د ملګرو ملتونو دفترونو کې پر ښځو د طالبانو بندیز؛ پر خیریه کارونو به یې اغېز څه وي؟

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي

وروسته له هغه چې د افغانستان په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې ښځې له کارونو را وګرځول شوې، د طالبانو دغه ګام په پراخه کچه په کور دننه او بهر غندل شوی دی.‌

که څه هم د طالبانو ویاندویان له تېرو دوه ورځو راهیسې په دې اړه له رسنیو سره له خبرو ډډه کوي،‌ خو بي بي‌ سي‌ پښتو پاڼې ته مالومه شوې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازو سره په یوه ناسته کې په رسمي ډول خبر ورکړی و چې "دغه بندیز دې سملاسي‌ پلی کړي."

د ملګرو ملتونو دغه لیک چې بي بي سي‌ ته رسېدلې،‌ پکې راغلي "په ډېرې خواشینۍ سره دا خبر درسره شریکوم چې واکمنو چارواکو په رسمي ډول د ملګرو ملتونو چارواکي‌ خبر کړي چې پر ښځو کاربندیز د ملګرو دفترونو ته هم غځول شوی دی."

په دغه لیک کې د ملګرو ملتونو یوه چارواکې خپلو همکارانو ته وايي‌ "د واکمنو چارواکو د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته خبر ورکړی چې امنیتي‌ ځواکونو ته یې ویلي، دغه بندیز په ملي‌ کچه سملاسي پلی کړی."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه وايي.‌

که څه په دغه لیک کې په "ملي کچه د سملاسي بندیز" خبره شوې،‌ خو تر اوسه یوازې په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو له دفترونو د ښځینه کارمنانو د را ګرځولو رسمي خبرونه ورکړل شوې دي.‌

د ننګرهار په امنیه قومندانۍ کې د طالبانو یوه چارواکي بي‌ بي سي ته وویل "له دوی سره اړوندو ځواکونو" دغه کار نه دی کړی،‌ خو وايي‌ ښايي‌ " نورو ارګانونو ښځې د ملګرو ملتونو له دفترونو را ګرځولې وي."

طالبان

د عکس سرچینه، TALIBAN

د عکس تشریح، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال مشر مارکس پوتزل د طالبانو د لوړو زدکړو له وزیر ندا محمد ندیم سره په کتنه کې له هغه غوښتي وو چې پر ښځو لګول شوي‌ ټول بندیزونه لېرې کړي.

د ملګرو ملتونو د دفترونو امنیتي چارو ته تر ډېره طالبانو خپل کسان ګومارلي چې معاشونه یې د ملګرو ملتونو دفترونه ورکوي.‌

په ننګرها کې د ملګرو ملتونو ګڼې ادارې فعالیت کوي‌ او لسګونه مېرمنې پکې دندې لري.‌ د طالبانو له دغې پرېکړې وروسته، ملګرو ملتونو په ټول افغانستان کې خپلو نارینه او ښځینه کارکوونکو ته ویلي، تر راتلونکې خبرتيا دې دفترونو ته نه ځي.‌

د ۲۰۲۲ کال په ډېسمبر کې چې طالبانو په این جیو ګانو کې د ښځو پر کار عمومي بندیز اعلان کړ،‌ هغه مهال ترې د ملګرو ملتونو ادارې "استثنا" وبلل شوې.

هغه وخت د طالبانو د بهرنیو اقتصاد وزارت چارواکو بي بي سي ته ویلي و،‌ دغه بندیز یوازې پر هغو ادارو پلی کېږي چې له دوی سره ثبت دي او ملګري ملتونو پکې نه راځي.‌

د ملګرو ملتونو ادارې له لویه سره په افغانستان کې بې وزلو ته بشري مرستې رسوي چې‌ په تړل کېدو سره یې میلیونونه خلک اغېزمنېږي.

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره آی او ایم وايي،‌ خپلې خیریه چارې له ښځو پرته مخ ته نه شي وړی. دغې ادارې په تازه غبرګون کې ویلي "د خپلو ښځینه کارمنانو پرځای نارینه نه ګوماري،‌ او ټولو ښځینه غړو ته به معاشونه روان ساتي."

دغه اداره چې په افغانستان میلیونونو بې ځایه شویو سره په لاسنیوي‌ کې مرستې کوي،‌ وايي "په ټولنیزو،‌ سیاسي او اقتصادي‌ برخو کې د ښځو له فعال حضور پرته اوږدمهالې سوله او ثبات شونی نه دی."

نړیوالې ټولنې او په‌ ځانګړې ډول د ملګرو ملتونو ادارو تل ویلي چې له افغانستان سره د مرستو دوام په دغه هېواد کې له بشري حقونو،‌ د ټولګډوني حکومت له جوړېدو او د ښځو او نجونو له زدکړو سره تړلی دی.

د طالبانو د حکومت ځپونکو تګلارو ته په پام،‌ داسې نه ښکاري‌ چې طالبان دې دغه شرطونه ډېر په پام کې ونیسي.

اوس نژدې درې اوونۍ کېږي چې افغانستان ته د بشري‌ مرستو لپاره نغدې پسې نه دي‌ وړل شوي.‌ د افغانستان بانک د مالوماتو له مخې، وروستی ځل ۴۰ میلیونه ډالره نغد د مارچ پر ۱۴ کابل ته وړل شوې دي. داسې حال کې چې پخوا نژدې هره اوونۍ دغه اندازه پیسې افغانستان ته وړل کېدې.‌

یو اټکل دا دی چې که طالبان په همدې ډول خپل بندیزونه روان وساتي،‌ ښايي‌ افغانستان ته د نغدو بشري‌ مرستو کچه هم کمه شي چې له لویه سره یې اغېز هغو ولسي‌ خلکو ته رسېږي چې پر دغو مرستو پايي.‌