د طالبانو مشر; د نړۍ فرمایشونه نه منو، که اټوم بم هم را باندې وکاروي

د عکس سرچینه، Bakhter news
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یوه غږیز پیغام کې، چې د افغانستان پر ملي راډیو تلویزیون خپور شوی او نوموړي ته منسوب شوی وايي:"د هېڅ هېواد فرمایشونه او وړاندیزونه نه مني." نوموړي دا څرګندونې د طالبانو لخوا کابل کې د دیني عالمانو لویې غونډې ته پر دویمه ورځ کولې.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر له کندهاره کابل ته ځي او یوې غونډې ته وینا کوي.
ښاغلی اخوندزاده وايي، هېڅوک دې نوموړي ته د حکومت مشورې نه ورکوي او ټینګار کوي که "نړۍ اټوم بم هم راباندې وکاروي، ټول مو وېلې کړي بیا هم د چافرمایشونه نه منوو."
نوموړی وايي: "نړۍ نه غواړي د افغانستان حکومت پر خپله اراده وچلېږي، موږ ته مشورې راکوي، زه ستاسې د فرمایشاتو نه یم، نه یو قدم درسره مخ ته ځم، نه تعامل درسره کوم، نه په شریعت معامله درسره کوم."
ښاغلی اخوندزاده وايي هېڅوک دې تمه نه ترې کوي چې د شریعت خلاف کار وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د طالبانو تحریک مشر غونډې ته په وینا کې وویل: ''د افغانستان د جهاد بریا عموماً ټول امت او په ځانګړي ډول د افغان ولس لپاره د الله تعالی ستر انعام دی، الله تعالی دې د ټولو قربانۍ قبولې کړي. ''
غونډې ته د طالبانو د مشر له وینا مخکې د غونډې مرستیال مشر مولوي اسماعیل له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د لاسونو په پورته کولو سره د ''امیر المومنین '' په حیث له ملا هبت الله اخندزاده سره بیعت وکړي.
په خبرو کې یې نور څه وویل؟

ښاغلی اخوندزاده وايي که له محاکمو پرته وژنې وشوې "نظام یې پاتېږي". نوموړی په حکومت کې پر عدالت ټینګار کوي او وايي چې یووالی مو وساتئ.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې دا وروستیو کې ځینو بشري ډلو په ځینو ولایتونو کې د خپلسرو وژنو رپوټونونه ورکړي دي.
نوموړی وايي، پخوانیو چارواکو ته حکومت کې ځای نه ورکوي او نه شي کولای چې "دفتر کې یې پر څوکۍ" ځان سره کینوي خو وايي بښنه یې ورته کړې ده.
د طالبانو مشر له طالب چارواکو غواړي چې حکومتي ادارو کې دې "قومیت، انډیوالیزم، رشوت او ځانځاني" ختمه کړي.
د تېر کال له اګست راهیسې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، دا د دوی د پلوي او خواخوږو علماوو لومړۍ او ترټولو لویه غونډه ده.
اقتصاد او د نجونو زده کړې
د اقتصاد په اړه نوموړی وايي چې بهرنۍ مرستي یې هېواد نه شي ابادولی او له کورنیو شرکتونو غواړي چې افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړی وايي " کافرانو ته مه انتظار کېږئ چې سړکونه در جوړ کړي، خپله یې جوړ کړئ"
د طالبانو مشر وايي، بهر ته تللي افغانان دې بیرته ورشي خو د ده په ټکو "امنیت دې نه خرابوي." نوموړی وايي، د عالمانو غونډه کې د ګډون لپاره کندهاره کابل ته تللی دی.
د طالبانو مشر غونډې ته په نژدې یو ساعت وینا کې د نجونو د زده کړو آن یو ځل یادونه هم ونه کړه. د نوموړي په امر له نژدې ۲۸۰ ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو را ګرځول شوې دي.
ښاغلي اخوندزاده په غونډه کې ټینګار کاوه چې که طالبان خپلمنځي یو والی ټینګ نه کړي "امارت له منځه تللی شي"
دغه غونډه داسې مهال جوړه شوې، چې د طالبانو نظام د کورني او بهرني مشروعیت له ننګونو سره مخ دی او تراوسه د نړۍ یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د طالبانو حکومت ددفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له ګډونوالوغوښتي، چې د 'ستونزو هواري لپاره ' دوی ته لارښوونې او فتواوې ورکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د نجونو زده کړې، د ښځو کار، بشري حقونه او د ټول ګډونه حکومت جوړیدل یو شمېر هغه مسئالې دي چې نړیوال یې پر سر له طالبانو سره جوړ نه دي او داسې احتمال څرګندېږي چې په دې غونډه کې به پرې بحثونه وشي.
په کابل کې د بي بي سي خبریال عنایت الحق یاسیني وايي، د غونډې ګډونوالو کاري کمېټې ټاکلې دي، چې د شمېر په هکله یې څه نه دي ویل شوي.
پرون د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د غونډې پر دویمه ورځ به د غونډې ګډونوال ویناوې وکړي او وروسته به دغه کاري کمېټې د علماوو خبرو او مشورو په هکله نن او سبا چې د غونډې دویمه او درېیمه ورځ ده، بحثونه کوي.
د نوموړي په وینا دغه کمېټې به د پرېکړه لیک مسوده چمتو کړي، چې سبا به اعلان او د طالبانو حکومت ته وسپارل شي.
پرون د دې غونډې پر لومړۍ ورځ د طالبانو حکومت دفاع وزیر په ګډون د ځینو ګډونوالو په ویناوو کې د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو او دغه راز د نجونو متوسطه ښونځیو په ګډون ځینې مسائل یاد شول، خو دا چې د طالب چارواکو په خبره د غونډې بحث اجنډا د دوی پر ځای د علماوو په واک کې ده، ګرانه ده چې معلومه شي د غونډې په پرېکړه لیک کې به پر کومو موضوعاتو سلا، مشوره کېږي.

د عکس سرچینه، Bakhter news
ښاغلي مجاهد پرونۍ خبري غونډې ته د طالبانو حکومت د مشروعیت په هکله وویل، د مشروعیت موضوع په افغانستان کې حل ده، ځکه په وینا یې د دوی حکومت د خلکو د ملاتړ له کبله رامنځته شوی.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: ''په اسلام کې د یوه نظام د مشروعیت لپاره د حل و عقد شورا مهمه ده، چې موږ له مخکې درلوده. ''
دغه درې ورځنۍ غونډه پرون ګهیځ د حبیب الله حقاني په مشرۍ د طالبانو حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په وینا پیل شوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د عالمانو دې غونډې د امنیت ساتنې لپاره په کابل ښار کې نژدې ۱۲ زره امنیتي کسان په دنده ګومارل شوي دي.









