د پوهنتونونو ښځينه استادانې: "پخوا به مو د ترفېع لپاره هڅې کولې، اوس له افغانستانه د وتلو لار لټوو"

د پوهنتون ښځينه استادانې

د عکس سرچینه، MOHE

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي

افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال اګسټ راهیسې، د طالبانو حکومت د ټولنیز ژوند، سیاست، زدکړو او کار برخه کې پر افغان ښځو ګڼ ځپونکي بندیزونه لګولې دي.

طالبانو پر ښځو د لګول شویو دغو بندیزونو په لړ کې د ۲۰۲۲ کال ډسمبر په ۲۰مه، د پوهنتوني نجونو پر زدکړو هم بندیز ولګاوه او تر "امر ثاني" یې د دوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

د نجونو محصلینو پر مخ د پوهنتونونو له تړلو سره سم په سلګونه د پوهنتون هغه ښځینه استادانې هم په کور کېنول شوې، چې د ډېرو کلونو راهیسې یې پوهنتونونو کې تدریس کاوه.

د دغو استادانو له ډلې ځینو ته د تېر جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته لویدیځو هېوادونو ته د تګ فرصتونه برابر شول او جلا وطنه شوې، خو ګڼې نورې لا هم افغانستان کې دي او د ژوند له "سخت کړاوه" تېرېږي.

بي بي سي د پوهنتونونو یو شمېر دغو ښځینه استادانو سره غږېدلې، چې دلته یې د خوندیتوب لپاره نومونه بدل شوي دي.

"کله وایم چې ځان ووژنم خو خپل اولادونه مې سترګو ته درېږي او دا کار نه شم کولی"

د بلخ پوهنتون استاده

دا په بلخ پوهنتون کې د صالحې په نامه د هغې استادې خبرې دي، چې د خپل ژوند ۱۶ کاله یې تدریس کې تېر کړي.

صالحه ۴۰ کلنه او د نهه اولادونو مور ده. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ځکه له دندې راوګرځول شوه چې په وینا یې "ښځه ده."

هغه وايي، پخوا یې ډېر ښه او خوشحاله ژوند و، لوڼې او زامن یې پوهنتونونو او ښوونځیو ته تلل، مېړه یې د حکومت په قضايي برخه کې دنده لرله او خپله هم کار ته تله، خو اوس ټول په کور دي او هر یو په "رواني ناروغۍ" اخته دی.

د نوموړې په ټکو: "ژوند ډېر سخت تېرېږي، له زغم وتلی دی، حیرانه یم چې اسمان ته وخېژم که پر ځمکه ننوځم. خپلې کورنۍ او اولادونو سره د کېناستو او خبرو حوصله هم نه ده راپاتې. کله خو وایم چې ځان ووژنم خو خپل اولادونه مې سترګو ته درېږي نو ځکه دا کار نه شم کولی."

د تیر حکومت پر مهال داسې طرحه جوړه شوې وه، چې د پوهنتونونو استادان باید لږ تر لږه تر ماسټرۍ زدکړې ولري او د لسانس د کچې هغه استادان چې پخوا ګومارل شوي وو،‌ باید لږ تر لږه تر پنځو کلونو د ماسټرۍ زدکړې بشپړې کړي.

مېرمن صالحې هم د خپل تدرېس په موده کې هند کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې وکړې، او تازه هغه مهال له زدکړو بېرته هېواد ته ستنه شوې وه، چې میاشت وروسته جمهوریت وپرځېد او د دوکتورا ارمان یې تر " امر ثاني" پاتی شو.

"لومړۍ واکمنۍ کې یې زه له زدکړو راوګرځولم اوس مې راته درې پېغلې لوڼې په کور ناستې دي"

بلخ پوهنتون

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

صالحه بي بي سي ته ۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ کیسه کوي، چې څنګه یې له زدکړو راګرځولې او په کور کېنولې وه.

دا هغه مهال و، چې طالبانو د اوس په څېر نجونو او ښځو ته د کار او زدکړو اجازه نه ورکوله او ازادۍ یې ترې اخیستې وې.

صالحه واېي: "د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ پر مهال زما د پوهنتوني زدکړو لومړی کال و. طالبان چې راغلل درې کاله په کور کېناستم، اوس داسې احساسوم چې د هغه درېیو کلونو د زدکړو کمښت مې تر اوسه نه دی جبران کړی او ځان راته کم ښکاري."

صالحه چې د طالبانو له تېرې واکمنۍ ترخه تجربه لري، وايي خپه ده چې اوس یې لوڼې هم ورته حالت تېروي.

"مشره لور مې د بلخ پوهنتون طب پوهنځی لومړي کال محصله وه، دویمه لور مې د کابل حقوقو پوهنځي ته تازه بریالۍ شوې وه او درېیمه لور مې د ښوونځی لسم ټولګي کې زدکړې کولې. اوس راته ټولې بې برخلیکه په کور ناستې دي."

نوموړې زیاتوي:" پر خپلو اولادونو مې ډېرې سختې او زحمتونه ګاللي وو ډېرې هیلې مې وې ورته، خو هر څه خاورې شول. داسې حالت ته راغلی یوو، چې نه څه ویلی شوو او نه هم د زغم حوصله راپاتې ده."

"پخوا به ښځینه استادانو د ترفېع لپاره هڅې کولې اوس بهر ته د وتلو لار لټوي"

کابل پوهنتون

د عکس سرچینه، Social Media

د طالبانو حکومت له خوا پر پوهنتوني زدکړو له بندیز وروسته ګڼ استادان له افغانستانه وتلو ته اړ شوي، چې ګڼ شمېر په کې ښځینه استادانې هم دي.

بي بي سي پښتو پاڼې ته مالومه شوې د کابل پوهنتونو د هغو استادانو شمېر چې له افغانستان وتلي، اوس له ۴۰۰ اوښتی.

په کابل پوهنتون کې د جمهوري حکومت په وروستي کال کې نژدې ۷۸۰ استادان وو، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو استادانو له نیمايي ډېر یې له دغه هېواده وتلي دي.

زینب یوه له هغو استادانو ده، چې اوس ورته د پخوا په څېر نه خو پوهنتون کې د تدریس ورکولو اجازه شته او نه هم د یوه فرد په توګه خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی لري.

نوموړې ۳۱ کلنه ده، په مالیزیا کې یې د لیسانس تر کچې زدکړې بشپړې کړي او نهه کاله یې کابل پوهنتون کې د استادۍ دنده ترسره کړې ده.

هغه وايي د ماسټرۍ تر کچې یې زدکړې کړې وې او تمه یې وه چې دوکتورا هم وکړي، خو حکومت سقوط شو او د دې په څېر په سلګونه استادانې په کور کېناستې.

د نوموړې په باور "دغه بندیزونه پر علمي ډګر" او په ځانګړي ډول د "ښځینه استادانو پر اکاډمیکو لاسته راوړنو لوی ګوزار دی."

کابل پوهنتون

د عکس سرچینه، KU

آغلې زینب وايي، پخوا به استادانو هڅه کوله ترفیع وکړي او علمي رتبې ترلاسه کړي، خو اوس هر یو هڅه کوي بهر ته د وتلو لار ومومي او له افغانستانه ووځي.

د هغې په وینا: "د ډېرو استادانو وختونه پوره شوي چې باید ترفیع وکړي، د ترفیع لپاره په کار ده چې کتابونه ولیکل شي، ژباړې وشي، مقالې ولیکل شي، خو متاسفانه بندیزونه د دې لامل شوي چې ډېرې استادانې د خپلو اکاډمیکو فعالیتونو پر ځای بهر ته د وتلو لار ولټوي. ټول زړه ماتې او مایوسه شوي."

زینب د پوهنتون هغو استادانو ته په اشارې، چې له هېواده وتلي وايي "د افغانستان لپاره لویه ضایعه ده" او په خبره یې "که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي دا شمېر لا نور هم پسې لوړ شي."

مونږ په دغه رپوټ کې هڅه وکړه چې د افغانستان له نورو بېلابېلو ولایتونو هم ښځينه استادانې وغږوو خو، دوی ته د ور پېښېدونکو امنیتي ګواښونو او ستونزو له امله خبرو ته حاضرې نه شوې.

له شپږم پورته د نجونو د ښوونځيو له تړلو وروسته د پوهنتوني نجونو پر زدکړو بندیز امر هم د طالبانو حکومت مشر ملا هبت الله له خوا شوی، او په دې اړه وروستۍ پرېکړه به هم هغه کوي.

سره له دې چې د طالبانو ډېری جګپوړي چارواکي د دغې پرېکړې د لغوه کېدو پلویان دي، خو دا نه ده روښانه چې آیا دغه ډول بدلون به کله را هم شي او که نه.