د طالبانو دفاع وزیر کابل کې د عالمانو غونډې ته: د ستونزو حل لپاره فتواوې راکړئ

ملا محمد یعقوب مجاهد

د عکس سرچینه، TALIBAN

د طالبانو دفاع وزیر په کابل کې د دیني عالمانو ناستې ته په خبرو کې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د "ځینو ستونزو د حل لپاره فتواوې ورکړي"

خو ملا محمد یعقوب مجاهد دا په ډاګه نه کړه چې د کومو ستونزو د حل لپاره له دیني عالمانو فتواوې غواړي.

ښاغلی مجاهد چې د طالبانو تحریک د بسنټګر ملا محمد عمر زوی دی، په خپلو خبرو کې بیا بیا د غونډې له ګډونوالو غوښتنه کوله چې "د شریعت په چوکاټ کې په ډاډه زړه نمګړتیاوې" د طالبانو حکومت ته په ګوته کړي او حل لارې یې وروښيي.

ښاغلی مجاهد وویل "له نژدې یوه کال راهیسې هېڅ اسلامي او نا اسلامي هېواد زموږ نظام په رسمیت نه دی پېژندلی، موږ ته مشورې راکړئ چې بهرنۍ تګلاره څنګه جوړه کړو چې نړۍ مو په رسمیت و پېژني".

نوموړی وايي، اوسنی نظام باید له لاسه و نه وځي او په افغانستان کې نوره جګړه نه غواړي.

د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د مولوي حبیب الله حقاني په مشرۍ دا درې ورځنۍ غونډه د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په وینا پيل شوه.

په رپوټ کې ویل شوي، ملا محمد حسن اخوند د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی. طالب چارواکي وایي ددې غونډې ګډونوال به د ملي یووالي او تل پاتې ثبات په برخه کې د دوی حکومت ته سلا مشورې ورکړي

غونډې ته څېرمه د ډزو ضد او نقیض خبرونه

د ویډیو تشریح، کابل کې د عالمانو لویه غونډه

پر خواله رسنیو ځینو کارنانو او خبریالانو کابل کې د عالمانو جرګې ته څېرمه د ډزو د غږونو اورېدو تبصرې کړې دي.

په دوو وېډیوګانو کې چې پر خواله رسنیو ډېرې لاس په لاس کېږي، د ډزو غږونه پکې اورېدل کېږي، خو تر اوسه دا وېډیوګانې او د ډزو خبرونه طالبانو نه دي ‌تایید کړي.

ظاهراً‌ ددغو ډزو مسؤولیت د ازادۍ په نامه ملي جبهې پر غاړه اخیستی دی. دې جبهې ته نژدې کسانو پر خواله رسنیو لیکلي چې دا برید د دوی "چریکي کسانو" کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل د کابل خوشاله مینه کې پر یوه مشکوک ځای ډزې شوې دي. ښاغلی مجاهد وايي، له یوه کوره لاسي بم هم غورځول شوی دی خو د مرګژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

خو يوې سرچينې بي بي سي ته وويل چې په دې پېښه کې دوه بريدګر او يو ولسي وګړی وژل شوی.

"د نظام د مخالف سر ووهئ"

مولوي مجیب الرحمن انصاري

د عکس سرچینه، RTA

د عکس تشریح، مولوي مجیب الرحمن انصاري

له هراته دې غونډې ته ورغلي دیني عالم مولوي حبیب الرحمن انصاري وویل، څوک چې د دې نظام پر وړاندې راپورته شي، باید وځپل شي. نوموړي زیاته کړه:

"که څوک د دغه اسلامي نظام په مقابل کې سر پورته کوي باید له منځه یووړل شي او سر یې ووهل شي".

د غونډې یوه بل ویناوال سید نصر الله واعظی بامیاني بیا د طالبانو له حکومته د نجونو پرمخ د تړل شویو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه.

ښاغلي بامیاني وویل، هیله لري چې واکمن چارواکي د ټولمنلو، صمیمیت او ورورولۍ فضا رامنځ ته کړي.