د هغې نجلۍ کیسه چې په یوازې سر یې د طالبانو پر وړاندې اعتراض وکړ

عادلې په یوازې ځان د کابل پوهنتون په مخکې اعتراض وکړ او پر لوحه یې د "اقرا" کلمه لیکل شوې وه

د عکس سرچینه، Adela

د عکس تشریح، عادلې په یوازې ځان د کابل پوهنتون په مخکې اعتراض وکړ او پر لوحه یې د "اقرا" کلمه لیکل شوې وه
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

"په یوازې سر ځکه د طالبانو په مخکې ودرېدلم چې غوښتل مې خلکو ته د افغان ښځو زړورتیا او غیرت ورښکاره کړم، چې که یوازې هم پرېښودل شي خپل حق غوښتلی او غږ اوچتولی شي. هغه حق چې موږ ته خدای راکړی دی. هغه د علم تر لاسه کولو حق دی"

دا د عادلې خبرې دي چې پر زدکړو د طالبانو حکومت بندیزونو قهرولې او په یوازې سر یې د دوی په مقابل کې د درېدو جرات ورکړی دی.

دې اتلس کلنې نجلۍ له بي بي سي پښتو سره ځانګړې مرکه کړې او د امنیتي خوندیتوب لپاره یې د عادلې په مستعار نوم یادوو.

عادله سږ کال له دوولسم ټولګي فارغه شوې او د پوهنتون په تمه وه خو پر لوړو زدکړو د طالبانو بندیز یې دا هیله نیمګړې کړه خو دا غلې پاتې نه شوه. څو ورځې مخکې د یوه کم ساري‌ ګام په ترڅ کې د کابل پوهنتون په وره کې له هغې لیکدړې سره د اعتراض لپاره يکي یوازې ودرېدله چې "اقرا" پرې لیکل شوي وو.

د قرآن شریف هغه ټکی چې د "ولوله" په مانا دی او د اسلام پر پيغمبر حضرت محمد (ص) نازل شوی لومړی ایت ورسره پیل شوی.

عادله وايي، "دا مې د ژوند لومړنۍ داسې ورځ وه چې د هېڅ ډول وېرې احساس مې په وجود کې نه و. ځکه چې زما غوښتنه د حق غوښتنه وه. هغه حق چې خدای موږ ته راکړی، نو زه باید له خدای وډار شم، نه له هغو طالبانو چې د خدای راکړي حقونه له موږ اخلي"

"هغه غصه شو او زما له لاسه یې لوحه کش کړه"

عدله وايي، دا هر څه یې له دې سره سره وکړل چې ښه پوهېدله طالبان له اعتراض کوونکو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي، "وهي یې، ټکوي یې، نه د وسلې سرپه پرې کوي او نه د برقي شاټونو او اوبه پرې پاشي خو زه بیا هم د دوی په مخکې ودرېدلم."

عادله له افغان نارینه و غواړي چې د "خپلو لوڼو-خویندو" د تعلیم حق غوښتلو لپاره دې ورسره ودرېږي.

د عکس سرچینه، Adela

د عکس تشریح، عادله له افغان نارینه و غواړي چې د "خپلو لوڼو-خویندو" د تعلیم حق غوښتلو لپاره دې ورسره ودرېږي.

د عادلې په خبره، د پوهنتون په وره کې ناستو طالبانو "په لومړیو کې زه جدي ونه نیولم. فکر به یې کړی وي چې یوازې نجلۍ یم، څه کولای شم. خو وروسته یې یوه وسله وال د لاس په اشاره راته وویل چې له دې ځایه ځه"

خو دا له خپل ځایه ونه خوځېدله او په لاس کې اوچته نیولې لوحه یې د دوی پر لور ورښکاروله.

عادله وايي وروسته یو طالب ساتونکی ورغی، "راته وایي چې څه شوي چې راغلې یې او لوحه دې لاس کې نېغه نیولې؟ ما فکر وکړ چې یا خو دوی ته دا اهمیت نه لري‌ چې څه شوي او موږ سره څه روان دي او یا به ریښتیا هم نه پوهېږي"

اقرا

د عکس سرچینه، Adela

عادله زیاتوي، "ما وپوښت چې نه ګورې؟ په لوحه مې څه لیکلي دي؟ لوستلی یې شې او که نه؟ دا د خدای کلام دی. له دې سره هغه غصه شو او زما له لاسه یې لوحه کش کړه او ویې ګواښلم"

عادلې له شاوخوا پنځلس دقیقې اعتراض وروسته هغه سیمه پرېښودله او کور ته لاړه.

پر ښځو بندیزونه او پر وړاندې یې اعتراضونه

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل او د امریکا په مشرۍ ټول نړیوال ځواکونه له دغه هېواده ووتل.

د واک پر ګدۍ له کېناستو سره یې پر ښځو بېلا بېل محدودیتونه لګول پیل کړل.

له اووم تر دوولسم ټولګي یې د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل. د روان کال په سپتمبر کې یې د کانکور او د ماسټرۍ په ازموینو کې له دوی د ځينو پوهنځيو د انتخاب حق واخیست او د دسمبر پر ۲۰مه یې پوهنتونونو نه هم منع کړې.

د نجونو پر زدکړو له محدودیتونو وضع کولو نه وروسته اعتراضونه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د نجونو پر زدکړو له محدودیتونو وضع کولو نه وروسته اعتراضونه

څو ورځې وروسته یې په ټولو نادولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار هم بندیز ولګاوه.

که څه هم د طالبانو حکومت وايي چې دغه محدودیتونه لنډمهاله دي او له خلکو غواړي چې تر "امر ثاني" دې صبر وکړي خو دغو ټولو بندیزونو په پراخه کچه د نړیوالو غبرګونونه وپارول او په کور دننه د اعتراضونو لامل شول.

ځینې احتجاج کوونکي د لاریونونو پر مهال د "ښځې، ژوند او ازادي" شعار کاروي چې په اصل کې په ایران کې د مهسا امیني په ملاتړ د راپورته شویو اعتراضونو له مهاله دود شوی.

خو د طالبانو پر ضد د عادلې په څېر احتجاج کول اسان کار نه دی. ځکه خو دا د افغانستان له نارینه و هم غواړي چې د "حق غوښتنې" په دې "مبارزه" کې دې د افغان ښځو ملاتړ وکړي.

"ایرانیان خپلو خویندو سره ودرېدل خو زموږ خوا داسې نارینه کم دي"

د عادلې د دغه اعتراض پر مهال د دې یوې ملګرې له یوه ټېکسي د هغې ویډيو او عکسونه اخیستل. دلته د عادلې احتجاج روان و او هلته د ټېکسي چلوونکي د دې له ملګرې سره جنجال کاوه چې ولې یې ویډيو کوي او هسې نه‌ دی د طالبانو له ګواښ سره مخ کړي.

طالبان

د عکس سرچینه، Swaminathan Natarajan

عادله وايي، "ټېکسيوان له طالبانو ډېر ډارېده. زما ملګرې ته یې ویل چې ویډيو بنده کړي. بیا یې هماغلته د سړک په منځ کې له ګاډي کوزه کړې وه. دې ته یې نه کتل چې که طالبانو په ویډيو اخیستلو لیدلې وي نو خدای مه کړه وبه یې وژني"

د موټر چلوونکي دغه حرکت عادلې ته په ایران کې روان اعتراضونه او هلته د ښځو د حق غوښتنې په برخه کې د ایراني نارینه و ملاتړ وریاد کړی.

دا وايي، "ایران سره زموږ توپير همدا دی چې هلته ټول نارینه له خپلو خویندو سره ولاړ دي. خو دلته وګورئ چې زما ملګرې ته موټرچلوونکی وايي چې یا ویډيو بنده کړه او یا له ګاډي ښکته شه. یوازې د یو څو شېبو لپاره یې هم ملاتړ ونه شو کړای. ایران کې که نر دی که ښځه، که ځوان دی او که زوړ ټول یو موټی شول او د حق غوښتنې لپاره له ښځو سره ودرېدل. موږ هم که یو موټی شو، سل په سلو کې بریالي کېږو"

خو عادله مني چې ټول افغان نارینه هم دغسې نه دي او په خبره یې، ګڼو نارینه او ښځينه و د دې د دغه اعتراض ستاینه کړې او دا یې زړه وره بللې ده.

دا زیاتوي، "د اعتراض پر مهال مې چې شاوخوا ځينې نارینه تېرېدل، ډېر بې پروا وو. یا به یې ښايي په زړه کې ما ته بد رد ویل چې دې ته وګوره، دا څه کوي. خو ټول نارینه دغسې نه وو. یوه ځوان غوښتل زما د ملاتړ لپاره له ما ویډیو وکړي خو هغه یې سخت وواهه. هلته د تېرېدونکو ښځو په مخ کې مې وېره او غرورو دواړه ولیدل"

داسې ښکاري چې نه د طالبانو حکومت مشران او نه هم عادله له خپل دریځه اوړي

د یادولو ده چې په افغانستان کې د ښځو پر زدکړو د طالبانو له لوري لګول شویو محدودیتونو ته په غبرګون کې تر اوسه د پوهنتونونو څه باندې پنځوسو استادانو استعفا کړې.

له هغه راهیسې چې طالبانو په پرله پسې ډول پر افغان ښځو محدودیتونه وضع کړي، پر حکومت یې نړیوال فشار هم زیات شوی دی.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې د زدکړو، کار او عام ژوند په برخه کې بېلا بېل محدویتونه لګول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې د زدکړو، کار او عام ژوند په برخه کې بېلا بېل محدویتونه لګول شوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره چهارشنبې د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو پر زدکړو د بندیز په غبرګون کې ویلي، چې دا د هغوی "بشري حقونو او بنسټيزو ازادیو ته سپکاوی دی" او په حق کې یې د "زیاتېدونکي تخریب استازيتوب کوي"

خو داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت مشران د دغو غبرګونونو په کیسه کې نه دي.

دوی وايي، دا محدودیتونه لنډمهاله دي او د ښځو د زدکړو او کار لپاره "اسلامي احکامو" او "شریعت" ته په کتو "مناسب" چاپېریال جوړوي او تر هغه وخته به محدودیتونه په خپل ځای پاتې وي.

خو تر دې مخکې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند ویلي وو، "که د ټولې نړۍ اټوم بم هم پرې وکارول شي، دوی به له خپل دريځ په شا نه شي"

خو دلته عادله هم پرخپله خبره ولاړه ښکاري.

هغه وايي، "که الوتلی نه شم، وبه ځغلم، که ځغاستلی نه شوم نو ورو ورو به ګام پورته کړم او که له پښو هم ولوېدلم نو پر ځمکه به څښېږم خو خپله مبارزه به روانه او مقاومت به روان ساتم"

دا وايي، د افغانستان اوسنۍ مېرمنې تر پخوا په ښه دریځ کې دي او مبارزه کولای شي.

عادله زیاتوي، "موږ نه غواړو چې شل کاله پخوا د تیارو دور ته بېرته ور وګرځو. موږ د هغه مهال د ښځو پرتله ډېرې زړورې یو. ځکه چې موږ تر پخوا ډېرې پوهې او له خپلو حقونو خبرې یو"