالیت ودراوه او د زهره ارکسټر او د دغه انسټیټیوټ ګڼ زدکوونکي چې ډېرۍ یې نجونې وې، د طالبانو د بندیزونو له وېرې له افغانستانه ووتلې او پرتګال هېواد ته لاړې. زهره ارکسټر د افغانستان د موسیقۍ په تاریخ کې لومړنی داسې ارکسټر و چې ټولې غړې یې ښځينه وې.
د ښځو پر مخ پارکونه، حمامونه او ورزشي ځایونه بندول

طالبانو د خپل حکومت په لومړیو کې ښځې نسبتاً ازادې پرېښې وې چې پارکونو، سېلځيو او یا ورزشي کلپونو ته لاړې شي. خو د ۲۰۲۲ کال د مارچ پر ۲۷ امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ښځو او نارینه و ته پارکونو ته د تګ ورځې سره بېلې کړې.

تر دې مخکې په پارکونو کې د ښځو او نارینه و لپاره ورځې بېلې شوې وې
تر دې مخکې په پارکونو کې د ښځو او نارینه و لپاره ورځې بېلې شوې وې
تر دې شاوخوا درې میاشتې وروسته په کابل کې د ښځو لپاره ځانګړی شوی باغ (شراره بڼ) وتړل شو او د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر لسمه پارکونو، حمامونو او ورزشي ځایونه ته د ښځو په ورتګ بندیز اعلان شو. امر بالمعروف وزارت په شفاهي ډول د دغو ځایونو څښتنانو ته سپارښتنه کړې وه چې ښځې دې نه ور پرېږدي او ویاند یې عاکف مهاجر هغه مهال ویل، "خویندو هغسې حجاب نه مراعتاوه چې په کار و، نو ځکه داسې پرېکړه وشوه".
د ښځو پر لاریون کولو محدودیتونه

یو طالب اعتراض کوونکې ښځې له مخکې تګه منع کوي
یو طالب اعتراض کوونکې ښځې له مخکې تګه منع کوي
افغان ښځې د دغو بندیزونو پر وړاندې له لومړیو ورځو راهیسې کرارې کې نه ناستې او د طالبانو حکومت د دغو کړنو پر ضد یې اعتراضونه وکړل. یو شمېر اعتراضونو کې له لاریونوالو ښځو سره تاوتریخوالی وشو، ووهل شوې او ځينې بندیانې او یا د څه مودې لپاره تری تم کړای شوې. په هرات کې خو ان د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پر اوومه پر اعتراض کوونکو ښځو د طالبانو په ډزو کې درې کسان ووژل شول او اووه نور ژوبل شول.
تر دغو پېښو څو ورځې وروسته د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پر اتمه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پر احتجاجونو محدودیت وضع کړ او ویې ویل چې هېڅوک باید د مظاهرو په نوم لارو کوڅو ته ونه وځي او مظاهرې باید "قانوني وي" او وار له مخه امنیتي ادارو ته خبر ورکړل شي.

خو پر همدې ورځ په کابل کې لسګونه ښځې د یوه اعتراض په ترڅ کې راټولې شوې چې د طالبانو یو شمېر امنیتي کسانو په سوټيو ووهلې، له سیمې یې وشړلې او د هغوی د لاریون مخه یې ونیوله. ورته اعتراضونه نور هم وشول خو په یو نا یو ډول وځپل شول.



پر سفرونو محدودیت
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د دسمبر پر ۲۶مه د ښځو پر سفرونو هم محدودیت وضع کړ. د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پر موټر چلوونکو داسې پاڼې وویشلې چې ترې غوښتي یې وو، "بې حجابه" او له "محرم" پرته له ۴۵ میله لرې سفر کوونکې ښځې په موټر کې سپرې نه کړي.

وروسته د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۷ طالبانو بهرنیو هېوادونو ته هم د ښځو سفر باندې د محدودیت په ترڅ کې وویل چې افغان ښځې له دې وروسته له "شرعي محرم" پرته له افغانستانه بهر نورو هېوادونو ته سفر نه شي کولای. نړیوالو دا د "ښځو زنداني کول" وبلل او د طالبانو حکومت دغه ګام یې وغنده.
امن خونې له منځه لاړې
په وروستیو کلونو کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د "امن خونو" په نوم د کورني تاوتریخوالي ښکار شویو ښځو د خوندي ساتلو لپاره خونې جوړې شوې وې. خو له دغو خونو سره د افغان ټولنې په ځينو برخو کې حساسیت هم موجود و. کله چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل نو په دې خونو کې ځينو اوسېدونکو مېرمنو یو شمېر نورو پټو ځایونو ته پناه یووړه او ورو ورو دغه خونې ورکې او له منځه لاړې.

امن خونو کې تر ډېره د کورني تاوتریخوالي ښکار شوې ښځې او نجونې ساتل کېدې
امن خونو کې تر ډېره د کورني تاوتریخوالي ښکار شوې ښځې او نجونې ساتل کېدې
3: له زدکړو د ښځو بې برخې کول

له اووم تر دوولسمه د ښوونځيو بندښت
د طالبانو پر تازه واکمنۍ یوه ماشت اوښتې وه چې د سپتمبر پر اوولسمه یې د پوهنې وزارت په یوه خبر پاڼه کې یوازې له نارینه زدکوونکو او ښوونکو وغوښتل، ښوونځيو ته ستانه شي خو د نجونو منځنیو ښوونځيو د بیا پرانیستې په اړه یې څه ونه ویل.

د پوهنې وزارت په اعلامیه کې یوازې له نارینه زدکوونکو او ښوونکو غوښتل شوي وو چې ښوونځيو ته ورستانه شي
د پوهنې وزارت په اعلامیه کې یوازې له نارینه زدکوونکو او ښوونکو غوښتل شوي وو چې ښوونځيو ته ورستانه شي
د طالبانو دې پرېکړې هم له ځانه سره پراخ کورني او بهرني غبرګونونونه درلودل او له طالبانو وغوښتل شول چې نجونو ته هم د زدکړو اجازه ورکړي
د افغان کورنیو تمه وه چې په نوي تعلیمي کال کې به دغه ښوونځي هم پرانیستل شي ځکه چې ځينو طالب چارواکو ورته تمه خلکو ته ورکړې وه خو د ۲۰۲۲ کال د مارچ پر ۲۳ (وری، ۳مه) د نوي ښوونيز کال له پیل سره د دغو ښوونځيو د بندو پاتېدو موده لا وغځول شوه او ګڼې نجونې په ژړا له ښوونځيو بېرته کورونو ته ستنې شوې.

د طالبانو له ژمنو سره سره شاوخوا اوولس میاشتې وروسته هم دا بندیز پر خپل ځای پاتې دی. که څه هم د دسمبر پر اوومه نېټه په ځينو سيمو کې د دوولسم ټولګي له زدکوونکو نجونو ازموینه واخیستل شوه او بریالۍ اعلان شوې.
پوهنتونونو کې د نارینه او ښځينه ټولګیو بېلول

واک ته د طالبانو د بیا رسېدو راهیسې لا دېرش ورځې نه وې پوره شوې چې په خصوصي پوهنتونونو کې د نارینه او ښځينه محصلانو د بېلولو سپارښتنه یې وکړه. د سپتمبر پر ۱۲مه د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزیر عبدالباقي حقاني له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې دولتي پوهنتونونو ته هم ورته تګلاره لري. په لومړیو کې د نارینه او ښځينه محصلانو تر منځ په ټولګیو کې پردې واچول شوې، بیا ټولګي ورته بېل شول او بلاخره ورځې ورته ووېشل شوې چې کومه ورځ نجونې ځي، هلکان به نه ځي او که هلکان ځي نو نجونې به نه ځي.
په کانکور ازموینه او ماسټري پروګرام کې د ښځینه زدکوونکو لپاره د پوهنځيو محدودول

د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل شوه خو دا لومړی ځل و چې نجونو ته د پوهنځيو انتخاب محدود شوی و. د کرنې، وترنري، ساختماني انجينري او د کانونو برخه ځینې هغه رشتې وې چې په یو شمېر سیمو کې د کانکور ښځينه ګډونوالو نه شوې ټاکلی. که څه هم د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت دا خبره ردوله خو ځينو زدکوونکو بي بي سي ته تایید کړه چې د "انتخاب پاڼه" کې یې د خوښې پوهنځی نه و. خو تر دې شاوخوا دوه اوونۍ وروسته طالبانو په کابل پوهنتون کې داسې خبرتیاوې وځړولې چې ښځينه زدکړیالانې پکې د کرنې، سوداګرۍ، کمپيوټر ساینس او انجينري په څېر څانګو کې له ماسټري کولو هم منع شوې وې.
د ښځينه محصلانو پر فراغت غونډو محدویتونه

د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستۍ میاشت خواله رسنۍ تر ډېره د نارینه زدکړیالانو د فراغت عکسونو او مبارکیو نیولې وې چې د ودونو په لویو تالارونو کې یې خولۍ هوا ته ګوزار کړې وې. خو د ښځينه هغو نه ښکارېدل. وروسته بي بي سي ته ګڼو فارغو شویو ښځينه محصلانو وویل چې دوی له پوهنتون بهر له فراغت نمانځلو منع کړای شوې دي. همدا راز ورته ویل شوي چې تر ښځينه استادانو پرته یې په محفل کې نارینه استادان او ان د کورنۍ نارینه غړي هم ګډون نه شي کولای او که کوم نارینه استاد یې غونډې ته ورغی نو له دندې به ګوښه او د دوی د فراغت اسناد به وځنډول شي. بي بي سي ته هغه مکتوب هم رسېدلی و چې د کابل پوهنتون ادارې له لوري استادانو ته دغه سپارښتنې پکې شوې وې.


د پوهنتونونو تړل

د ۲۰۲۲ میلادي کال د وروستۍ یا دسمبر میاشتې ۲۱ مه هغه ورځ وه چې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت د نجونو پر مخ ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه هم تر "امر ثاني" وتړل او دوی یې له لوړو زدکړو هم منع کړې. چارسمبالي طالب وزیر ندا محمد ندیم وویل چې دا پرېکړه یې د "منکراتو د مخنیوي" او د "شریعت د پلي کېدو" په موخه کړې.
د ده دغه دريځ په پراخه کچه وغندل شو او د بېلا بېلو بنسټونو او شخصیتونو په ګډون د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ګڼو غړو هم په دې اړه ټوېټونه وکړل او له طالبانو یې وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او د نجونو پر مخ د زدکړو دروازې پرانیزي.
خو د طالبانو حکومت لکه د ښوونځيو موضوع دا مسله هم تر "امر ثاني" پورې صبر کولو ته پاتې کړه. خو له ځينو سیمو رپوټونه شته چې په ځانګړي ډول په طبي برخه کې محصلانې لا هم خپلو زدکړو ته دوام ورکوي او نه دي منع شوې.



د نجونو پر مخ کورسونه تړل او په جومات کې له دیني زدکړو منع کول
د پوهنتونونو له تړل کېدو سره همهماله پلازمېنه کابل، تخار او ځينو نورو سیمو کې یو شمېر لاریونوالو ویل چې پر مخ یې روزنیز کورسونه هم تړل شوي دي.
وروسته ځينو کورنیو بي بي سي ته وویل چې له جوماتونو یې وړې ماشومانې هم بېرته ورګرځول شوې دي او ملایانو ورته ویلي چې نور دې د دیني درس زدکړې ته نه ورځي. د یادولو ده چې د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر میاشت کې هم پلازمېنه کابل او ځينو نورو سیمو کې بي بي سي ته د یو شمېر روزنیزو مرکزونو څښتنانو ویلي وو، طالبانو یې ځکه کورسونه تړلي چې ورته ویلي یې دي، د ښځينه زدکوونکو لپاره دې ښځينه ښوونکې وګماري او ټولګي دې هم ورته بېل کړي.
د شخصي پوهنتونو لپاره د کانکور ازموینه کې د نجونو نوملیکنه وځنډول شوه

له شپږم پورته ښوونځيو د افغان نجونو د منع کولو پر ۴۹۹ ورځ د (د سلواغې ۸مه/ د۲۰۲۳ کال د جنوري ۲۸مه) د طالبانو حکومت په افغانستان کې شخصي پوهنتونو ته امر وکړ چې د کانکور ازموینې لپاره تر "امرثاني" پورې نجونو ته د نوم لیکنې اجازه ور نه کړي. په افغانستان کې د شخصي پوهنتونونو ټولنې هم بي بي سي پښتو ته ومنله چې د طالبانو لوړو زدکړو وزارت د یوه مکتوب له لارې ورته ویلي چې د کانکور ازموینې لپاره د نجونو نوملیکنه داوس لپاره وځنډوي. د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت په مکتوب کې ویل شوي "د وزارت د مشرتابه شورا د پرېکړې له مخې په ګرمو سیمو کې به عمومي کانکور ازموینه د روان کال د سلواغې له اتمې تر ۲۱ او د متفرقه هغو به د کب له۲۰مې د وري تر ۴مې واخیستل شي."
د ښځو حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده فرمان
له دې ټولو محدودیتونو او بندیزونو سره سره د طالبانو لږ تر لږه یو فرمان د ښځو د حقونو په ګټه صادر شوی.

د ۲۰۲۱ کال د دسمبر پر درېیمه د طالبانو مشر ملا هیب الله اخوندزاده له لوري "د ښځو حقونو" په اړه فرمان خپور شو چې پکې ویل شوي، په واده کې د نجلۍ خوښه مهمه ده او په جبر باید چا ته په نکاح نه شي او نه هم باید په بدو کر ورکړل شي. د کونډو په اړه هم په فرمان کې ویل شوي وو چې د مېړه ورور دې یې په زور ځان ته نه نکاح کوي، بلکې خپلې خوښې ته باید پرېښودل شي. همدا راز یې د پلار او مېړه په میراث کې د ښځو حق خوندي بللی و.

په فرمان کې له ديني عالمانو، اطلاعاتو کلتور وزارت او سترې محکمې غوښتل شوي وو چې د ښځو د "اسلاميحقونو" په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي او پر ښځو د هر راز تېري او ظلم مخه باید ونیول شي او قضیې یې وڅېړل شي.
4: له کاره د ښځو ګوښه کول

دولتي کارکوونکې په کور کېنول شوې
واک ته د طالبانو د رسېدو پر لومړۍ میاشت تر ډېره په دولتي ادارو کې کارکوونکو ښځو ته سپارښتنه وشوه چې په کور کېني. د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پر ۱۹مه د کابل ښاروالۍ ښځينه مامورانو ته وویل شول، یوازې هغه کارکوونکې چې کار یې نارینه همکاران نه شي کولای، دندې ته ورتلای شي. د ګڼو ادارو نورې ښځينه کارکوونکې یوه-نیمه ورځ کار او یا هم د تنخوا اخیستو لپاره ورغوښتل کېږي.
د ملکي خدمتونو کارکوونکو ښځو د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې پر طالبانو غږ وکړ چې د دوی پر ځای دې نارینه نه ګماري او کار ته دې یې پرېږدي. تر دې یوه میاشت وروسته د مالیې وزارت کارکوونکو ښځو ویل چې ورته ویل شوي، د کور کوم نارینه دندې ته ورولېږي او په خپله په کور کېني. خو طالبانو دا خبره ناسمه بلله. پر دولتي مامورانو سربېره ښځينه څارنوالانو، قاضیانو، د پوځ او پولیسو افسرانو او د بېلا بېلو نورو ملکي برخو کارکوونکو مېرمنو هم دندې له لاسه ورکړې او په کور ناستي او یا د هېواد پرېښودو ته اړ شوې.
د شمېرو له مخې، کار ته د ښځو نه پرېښودو له کبله افغانستان ته یو میلیارد ډالر زیان اوښتی چې دا د هېواد د ناخالص کورني تولید پنځه سلنه برخه کېږي.

د سیریالونو دوبله کوونکو ممثلانو هم دندې له لاسه ورکړې

ګن فلمي ستوري او فلم جوړوونکي هم له افغانستانه ووتل
ګن فلمي ستوري او فلم جوړوونکي هم له افغانستانه ووتل
په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې بېلا بېلو تلویزونونو بهرني سيریالونه دوبله کول او کتونکو ته یې وړاندې کول. سلګونه ښځينه دوبلرانې یې لرلې. خو طالبانو دا سیریالونه منع کړل چې ورسره جوخت په دې برخه کې کارکوونکې دوبلرانې هم بې دندو شوې. له دوی یې ځينو بي بي سي ته د خپل ژوند د کړاو کیسې وکړې چې د بېکارۍ له کبله لار ترې ورکه شوې ده. د یادولو ده چې د جمهوري نظام په وروستیو کې هم د رسنیو ګڼو ښځينه کارکوونکو د امنیتي ستونزو له کبله خپلې دندې پرېښې او ځينې یې له هېواده وتلو ته اړ شوې وې.


په کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار کولو بندیز

د ۲۰۲۲ میلادي کال د دسمبر پر ۲۴مه د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت په ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځينه کارکوونکو کار منع اعلان کړ. دغه وزارت په یوه مکتوب کې له دې موسسو وغوښتل چې تر "امر ثاني" دې د ښځینه کارکوونکو دندې وځنډوي. طالبانو بیا هم د دې لامل دا وباله چې ګواکې دوی "اسلامي حجاب" او "نور قوانین او مقررات" نه مراعتول.
دا په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو حکومت د محدودیتونو لګولو په لړ کې تر ټولو وروستی امر و چې پلی شو.


